منځپانګې ته لاړ شئ

د افغان کډوالو د منلو ایالتي پروګرامونه (پای ته رسېدلي)

Afghanistan

د هغو افغانانو تر څنګ چې جرمني ته د فدرالي حکومت د پروګرام له لارې جرمني ته راوستل کېدل،‌ ځینو ایالتونو هم د افغان کډوالو د منلو پروګرامونه پیل کړي وو. د دغه پروګرامونو له لارې افغان کډوالو کولی شوای چې د کورنۍ غړي او خپلوان جرمني ته راولي خو ځینې ځانګړي شرایط مو باید پوره کړي وای. دا پروګرامونه وروسته له هغه پیل شول کله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګیست میاشت کې طالبان واک ته ورسول شول او په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شو. موخه یې دا وه، چې په افغانستان کې هغه کډوال چې ژوند یې له خطر سره مخ و،‌ وژغورل شي او خپلو خپلوانو سره په جرمني کې یو ځای شي.‌ د منلو دغه ایالتي پروګرامونه په برلین، برېمن، هېسن او تورېنګن ایالتونو کې پلي کېدل چې متاسفانه اوس یې ټول پای ته رسېدلي دي. او وروستۍ نېټه یې د ۲۰۲۴ز کال د ډسمبر میاشتې ۳۱مه نېټه وه، چې له دغه وخت وروسته نوي غوښتنلیکونه نه منل کېږي. تر اوسه لا دا نه ده روښانه شوې، چې د دې پروګرامونو له لارې څومره افغانان جرمني‌ ته راوستل شوي دي.‌که غواړئ‌ د افغانستان اړوند نورو مهمو موضوعاتو په اړه مالومات تر لاسه کړئ نو زموږ افغانستان – اوسني‌ مالومات څپرکی ولولئ هلته ټول مالومات په پښتو او دري ژبه لوستلی شئ.

د افغان کډوالو لپاره د منلو ایالتي پروګرامونه

دا پروګرامونه د هغو افغانانو لپاره وو، چې خپلوان یې په برلین، برانډنبورګ،‌ تورېنګن، برېمن او هېسن ایالتونو کې اوسېدل او د کورنۍ د لومړی او دویمې درجې غړیو لپاره وو. دا پروګرامونه د ۲۰۲۴ز کال د ډسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېدل او له دغه نېټې وروسته هېڅ نوی غوښتنلیک نه منل کېږي. هغه کسان چې له افغانستان څخه جرمني‌ته راوستل کېدل باید یا په افغانستان کې یا یې هم په ګاونډیو هېوادونو کې لکه پاکستان،‌ ایران، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان یا هم چین کې اوسېدلی. 

    هر چا چې د کورنۍ د غړیو د راوستلو غوښتنه کوله باید لږ تر لږ له تېرو شپوږ میاشتو په یاد ایالت کې اوسېدلی وای او هلته په رسمي توګه ثبت وای. سربېره پر دی د کورنۍ د راوستونکي غړي لګښتونه یې باید تر پنځو کلونو پورې په خپله غاړه اخیستی وای. د دې تر څنګ یې د روغتیایي بېمې پیسې د دولت له خوا ورکول کېدې خو د درملنې لګښتونه یې بیا هم باید په خپله ورکړي وای.‌

      د افغان کډوالو د منلو ایالتي پروګرامونو ته د غوښتلیک لېږل یوازې د ۲۰۲۴ز کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې ممکن وو. د غوښتلیک او اړوندو سندونو سپارل د مربوطه ایالت د کډوالو چارو ادارې ته کېده. له امنیتي چک او د هویت له تثبیت وروسته مو که چېرې ټول شرایط پوره کړي وای د منلو وروستی سند درکول کېده او بیا مو باید په پاکستان یا ایران کې د ویزې غوښتنه کړې وای.‌

        دا پروګرامونه د لنډ مهال لپاره وو، تر څو په افغانستان او ګاونډیو هېوادنو کې هغه کسان چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ وو، مرسته وشي او جرمني ته راوستل شي.‌ متاسفانه چې د اوس لپاره دا پروګرامونه په بشپړه توګه بند دي.‌ تر اوسه پورې دقیق شمېر نه دی خپور شوی چې څومره افغانان د دغو ایالتي پروګرامونو له لارې جرمتي ته راغلي دي.

          په فورم کې زموږ ټولنه

          هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

          فورم ته دوام ورکړئ

          ځای پر ځای ملاتړ

          د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

          سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
          یو پروژه د
          • medienmacher
          • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
          • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
          • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
          تميلوونکي:
          • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو