کورونا وایروس او دولتي مرستې

Das Bild zeigt einen Mann auf einer Straße in einer großen Stadt. Er zieht hinter sich einen orangen Einkaufstrolley und trägt eine FFP-Schutzmaske.
اوسمهالیز 13.04.2023

د جرمني دولت د کورونا د بحران پر مهال کومې مرستې کوي؟

په جرمني کې لا هم کورونا شته او په اړه يې تازه مالومات راځي،کوم چې زموږ ورځنی ژوند او کار اغېزمنوي. له همدې کبله دولت په ځانګړو برخو کې له خلکو سره مرسته کوي. دلته به د کورونا پر مهال د حکومتي مرستو په اړه ټول مالومات ولولئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

که څوک له کاره منفک شي او يا يې عايد کم شي؛ څه کولای شي؟

که څوک هېڅ او يا لږ عايد ولري، کولای شي د ځانګړو شرطونو په پوره کولو د بېکارۍ د پیسو (Arbeitslosengeld) يا د اړمنو کسانو پیسو (Bürgergeld) غوښتنه وکړي.

د بېکارۍ لومړی ډول پیسې

که چا په تېرو ۲۴ مياشتو کې لږ تر لږه ۱۲ مياشتې کار کړی وي او د جرمني د ټولنيزو بيمو او بېکارۍ د پیسو ونډه يې ورکړې وي؛ کولای شي د بېکارۍ پیسو د لومړي ډول غوښتنه وکړي. د دې پیسو غوښتنه د خپلې اړوندې کار ادارې (Arbeitsagentur) څخه کولای شئ. د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ مياشتې له پيل راهیسې په انلاين ډول هم خپل ځان د کار له ادارې سره د بېکاره کس په توګه ثبتولای شئ. ستاسې د کار شرکت کولای شي ستاسې د بېکاره کېدو په صورت کې په دې اړه اړين مالومات درکړي. د منفکېدو يا کاري تړون لغوه کېدو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې ولولئ.

د اړمنو کسانو پیسې (Bürgergeld)

که چا له ۱۲ مياشتو زيات د ټولنيزو بيمو له ورکړې سره کار نه وي کړی؛ کولای شي له جاب‌سنټر څخه د اړمنو کسانو پیسو غوښتنه وکړي. د اړمنو کسان پیسې چې بورګرګېلډ ورته وايي، د جاب‌سنټر له لوري د ژوند د لومړنيو اړتياوو پوره کولو لپاره مرسته ده. دا مرسته د خوړو، جامو، د پاکوالي وسيلو او نورو شيانو ترلاسه کولو لپاره ورکول کيږي. اوس مهال يو مجرد يا يوازې اوسېدونکی کس هره مياشت شاوخوا ۵۰۲ يورو (۲۰۲۳ کال) ترلاسه کوي. ماشومان د هغوی عمر ته په کتو له ۳۱۸ تر ۴۲۰ یورو  پورې ترلاسه کولای شي. جاب‌سنتر همدا شان د کور کرايه، د ګرمو اوبو او کور ګرمېدو د پیسو تر څنګ د کور د جانبي لګښتونو (Nebenkosten) پیسې هم ورکوي.

په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (جاب‌سنټر) کې ولولئ.

پاملرنه: اوسمهال جاب‌سنټر د کور او کرايې د اندازې پوښتنه نه کوي. همدا شان دا نه پوښتي چې شتمني مو څومره ده. دا قانون د د تاييد شوې مودې لپاره د ۲۰۲۳ کال د دسمبر مياشتې تر پايه پورې معتبر دی. د کور کرايه کولو لپاره خپله غوښتنه دلته ثبتولای شئ.

جاب‌سنټر د کورونا له کبله اضافه پیسې ورکوي؟

اوس مهال جاب‌سنټر د کورونا له کبله ځانګړې مرسته نه ورکوي. که پیسو ته اړتيا لرئ، لاندې فرصتونه وکاروئ:

·       که اړتيا وي کولای شئ چې له جاب‌سنتر څخه په يوه مياشت کې سل اضافي يورو ترلاسه کړئ خو په بله مياشت کې به سل يورو کمې درکړل شي.

·       له جاب‌سنتر څخه د قرضې غوښتنه هم کولای شئ. دوی بيا هره مياشت ستاسې له پیسو څخه لس سلنه کموي او د قرضې په پیسو کې يې مجرا کوي. دا کار تر هغه وخته کيږي چې د قرضې ټولې پیسې مجرا شي. که څوک کار پيدا کړي؛ بيا بايد له خپل معاشه دا قرضه بېرته ورکړي.

مهم: که له جاب‌سنټر څخه پیسې ترلاسه کوئ او ماشوم مو د زده‌کړو لپاره لپټاپ يا بل څه ته اړتيا لري، کولای شئ له خپل اړوند جاب‌سنټر څخه د خپل ماشوم لپاره ۳۵۰ ترلاسه کړئ او هغه ته یو تبلېت يا کمپيوټر واخلئ. دا وسيله بايد د ماشوم د کور زده‌کړو لپاره اړينه وي او له اړوند ښوونځي څخه بايد په دې اړه يو سند ترلاسه کړئ. د ښوونځي د سند او جاب‌سنټر د غوښتنليک بېلګې پر (www.jobcenter-ge.de.) وېبسایټ موندلای شئ. که د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ مياشتې وړاندې مو بل لپ‌ټاپ يا بله وسيله ترلاسه کړې وي، اوس بيا کولای شئ غوښتنه وکړئ. البته دا قانون د هغو کسانو لپاره دی چې لږ عايد ولري او يا هېڅ عايد ونه لري.

که له سوسيال څخه مرسته ترلاسه کوئ، بيا هم کولای شئ د خپل ماشوم لپاره د لپټاپ يا تبلېت اخستلو غوښتنه وکړئ. تر اوسه په دې اړه ځانګړی قانون نشته خو په عمومي توګه د جاب‌سنټر مرسته ترلاسه کوونکو په شان تاسې هم دا حق لرئ. که غوښتنه مو رده شي، له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ. په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره پر (jugendmigrationsdienste.de) موندلای شئ. دوی ستاسې ټليفوني اړيکې يا برېښناليک ته هم ځواب درکوي.

که کوم محصل خپله څنګيزه دنده له لاسه ورکړي؛ مرسته ورسره کيږي؟

د هغو محصلانو لپاره چې د کورونا له کبله خپله دنده له لاسه ورکوي، د مالي مرستې کوم بل پروګرام نشته. دوی ته د بېکارۍ او يا لنډمهالې بېکارۍ پیسې هم نه ورکول کيږي. البته لاندې کسان استثنا دي:

·       هغه محصلان استثنا دي چې له وخت وروسته زده‌کړه (Teilzeitstudierende) کوي او يا يې تر اوسه هره اونۍ له شل ساعتونو زيات کار کړی وي او ټولنيزې بيمې يې ورکړې وي. دې کسانو ته د لنډمهالې بېکارۍ  او يا د عادي بېکارۍ پیسې (Arbeitslosengeld) ورکول کيږي.

·       هغه محصلان چې بافوګ نه شي ترلاسه کولای او اوس يې دنده هم له لاسه ورکړې وي يا يې عايد کم شوی وي؛ کولای شي له جاب‌‌سنټر څخه د مرستې غوښتنه وکړي. په عادي حالاتو کې دا کسان بايد د رخصتۍ سمستر (Urlaubssemester) واخلي خو اوس د کورونا بحران له کبله خبره بل ډول ده. له جاب‌سنټر څخه ترلاسه کېدونکې پیسې ښايي وروسته بېرته وغوښتل شي.

پاملرنه: هغه کسان جرمني ته د زده‌کړو لپاره په ويزه راغلي وي؛ د جاب‌سنټر مرسته نه شي ترلاسه کولای.

که څوک سملاسي پیسو ته اړتيا ولري:

دا کسان کولای شي د خپل محصلانو له ټولنې (Studierendenwerk) سره اړيکه ونيسي. په ځينو پوهنتونونو کې د محصلانو لپاره د مرستې صندوق شته او له کم‌خرڅه کسانو سره مرسته کوي. زموږ په بل څپرکي کې د محصلانو کار په اړه زيات مالومات موندلای شئ.

  • د يوې وروستۍ پرېکړې له مخې ټولو محصلانو ته هره مياشت ۶۵۰ يورو قرضه ورکول کيږي خو اوس يې سود غوښتل کيږي. په دې اړه نور مالومات پر (kfw.de.) لوستلای شئ.

·       له دې پرته د خوړو رسولو په شان په ځينو نورو شرکتونو کې هم محصلانو ته د کار فرصتونه شته. د محصلانو د کار په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د محصلانو کار) کې لوستلای شئ.

د يادونې وړ ده چې اوسمهال ډېر شرکتونه په کارکوونکو پسې ګرځي. بېکاره شوي محصللان کولای شي د خوړو رسولو له شرکتونو، سوپرمارکېټونو، د تېلو پمپونو او نورو سره د کار لټون وکړي. همدا شان په کرنيزو برخه کې هم ډېرو کارګرو ته اړتيا ده. پر (www.daslandhilft.de) وېبسایټ، د خپلې شاوخوا سيمې په فارمونو او شرکتونو کې د دندې لټون کولای شئ.

يادونه: د د بافوګ (BAföG) ترلاسه کوونکي محصلان او زده‌کوونکي بايد د لغوه شوو ازموينو له کبله د خپلې تحصيلي دورې د اوږدېدو اندېښنه ونه کړي. دوی کولای شي د بافوګ کارکوونکو ته خپله ستونزه روښانه کړي او د پاته وخت لپاره هم بافوک ترلاسه کړي. که داسې يوه جانبي دنده ولرئ چې د کورونا پر وړاندې په مبارزه کې ډېره مهمه وي، د بافوګ پیسې مو نه کميږي.

د کورونا او محصلانو په اړه د لا زياتو مالوماتو لپاره (jugend.dgb.de) وېبسایټ ته ورشئ.

سوداګر او د شرکتونو خاوندان د عايد کمېدلو پر مهال څه کولای شي؟

 د جرمني حکومت له شرکتونو سره بېلابېل مرستندوی پروګرامونه په پلان کې لري. دلته له دې ډلې د مهمو مرستو او پروګرامونو په اړه پوهېدلای شئ.

د اړمنو کسانو پیسو يا بورګرګېلډ غوښتنه

که ازاد کارکوونکي او کاروباريان اړين شرطونه پوره کړي، دا پیسې ورکول کيږي. د اړمنو کسانو يیسې چې بورګرګېلد يې هم بولي، د جاب‌سنټر له لوري د ژوند د لومړنيو اړتياوو پوره کولو لپاره مرسته ده. دا مرسته د خوړو، جامو، د پاکوالي وسيلو او نورو شيانو ترلاسه کولو لپاره ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (جاب‌سڼټر) لوستلای شئ.

د لنډمهالې بېکارۍ پیسو (Kurzarbeitergeld) غوښتنه

که شرکت يا کاروبار مو د کورنا له کبله تړل کيږي او يا محدوديږي، کولای شئ د لنډمهالې بېکارې لپاره د پیسو غوښتنه وکړئ. د لنډمهالې بېکارۍ مانا دا ده چې ټول يا یو څه کارکوونکي کار نه کوي او يا يې کاري وختونه رالنډ شوي دي. دا کارکوونکي له شرکت سره پاته کيږي‌ او د معاش يوه برخه ترلاسه کوي. دې برخې ته د لنډمهالې بېکارۍ پیسې وايي. دا پیسې د 12 مياشتو لپاره ورکول کيږي او اندازه يې د اصلي‌ معاش ۶۰ سلنه او د هغو کارکوونکو لپاره چې اولادونه لري، ۶۷ سلنه ده.

د لنډمهالې بېکارۍ ‍ پیسې د کار اداره ورکوي او د دفتري چارو اسانولو لپاره يې د کارکوونکو اړونده شرکتونو يا کار ورکوونکو ته ليږي. د دې پیسو غوښتنه پر (arbeitsagentur.de) کولای شئ.

د ماليې د سپکېدو غوښتنه (Steuererleichterungen beantragen)

که د کورونا بحران له کبله له مالي ستونزو سره مخ ياست؛ کولای شئ خپل مخکې ورکول کېدونکې ماليه (Vorauszahlungen) بيا تنظيم کړئ. د دې تر څنګ کولای شئ د ساعتونو په حساب د ماليې کمېدو غوښتنه وکړئ. په دې مانا چې کولای شئ دا مخکې ورکول کېدونکې ماليه بيا وروسته ورکړئ. په دې اړه له خپل مالي مشاور سره خبرې وکړئ.

د کورونا له کبله سږ کال کاروبارونه خراب شوي دي او د تېر کال په پرتله بايد لږ ماليه ورکړل شي. همدا شان کاروباريان او شرکتونه کولای شي تېر کال د ورکړل شوې ماليې يوه برخه بېرته ترلاسه کړي. دې طرحې ته (steuerlicher Verlustrücktrag) وايي او په د نورو مرسته په پرتله يې پیسې ژر ترلاسه کولای شئ.

د کورنيو لپاره کوم ډول مرسته شته؟

د ماشومانو د ناروغۍ پیسې: که د کورونا له کبله ښوونځي او وړکتونونه بند وي او ستاسې ماشومان ونه کړای شي هلته ولاړ شي، ښايي ميندې او پلرونه هم د دوی د پالنې لپاره پر کور پاته شي او کار ونه کړي. په داسې حالتونو د ماشومانو د ناروغۍ پیسو (Kinderkrankengeld) غوښتنه کولای شئ. په دې اړه نور مالومات په بل څپرکي (کورونا او کار) کې کتلای شئ.

د ماشومانو مرسته (Kinderzuschlag):

د لږ عايد لرونکې کورنۍ کولای شي هره مياشت د ماشومانو لپاره د اضافي مرستې (Kinderzuschlag (KiZ) له مخې تر ۲۲۹ يورو ترلاسه کړي. د دې پیسو اندازه ستاسې له عايد، لګښت، د کورنۍ له کچې او د ماشوم له عمر سره تړلې ده. د بېلګې په توګه د دوو ماشومانو لرونکې هغه کورنۍ چې د کور  ګرمه کرايه يې له ۶۹۰ يورو وي او ناخالص عايد يې د ۱٫۹۰۰ او ۴٫۳۰۰ يورو تر منځ وي؛ کولای شي دا مرسته ترلاسه کړي. له دې کسانو د وړکتونو فيس هم نه اخيستل کيږي او کولای شي د نورو تخفيفونو او مرستو غوښتنه هم وکړي.

دا چې تاسې د دې مرستې مستحق ياست که نه؛ کولای شئ د کورنيو بانک د ارزونې پر پاڼه (KiZ-Lotsen) يې وګورئ. د دې مرستې غوښتنه په انلاين توګه د کار ادارې پر وېبسایټ کولای شئ.

د خپل کور کرايه نه شم ورکولای؛ څه وکړم؟

د نوي قانون له مخې، که څوک د کورونا وايروس د رامنځته شوي بحران له کبله د خپل کور کرايه ورنه شي کړای؛ د کور خاوند حق نه درلود چې هغه له کوره وباسي او يا د کرايي‌ کور تړون لغوه کړي. دا قانون د ۲۰۲۰ د اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې، بيا د جون مياشتې تر ۳۰مې نېټې پورې معتبر و او نور نه غځول کيږي. د يادونې وړ ده چې په نه ورکول شوې کرايه يو څه سود ورزياتيږي او بيا بايد په راتلونکو دوو کلونو کې، يعني د ۲۰۲۲ کال د جون مياشتې تر ۳۰مې نېټې پورې په قسطونو کې ورکړل شوې وای. که دا کار ونه شي؛ د کور خاوند کولای شي تړون لغوه کړي.

يادونه: پام مو وي چې دا قانون په سوداګريزو کرايه کوونکو باندې هم پلي کيږي.

نه شم کولای خپل بېلونه تحويل کړم؛ څه وکړم؟

د کورونا د بحران له کبله د بېلونو پیسې تحويلولو ځنډول کېدای شوای. د بېلګې په ډول د برېښنا او ګاز بېلونه مو وروسته هم تحويلولای شوای. دا ځنډ هم ۲۰۲۰ کال د درې مياشتو اپرېل، مې او جون لپاره و او نور نه غځول کيږي.

که له بانکه مو قرضه اخيستي وي دا قانون په هغو هم پلی کيږي. که خپل بېلونه نه شئ پرې کولای، په خپله سيمه کې د مصرفوونکو مرکز (Verbrauchzentrale) له ادارو سره اړيکه ونیسئ.

که له دولته مرسته ترلاسه کړم؛ د استوګنې اجازې ته مې ستونزه جوړيږي؟

د استوګنې په اجازو کې داسې هم شته چې موده او دوام يې له کار او عايد سره تړلی دی. دا ډول کسان بايد د دولت له مرستې پرته د خپل ژوند لګښتونه پوره کړي. په دې ډله کې د زده‌کړو، اوسبیلډونګ او يا کار ويزو درلودونکي شامل دي.

دا کسان کولای شي د استوګنې اجازې له لاسه ورکولو پرته لاندې دولتي مرستې ترلاسه کړي:

  • د لنډمهالې بېکارۍ پیسې (Kurzarbeitergeld)
  • د بېکارۍ لومړی ډول پیسې (Arbeitslosengeld I)
  • د ماشومانو مرسته (Kinderzuschlag)
  • د والدينو پیسې (Elterngeld)
  • بافوګ (BAföG)
  • د حرفوي زده‌کړو مرسته (Berufsausbildungsbeihilfe / BAB)
  • د بوختيا مرسته (Unterhaltsvorschuss)
  • د ازادو کارکوونکو لپاره بېړنۍ مرسته (Unterhaltsvorschuss)
  • د کورونو پیسې (Wohngeld)، کله چې د کورونو له پیسو پرته د جاب‌سنټر مرستې  ترلاسه کولو حق ونه لرئ او يا په ډېر عمر کې د عايد کمېدلو سره د اساسي خونديتوب (Grundsicherung) مرسته ترلاسه نه کړای شئ.

که څوک لاندې مرستې ترلاسه کړي، د استوګنې اجازې ته يې ګواښ دی:

  • د اړمنو کسانو پیسې يا بورګرګېلډ او يا د ژوند لګښتونو پوره کولو لپاره د (SGB II) له مخې مرسته
  • د (SGB XII) له مخې په ډېر عمر کې د عايد کمېدلو سره د اساسي خونديتوب مرسته (Grundsicherung)
  • د (SGB XII) له مخې د ژوند لګښتونه
  • د پناغوښتنې قانون له مخې مرسته (Leistungen nach dem Asylbewerberleistungsgesetz)
  • د (SGB VIII) له مخې د بستري ځوانانو لپاره د ژوند لګښتونه (stationärer Jugendhilfe)
  • د کورنو پیسې (Wohngeld)، کله چې يوازې د کورونو پیسو له کبله د جاب‌سنټر مرستې ترلاسه کولو حق ونه لرئ او يا په ډېر عمر کې د عايد کمېدلو سره د اساسي خونديتوب (Grundsicherung) مرسته ترلاسه نه کړای شئ.

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ؛ ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. همدا شان کولای شئ د جرمني د ناروغيو خدماتي مرکز (۱۱۶۱۱۷) شمېرې ته هم زنګ ووهئ او د خپلې ناروغۍ په اړه مالومات ورسره شريک کړئ. د دې تر څنګ د خپل ايالت اړوند د کرونا بېړنۍ شمېرې ته هم ټليفون کولای شئ. که حالت ډېر خطرناک وي؛ ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ.

Ein Projekt von:
Dieses Projekt wird aus Mitteln des Asyl-, Migrations- und Integrationsfonds (AMIF) kofinanziert.

Gefördert durch: