عایشه تونچا
اېډېټره
عايشه تونچا په استانبول کې زېږېدلې او د سبانجي پوهنتون د کلتوري مطالعاتو له څانګې فارغه شوې ده. وروسته يې د ايټاليا په فلورانس کې د لورنزو دېمديچي انستيتيوت د سينما په برخه کې زدکړې کړې دي.
عايشې په استانبول کې ځو ځايه د سمونګرې، ژباړونکې او توليد د مديرې په توګه کار کړی دی. په ۲۰۱۲ کال کې يې د ترکيې د لومړني مستند ټلويزيوني چينل (İZ TV) سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې برلين ته تر لېږدېدلو پورې يې له شپېتو زيات مستند فلمونه توليد کړل.
هغې په برلين کې د فلم او مستند جوړوونکې په توګه کار ته دوام ورکړ او ۲۰۱۸ کال جنوري کې له هنډبوک جرمني ټوګېدر سره یوځای شوه.
له ۲۰۱۸ کال راهيسې عايشه تونچا د ترکي ژبې د سمونګرې په توګه کار کوي او هيله لري چې جرمني ته له ټولو راتلونکو ترکژبو سره له دې لارې مرسته وکړي.