د استوګنې لنډمهالی سند - Aufenthaltsgestattung

Aufenthaltsgestattung
اوسمهالیز 17.05.2023

په جرمني کې نويو راغلو مهاجرو ته کوم سند ورکول کيږي؟

کله چې په جرمني کې د مهاجر په توګه ثبت شئ، تاسې ته به د رارسېدنې سند (Ankunftsnachweis) درکړل شي. کله چې په رسمي ډول د پنا غوښتنه وکړئ، د استوګنې لنډمهالی سند (Aufenthaltsgestattung) به درکړل شي. دا سند ستاسې د پنا د غوښتنې د پروسې تر پايه معتبر دی. تر هغه مهاله چې له دې دواړو سندونو يو لرئ، بايد ډېر قوانينو ته پام وکړئ ځکه پر تاسې ډېر محدوديتونه پلي کيږي. دلته به ولولئ چې تاسې په دې موده کې کوم حقونه او مسؤوليتونه لرئ.

د پنا غوښتنې پروسه څه ډول پر مخ ځي؟

د پناغوښتنې خدمتونه

پناغوښتونکي له دولت څخه مالي‌مرسته ترلاسه کوي. دې مرستې ته د پناغوښتنې خدمتونه (Asylbewerberleistungen) وايي. ټولو پناغوښتونکو ته خواراک، څښاک، پوښاک، بوټونه، د روغتيا ساتنې اړوند توکي او د کور سامانونه ورکول کيږي. د دې تر څنګ دوی ته جیب‌خرڅ (Taschengeld) هم ورکول کيږي څو د سيمکارت، بس ټيکټ يا نورو ورته توکو په شان اړين شيان پرې واخلي. دولت همدا ډول ستاسې د اوسېدنې د ځای کرايه هم ورکوي. دا چې د خوراک، څښاک، پوښاک او نورو اړونده توکو لپاره پیسې ترلاسه کوئ چې خپله يې واخلئ او يا يې دولت په خپله درکړي؛ ستاسې د اوسېدو له ځای سره اړه لري. په لومړنيو کمپونو کې دا شيان په مخامخ ډول خپله ورکول کيږي خو که څوک په د کور په شان په بل استوګنځای کې اوسي؛ ښايي د پېرلو لپاره يې پیسې ترلاسه کړي. البته دا هم کېدای شي چې ځينې شيان په مخامخ ډول درکړل شي او د ځينو نورو لپاره پیسې درکړل شي. هر ايالت د دې کار لپاره بېل قوانين لري.

د پیسو اندازه بيا له نورو شيانو سره اړه لري. که څوک واده کړي وي او بچيان ولري؛ ډېرې پیسې ترلاسه کوي. هره مياشت له سوسيال څخه يو ليک ترلاسه کوئ چې د ترلاسه کېدونکو پیسو اندازه پکې ليکل شوي وي. که دا ليک ترلاسه نه کړئ؛ له خپل اړوند مامور سره خبرې وکړئ. که غواړئ پوه شئ چې دا سند او محاسبه يې سم دي که نه؛ له يوه مشورتي مرکز څخه مرسته وغواړئ. د پروازول پر وېبسایټ (proasly.de) په نږدې سيمه کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ.

يادونه: د پناغوښتنې د پروسې په دوران کې د ماشومانو پیسې يا کينډرګیلډ او د لويانو پیسې يا الټرن‌ګېلډ نه شئ ترلاسه کولای. البته د مراکش، تونس او ترکيې هغه اوسېدونکي چې د ټولنيزې بيمې اړوند لرونکې دنده لري؛ کولای شي د پناغوښتنې پروسې پر مهال هم د لويانو د پیسو غوښتنه وکړي.

روغتيايي پاملرنه

د روغتيايي پاملرنې خدمتونه په جرمني کې ستاسې د اوسېدنې له مودې سره تړاو لري. هغه کسان چې له ۱۸ مياشتو کم پاته کيږي؛ د بېړنۍ درملنې له خدمتونو برخمن کيږي. هغه کسان چې په جرمني کې له ۱۸ مياشتو زيات وخت تېروي؛ د دولتي روغتيايي بيمې عادي له خدمتونو ګټه اخستلای شي. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ (د کډوالو لپاره روغتيايي خدمتونه) څپرکی وګورئ.

کار، حرفوي زده‌کړې او لوړې زده‌کړې

د پنا غوښتنې د پروسې په دوران کې د آزاد کار اجازه نه لرئ. که غواړئ عادي کار يا دنده ترلاسه کړئ؛ بايد لومړی د کار اجازه ولرئ. په دې اړه زيات مالومات د کار اجازه په څپرکي کې لوستلای شئ.

البته دا کسان د زده‌‌کړو کولو اجازه لري. په دې اړه نور مالومات زموږ د زده‌کړو په څپرکي کې ولولئ. د دې تر څنګ د ښوونځيو اوسبیلډونګ يا حرفوي زده‌کړې هم پیلولای شئ. د کاري اوسبیلډونګ لپاره بيا د کار اجازې ته اړتيا لرئ. په دې اړه نور مالومات د حرفوي زده‌کړو په څپرکي کې ولولئ.

وړکتون او ښوونځي

 اصولو له مخې ستاسې ماشومان حق لري چې په يوه وړکتون کې شامل شي. بېلابېل ايالتونه په دې اړه يو له بله بېل قوانين لري. دا چې د کډوالو او پناغوښتونکو ماشومان څه وخت وړکتون ته تلای شي؛ په دې قوانينو کې په نښه کيږي. د دې تر څنګ کولای شئ په خپله سيمه کې له يوې مرستندويې يا مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ او مرسته ترلاسه کړئ. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ د وړکتون په څپرکي کې لوستلای شئ.

د جرمني د قوانينو له مخ هغه ماشومان چې عمر يې له شپږو کالو لوړ وي؛ بايد ښوونځي ته ولاړ شي. بېلابېل ايالتونه په دې اړه يو له بله بېل قوانين لري. دا چې د کډوالو او پناغوښتونکو ماشومان څه وخت ښوونځي ته تلای شي؛ په دې قوانينو کې په نښه کيږي. د دې تر څنګ کولای شئ په خپله سيمه کې له يوې مرستندويې يا مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ او مرسته ترلاسه کړئ. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ د ښوونځي په څپرکي کې لوستلای شئ.

د يوځای کېدونې يا انټګراڅيون کورسونه

په دې اړه بشپړ مالومات د انټګراڅيون يا يوځای‌کېدنې کورسونه په څپرکي کې لوستلای شئ.

د استوګنې ځای

د ثبت پر مهال به دا هم په ډاګه شي چې تاسې به په کوم ښار کې ژوند کوئ. د اوسېدو د ځای يا ښار ټاکل د مامورينو کار نه بلکې د کمپيوټري سيستم دنده ده. دا سيستم پوهيږي چې په کومو لومړنيو کمپونو يا هایمونو کې خالي ځای شته او کوم ښار ستاسې د وطن اړوند کسانو مسؤول دی. کډوال نه شي کولای د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي. که څوک په يوه ځانګړې سيمه کې د اوسېدو لپاره کوم غوره دليل ولري (د بېلګې په توګه ناروغ پلار يې هلته اوسيږي)؛ کولای شي هلته د لېږدېدو لپاره له يوه مشورتي مرکزه مرسته وغواړي. د پروازول پر وېبسایټ (proasly.de) په نږدې سيمه کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ.

جرمني ته دراتګ په لومړنيو مياشتو کې بايد په رارسېدنې په لومړنيو استوګنځايونو کې واوسئ. دا ځايونه د هغو کډوالو لپاره دي چې جرمني ته راځي. د اصولو له مخې له ۱۸ مياشتو وروسته به يوه بل استوګنځای ته ولېږدول شئ. دا استوګنځای ښايي يو هايم يا کور وي او ښايي په بل ښار کې موقعيت ولري. د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراض چندان ګټه نه لري. که څوک په يوه ځانګړې سيمه کې د اوسېدو لپاره کوم غوره دليل ولري (د بېلګې په توګه ناروغ پلار يې هلته اوسيږي)؛ کولای شي هلته د لېږدېدو لپاره له يوه مشورتي مرکزه مرسته وغواړي. د پروازول پر وېبسایټ په نږدې سيمه کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ.

هغه کسان چې د کډوالو لپاره ځانګړې مرستې ترلاسه کوي؛ نه شي کولای د اوسېدو هغه ځای بدل کړي چې لومړی هلته لېږل شوي دي. په بله وينا د سوسيال او جاب‌سنټر د مرستو ترلاسه کوونکي نه شي کولای د خپل اوسېدو ښار يا سيمه بدله کړي. که څوک په يوه ځانګړې سيمه کې د اوسېدو لپاره کوم غوره دليل ولري (د بېلګې په توګه ناروغ پلار يې هلته اوسيږي)؛ کولای شي هلته د لېږدېدو لپاره له يوه مشورتي مرکزه مرسته وغواړي. د پروازول پر وېبسایټ په نږدې سيمه کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ.

په ځينو ايالتونو کې پناغوښتونکي اجازه لري چې د ځان لپاره يو کور ومومي. دا چې ستاسې ايالت يا سيمه‌ييز چارواکي هم د دې کار اجازه ورکوي که نه؛ کولای شئ په يوه مشورتي مرکز کې پوښتنه وکړئ. البته د کور موندل ستونزمن دي. په دې اړه زيات مالومات زموږ د (کرايي کورونه) په څپرکي کې موندلای شئ.

سفر کول

جرمني ته له راتګ وروسته په لومړيو دريو مياشتو کې او همدا شان هغه مهال چې په لومړنيو کمپونو کې اوسېږئ؛ د جرمني په د ننه کې هم د سفر کولو اجازه نه لرئ. د دې مانا دا ده چې د خپل ښار پرېښولو اجازه نه لرئ. دا قانون د (Residenzpflicht) په نوم ياديږي. که خپل ښار د يوه مهم کار يا ملاقات له کبله پرېښودل غواړئ؛ بايد له د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) له مسؤولينو اجازه ترلاسه کړئ. البته که له يوې دولتي ادارې يا محکمې له لوري وغوښتل شئ؛ دې اجازې ته اړتيا نشته. پر دې مهال یوازې بمف يا د بهرنيانو چارو ادارو ته په ليکلي ډول خبر ورکول بسنه کوي. که څوک له اجازې پرته خپل ښار پرېږدي او ګير شي؛ بايد جريمه ورکړي. که څوک ډېر ځله دا ډول ګير شي؛ ښايي جريمه يې ډېره لوړه شي او يا هم زندان ته ولاړ شي. دا ډول سزا ښايي بيا وروسته د استوګنې د اجازې ترلاسه کولو پر مهال ستونزه جوړه کړي.

د پناغوښتنې د پروسې پر مهال له جرمني بهر ته د سفر اجازه نه لرئ. په دې اړه ډېر مالومات زموږ په بل څپرکي (بهر ته سفر) کې لوستلای شئ.   

مهم

که د پناغوښتنې د پروسې پر مهال له يوه کوره بل ته کډه وکړئ او يا د اوسېدو ځای بدل کړئ؛ خامخا بمف (BAMF) ته د خپلې پتې په اړه خبر ورکړئ. که دا کار ونه کړئ؛ ښايي ځينې مهم پوسټونه او د ملاقات وختونه له لاسه ورکړئ. بمف ته د دې نمونوي (Muster) ليک په وسيله خبر ورکولای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: