کورونا وايروس – سفر او د استوګنې سند

Das Bild zeigt eine Frau in der Abflughalle eines Flughafens. Sie hat einen Rollkoffer.
اوسمهالیز 30.09.2022

جرمني ته د کورونا پر مهال د سفر او استوګنې سند په اړه مالومات

د کورونا له کبله د سفرونو په مقرراتو کې بدلونونه راغلي دي. ځينو هېوادونو ته ورتګ سخت دی او ډېر سرحدونه يا هوايي ډګرونه کنټروليږي. جرمني او اروپايي ټولنې ته د راتګ مقررات هم بدل شوي. د دې تر څنګ د استوګنې سندونو په اړوند قوانينو کې هم ځينې بدلونونه راغلي دي. دلته د کورونا پر مهال د سفر او استوګنې د سندونو په اړه بشپړ مالومات ترلاسه کولای شئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

کوم ځای ته په سفر بنديز دی؟

اوس هم کورونا شته خو بيا هم کولای شئ بهر ته سفر وکړئ. که غواړئ له جرمني بهر ولاړ شئ، بايد ځان ډاډه کړئ چې هغو هېوادونو ته د کورونا له کبله پر سفر بنديز نشته. د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د سفر د خبرداريو په اړه ټول مالومات پر (reopen.europa.de) وېبسایټ موندلای شئ. د بهرنيو چارو اداره پر خپل وېبسایټ په دې اړه تازه مالومات خپروي. البته تاسې هم کولای شئ د اړوندو هېوادونو له سفارتونو سره په دې اړه اړيکه ونيسئ او مالومات ترلاسه کړئ. د بهرنيو چارو ادارې پر وېبسایټ همدا شان د سفارتونو د اړيکې شمېرې يا پتې هم موندلای شئ.

همدا شان اوس هم ډېرو هېوادونو ته د سفر لپاره د کورونا ټېسټ منفي پايله او يا هم د واکسينو سند غوښتل کيږي. د اروپايي ټولنې غړو هېواونو ته د کورونا د واکسينو ډيجيټل پاس غوښتل کيږي. ځينې هېوادونه د ځينو فورمو ډکولو غوښتنه هم کوي. ښه به وي چې له سفر وړاندې په اړونده قوانينو ځان خبر کړئ.

اوس مهال ډېرو هېوادونو ته د سفر خبرداری لا هم پر ځای دی. د بهرنيو چارو وزارت پر پاڼه د دې هېوادونو لړ موندلای شئ.

هغه کسان چې غواړي خپل رخصت وغزوي او يا يې کنسل کړي؛ ښايي ځانګړي قوانين په پام کې ونيسي. په دې اړه زيات مالومات د مصرفوونکو د مرکز او د جرمني د اروپايي مالوماتو د مرکزونو پر وېبسایټونو موندلای شئ.

هغه کسان چې جرمني ته راځي، څه باید وکړي؟

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشتې له ۳۱مې نېټې وروسته اړتيا نشته چې جرمني ته د راتګ پر مهال د واکسينو سند ښکاره کړئ. همدا شان د کورونا ټېسټ هم نه غوښتل کيږي. البته که څوک د کورونا د ويروس د نوو بڼو له سيمو (Virusvariantengebiet) جرمني ته راځي، بايد د کورونا د ازموينې منفي پايله له ځان سره ولري. دا قانون د هغه چا لپاره هم دی چې واکسين يې کړي وي او يا له کورونا رغېدلي وي. د وايروس د نوو بڼو د هېوادونو لړ د رابرت کوخ انستيتيوت پر وېبسایټ موندلای شئ.

د اصولو له مخې د وايروس د نوو موندل شوو بڼو له خپرېدونکو سيمو (Virusvariantengebiet) څخه جرمني ته د راتګ اجازه نشته. له دې سيمو پر راتګ او ترانسپورت بنديز دی. په دې مانا چې دا کسان د الوتکې، موټر يا بس او نورو ترانسپورتي وسيلو په مرسته جرمني ته د راتګ او ننوتلو اجازه نه لري. د دې سيمو لړ د رابرت کوخ انستيتيوت پر وېبسایټ موندلای شئ. د لاندې کسانو لپاره په راتګ بنديز نشته:

  • جرمنيان او يا د جرمني پاسپورت درلودونکي.
  • د جرمني پاسپورت لرونکو د کورنيو غړي؛ که غواړي جرمني ته یوځای راشي.
  • هغه کسان چې سخته ناروغي لري او په جرمني کې درمنله کول غواړي او يا کومه بله سخته اړتيا لري.
  • په جرمني کې د کور يا استوګنې اجازې درلودونکي.
  • د روغتيايي يا ترانسپورتي کارکوونکو په شان د ځانګړو دندو درلودونکي.

 

البته دا کسان بايد د کورونا د ازموينې منفي پايله له ځان سره ولري. دا پايله بايد د سفر د پيلېدو پر مهال یوازې ۴۸ ساعته زړه وي. له دې پخوا ترلاسه شوې پایلې نه منل کيږي. . دا پايله بايد په جرمني، انګليسي يا فرانسوي ژبه وي. ياد شوي کسان بايد  پر (einreiseanmeldung.de) وېبسایټ ځانونه راجستر کړي. پر دې وېبسایټ بايد د خپلو واکسينو، ازموينې يا روغتيا سندونه هم ثبت کړئ. له رارسېدو وروسته بايد د ۱۴ ورځو لپاره کرنتين شئ او د ماتولو اجازه يې نه لرئ. دا قانون د هغو کسانو لپاره هم دی چې واکسين يې کړي وي او يا له کورونا رغېدلي وي.

هغه کسان چې د وايروس د نوو بڼو د هېوادونو له لارې جرمني ته راځي او هلته نه پاته کيږي (د ترانزيت له لارې راتلونکي کسان) له خطرناکو هېوادونو څخه د راغلو کسانو په شان چلند نه ورسره کيږي.  په بله وينا، د ناخطرناکو هېوادونو هغه اوسېدونکي چې پر لاره يې په ډېر خطرناک يا د وايروس د نوې بڼې په هېواد کې له ۲۴ ساعتونو کم وخت تېر کړی وي، کرنتين ته اړتيا نه لري.

په ياد مو وي چې په ځينو ايالتونو کې د کورونا ځانګړي قوانين پلي‌کيږي. ښه به وي چې مخکې له مخکې له خپل اړوند شرکت، ادارې يا کار درکوونکي سره  د کرنتين او کار شرايطو په اړه خبرې وکړئ. د هر ایالت د کرنتين د شرايطو په اړه مالومات پر (bundesregierung.de) وېبسایټ کتلای شئ. 

څنګه کولای شم د خپلې استوګنې د اجازې وخت تمديد کړم؟

د کورونا وبا د بحران له کبله د نورو ادارو په شان، د اوسلنډربېهورده دفترونه تړل شوي وو خو اوس کابو ټول پرانستل شوي دي. ښه به وي چې د خپلې سيمې اړونده اوسلنډربېهورده پر (bamf.de) وېبسایټ وګورئ او په اړه يې مالومات ترلاسه کړئ. که د استوګنې د عادي اجازې سندونه د اوس لپاره درنه کړل شي، اوسلنډربېهورده به تاسې ته د لنډ مهال لپاره د (Fiktionsbescheinigung) په نوم يو سند د پوست له لارې درولېږي او کله چې دا بحران ختم شي؛ کولای شئ په عادي ډول پروسه پر مخ يوسئ.

که له ستونزې سره مخ ياست او يا مو هېڅ سند نه وي ترلاسه کړی، کولای شئ له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ. په خپله سيمه کې د مشورتي ادارو پتې دلته موندلای شئ.

 

زما د ویزې موده په جرمني کې د اوسیدو پرمهال پای ته ورسېده؛ څه بايد وکړم؟

که کورونا د بحران له کبله مو د ويزې وخت پوره شوی وي او نه شئ کولای بېرته ولاړ شئ، بايد وخت يې تمديد کړئ. د دې کار لپاره تر ټولو نږدې اوسلنډربېهورده ادارې ته له ټولو مالوماتو (لکه نوم، د زېږېدو نېټه او نور) سره يو برېښناليک ولېږئ او يا هغوی ته ټليفون وکړئ او د ويزې د وخت د تمديد غوښتنه وکړئ. د خپلې سيمې اړونده اوسلنډربېهورده پر  (bamf.de)  وېبسایټ موندلای شئ.

پاملرنه: که د استوګنې اجازه يا ويزه مو له کار سره تړلې وي او اوس کار له لاسه ورکړئ؛ بايد جرمنی پرېږدئ. که دا کار ناشونی وي؛ ښايي د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ درکړل شي. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (ډولډونګ) کې لوستلای شئ.

زما د ویزې موده په جرمني کې د اوسیدو پرمهال پای ته ورسېده؛ څه بايد وکړم؟

تاسې بايد د نوې ويزې غوښتنه وکړئ. د کورنۍ د غړو راوستلو، زده‌کړو او ... ويزا (D-Visa) ترلاسه کولو اسانه پروسه (Neuvisierung) د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې معتبره وه او له هغه وروسته هغه قوانين نه پلي کيږي.

غواړم ويزه واخلم خو اوس دژبې سند نه شم اخستلای؛ څه وکړم؟

که د کورونا د بحران له کبله د ويزې لپاره د ژبې سند نه شئ اخستلای، بيا هم کولای شئ د ځانګړو شرايطو په پوره کولو سره ويزه ترلاسه کړئ. البته داسې سند بايد وړاندې کړئ چې وښيي تاسې د کورونا له کبله د ژبې سند نه شئ اخستلای. دا قانون يوازې د ځينې هېوادونو لپاره معتبر دی. د دې هېوادونو لېست پر (migrationsrecht.net) موندلای شئ.

کولای شم اوس مهال جرمني ته راشم؟

د ۲۰۲۲ کال د جون مياشتې له ۱۱مې نېټې راهيسي جرمني ته د راتګ لپاره د کورونا ټېسټ اړتيا نشته. البته له چين څخه د راتلونکو کسانو په اړه استثنا شته او يوازې د ډېر مهم دليل په وړاندې کولو جرمني ته راتلای شئ.

يادونه: په ياد مو وي چې که غواړئ د جرمني له پولو واوړئ؛ خامخا خپل اړوند سندونه له ځان سره ولرئ. که ويزې ته هم اړتيا نه لرئ، بايد ځان ډاډه کړئ چې دلته مو سندونه چليږي. ځينې کسان ښايي نور قانوني سندونه هم له ځان سره ولري. پر (dnoti.de) وېبسایټ په دې اړه مالومات موندلای شئ. له هر څه وړاندې په خپله سیمه کې د جرمني په سفارت او يا په مخامخ ډول د بهرنیو چارو له فدرالي ادارې پوښتنه وکړئ. که تاسې د خپل راتګ په اړه مشخصې پوښتنې لرئ؛ کولای شئ فدرال پولیسو ته په  ۰۸۰۰۶۸۸۸۰۰۰ شمېره هر وخت تلیفون وکړئ. دې شمېرې ته زنګ وهل وړیا دي او کارکوونکي یې په جرمني ژبه خبرې کوي. همدا شان د پوليسو پر وېبسایټ انلاين فورمې هم په انګليسي او جرمني ژبو ډکوولای شئ.

پاملرنه: اوس مهال په ځينو هېوادونو کې د جرمني سفارتونه او کونسلګرۍ تړلې دي. د تازه مالوماتو لپاره هر وخت د بهرنيو چارو وېبسایټ وګورئ.

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ، خپل ډاکټر او يا په خپله سيمه کې روغتيايي مرکز ته خبر ورکړئ. په ياد مو وي ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. د خپلې سيمې اړوند روغتيايي مرکز د رابرت کوخ انستيتيوت پر وېبسایټ موندلای شئ.

Partner-Logos PS

يوه پروژه د:
تمويل: