کورونا وايروس او ټولنيز ژوند

اوسمهالیز 30.08.2022

د کورونا د بحران پر مهال ټولنيز ژوند څه ډول دی؟

په جرمني کې د کورونا له زيات شمېر پېښو سره سره، ډېر بنديزونه له منځه تللي دي. د ۲۰۲۲ کال د سپمتبر مياشتې تر درويشتمې نېټې پورې، په ټول جرمني کې د لومړني يا اساسي خونديتوب (Basis-Schutz) او د کورونا د لوړو پېښو مرکزونه (Corona-Hot-Spot Regelung) قوانين پلي کيږي. فدرالي ايالتونه په خپله د لوړو پېښو سيمې په نښه کوي او د هغو لپاره د کورونا ځانګړي قوانين پلي کوي.

 البته ښايي دا حالت هره شېبه بدل شي. دا چې دا مقررات څه دي او څه ډول بايد عملي وشي، دلته په دې اړه مالومات درکوو.

په څه بايد وپوهېږم؟

د اساسي خونديتوب (Basis-Schutz) او د کورونا د پېښو مرکزونه (Corona-Hot-Spot Regelung) څه ته وايي؟

په جرمني کې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر مياشتې تر ۲۳مې نېټې پورې د اساسي خونديتوب (Basis-Schutz) او د کورونا د پېښو مرکزونه (Corona-Hot-Spot Regelung) په نوم قوانين پلي کيږي. البته ايالتونه کولای شي ځينې ځانګړي قوانين هم ولري.

اساسي خونديتوب

د دې مقررې په وسيله د تر ګواښ لاندې کسانو د خوندي کولو هڅه کيږي او د دې کار لپاره د بېلګې په شان د واټن ساتلو او ماسک اغوستلو مکلفيت يادولای شو.

د کورونا د پېښو مرکزونه

ايالتونه کولای شي په هغو سيمو کې ځانګړي قوانين پلي کړي، چېرې چې ډېر کسان په کورونا اخته کيږي او دې سيمو ته د کورونا د‌ پېښو مرکزونه وايي. په دې مرکزونو کې ښايي د 2G، 3G، يا 2G پلس قوانين پلي شي. په خپل ايالت کې د قوانينو په اړه (www.bundesregierung.de) وېبسایټ وګورئ.

 

د3G, 2G, 2G Plus  قوانين په لاندې ډول دي:

  • 3G: واکسين شوي، له کورونا رغېدلي او يا د کورونا د چټک ټېسټ منفي پايله درلودونکي؛
  • 2G: واکسين شوي او له کورونا رغېدلي؛
  • 2G Plus:  د کورونا له منفي ټېسټ سره له کورونا رغېدلي او يا د کورونا له منفي ټېسټ سره واکسين شوي. د بوسټر يا درېيم واکسين ترسره کوونکي اړ نه دي چې اضافي ټېسټ وکړي.
طبي ماسکونه بايد چېرته واغوستل شي؟

طبي ماسکونه (FFP2) يا (OP) ماسکونو ته وايي او په لاندې ځايونو کې يې اغوستل لازمي دي:

  • د ډوچه بان د اوږده واټن په ټرېنونو (Fernverkehr) کې. په دې مانا چې په ICE ټرېنونو کې بايد طبی ماسک وکاروئ. په سيمه‌ييزو ټرېنونو کې د ماسک اچولو پرېکړه له هر ايالت سره اړه لري.
  • په هغو الوتکو کې چې له جرمني الوزي او يا په جرمني کې راکوزيږي.
  • په ځينو ايالتونو کې ښايي بېل قوانين پلي شي. په خپل ايالت کې د قوانينو په اړه (www.bundesregierung.de) وېبسایټ وګورئ.

 

چېرته د کورونا د ټېسټ پايله غوښتل کيږي؟

اوس په جرمني کې عامه ځايونو ته د تللو پر مهال د کورونا د ټېسټ پايله نه غوښتل کيږي خو په ځينو ايالتونو کې ښايي قوانين توپير وکړي. ځکه نو ځينو غونډو يا پالنځايونو ته د ورتګ پر مهال ښايي ټېسټ وغوښتل شي. د يادونې وړ ده چې اوس د کورونا د چټک ټېسټ لپاره ۳ یورو غوښتل کيږي خو د ځينو کسانو لپاره لا هم وړيا دی. . په خپل ايالت کې د قوانينو په اړه (www.bundesregierung.de) وېبسایټ وګورئ.

د واکسينو ډيجيټل سند له کومه ځايه ترلاسه کولای شم؟

که واکسين مو بشپړ شوي وي، کولای شئ د واکسينو د کتابچې او يا د واکسينو د بشپړېدو له سرټيفيکېټ سره يې ثابته کړئ. له دې پرته، د واکسينو ډيجيټل پاس يا سند هم ترلاسه کولای شئ. کله چې واکسين بشپړ شي، وروسته بيا هلته يو (QR-Code) ترلاسه کوئ او کولای شئ بيا يې د کورونا (Corona-Warn-App) يا (CovPass-App) کې سکن کړئ او اړوند ډيجيتل سند ترلاسه کړئ. که په ټليفون کې دا سرټيفيکېت نه لرئ او يا نه غواړئ، کولای شئ د خونديتوب کارت (Immunkarte) ترلاښه کړئ. دا کارت له (immunkarte.de) وېبسایټ څخه په انلاين ډول هم ترلاسه کولای شئ او لس يورو لګښت لري.

 که چا دا کوډ نه وي ترلاسه کړی، کولای شي په خپله سيمه کې يوه درمتلون ته ورشي او هلته يې ترلاسه کړي. دا چې په کوم درملتون کې دا کوډ ترلاسه کولای شئ، (mein-apothekenmanager.de) وېبسایټ وګورئ.

مهم: د واکسينو ډیجيټل سند يا د واکسين شوو کسانو حالت، د دوهم دوز له بشپړولو وروسته یوازې د ۹ مياشتو لپاره معتبر دی. له هغه وروسته بايد د تقويتي واکسينو له مخې نوی شي.

دولتي او نادولتي ادارې پرانستې دي؟

ډېرې دولتي او نادولتي ادارې پرانستل شوې دي خو ځينې لا ښايي بندې وي او له دې ډلې ډېرې يې خپل کارونه په انلاين توګه پر مخ وړي. که په کومه اداره کې مو ترمين درلود او يا اوس کومه ستونزه لرئ؛ د اړونده ادارې وېبسایټ وګورئ او مالومات ترلاسه کړئ.

ماشومان ښوونځيو او وړکتونونو ته تلای شي؟

ښوونځي:

اوس مهال په جرمني کې ټول ښوونځي نورمال فعالیت کوي. که پوښتنه لرئ، غوره به وي چې په دې اړه له خپل ښوونځي څخه هم مالومات واخلئ. دا چې په ښوونځي کې د ښوونکو يا زده‌کوونکو لپاره د ټېسټ اړتيا شته او که نه، له هر ايالت سره اړه لري.

په عمومي توګه په ټول جرمني کې د کرنتين قانون عملي کيږي چې له مخې يې کورونا شوی کس او په ټولګي کې يې تر څنګ ناست کسان کرنتين کيږي. په کورونا د ککړ شوي‌کس ل‍پاره دا کرنتين د ۵ ورځو لپاره دی او د کورونا د منفي ټېست له پايلې سره يې پای ته رسولای شي.

 

وړکتونونه:

اوس مهال په جرمني کې ټول وړکتونونه نورمال فعالیت کوي. که پوښتنه لرئ، غوره به وي چې په دې اړه له خپل وړکتون څخه هم مالومات واخلئ. که د چا ماشوم د کورونا له کبله وړکتون ته نه شي تلای، کولای شي د ماشومانو د ناروغۍ پیسې واخلي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (کورونا وايروس او کار) کې لوستلای شئ.

د واکسين شوو او جوړو شوو کسانو لپاره کوم قوانين پلي کيږي؟

پر هغو کسانو چې د کورونا وایروس بشپړ واکسين يې کړې وي او يا د کورونا له ناروغۍ رغېدلې وي، له اساسي خونديتوب پرته کوم ځانګړي قوانين نه پلي کيږي. د کورونا د ډېرو پېښو په هغو مرکزونو کې چې بېل قوانين پلي کيږي، ښايي ياد شوي کسان له ځينو بنديزونو خلاص وي.

هغه واکسين شوي کسان چې د واکسينو له دوهم دوز څخه يې ۱۴ ورځې وخت وتلی وي، د واکسين شوو کسانو سند، د واکسينو کارت او د واکسينو ډيجيټل پاس یا د خونديتوب کارت ترلاسه کوي. همدا شان هغه کسان چې په تېرو ۳ مياشتو کې کورونا شوې وي او بېرته لږ تر لږه ۲۸ ورځې وړاندې يې د کورونا ټېسټ بېرته منفي شوی وي، له کورونا روغ شوي کسان بلل کيږي.

مهم: د ناسمو او جعلي واکسين کارتونو يا ټېسټ پايلو کارول جرم دی او ښايي د جريمې تر څنګ د زندان په شان سزا هم ورکړل شي. د دې تر څنګ دا ډول کړنې د استوګنې پر اجازه هم منفي اغېز لري.

يادونه: دوهم ځل واکسين يوازې درې مياشتې معتبر دي او بيا بايد بوسټر واکسين وشي. ماشومان بيا تر ۶ مياشتو وخت لري. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د کورونا واکسين) کې ولولئ.

د ژبې کورسونه پرانستي دي؟

اوس مهال د ژبو ځينې کورسونه لا هم تړل شوي دي او درسونه يې انلاين دي. ځينې نور بيا خلاص شوي دي او درسونه يې پيل شوي دي. په دې اړه له خپل اړوند ښوونځي څخه نور مالومات ترلاسه کولای شئ.

زموږ په بل څپرکي (د جرمني ژبې زدهکړه) کې د ژبو د زدکړې لپاره ډېر انلاين لېنکونه موندلای شئ.

څه ډول کولای شم له خپلو ماشومانو سره په زده‌کړه کې مرسته وکړم؟

له ماشومانو سره د زده‌کړو لپاره ځينې فرصتونه شته:

  • پر (www.lern-fair.de) وېبسایټ له لومړي ټولګي څخه ټول زده‌کوونکي کولای شي له مرسته کوونکو څخه په درسونو کې وړيا زده‌کړه وکړي. دا تدريس په ويډيويي بڼه دی او په ډېرو ژبو کېدای شي.
  • له (klicksafe.de) وېبسایټ څخه هم د زده کړو لپاره مرسته او مواد ترلاسه کېدای شي. پر دې وېبسایټ ځينې محصلان د ښوونځيو زده‌کوونکو ته د ويډيويي اړيکې له لارې درس ورکوي.
اوس مهال کوم دوکانونه پرانستي دي؟

اوس مهال، کابو ټولې هټۍ او مارکېټونه پرانستل شوې دي او هېڅ ډول بنديز نشته. البته بيا هم د لاسونو پاکولو او واټن په شان طبي لارښوونې په پام کې نيول کيږي.

دا چې په کومو ځايونو کې د ماسک اچول او يا د کورونا ټېسټ ترسره کول لازمي دي، په هر ايالت کې توپير کوي. د فدرال حکومت پر وېبسایټ د ايالتونو او قوانينو لېست يا مالومات کتلای شئ.

يادونه: که کوم ځای د کورونا د ډېرو پېښو مرکز يا کورونا هاټ سپاټ وګڼل شي، هلته ښايي بېل قوانين پلي شي.

مشورتي ادارې لا هم خلاصې دي؟

د کورونا د بحران له کبله لا هم ځينې مشورتي ادارې تړلې دي. په معمول ډول له دوی سره د خبرو يا مشورې کولو لپاره بايد مخکې له مخکې ترمين واخستل شي. البته ځينې يې لا هم د ټليفون او برېښناليک له لارې مشوره درکوي. زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو پر پاڼه د ډېرو مشورتي ادارو پتې پلټلای او موندلای شئ.

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ، خپل ډاکټر او يا په خپله سيمه کې روغتيايي مرکز ته خبر ورکړئ. په ياد مو وي ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. د خپلې سيمې اړوند روغتيايي مرکز د رابرت کوخ انستيتيوت پر وېبسایټ موندلای شئ.

Partner-Logos PS

يوه پروژه د:
تمويل: