کورونا وایروس او کار

اوسمهالیز 22.02.2023

کارکوونکي د کورونا وايروس پر مهال څه کولای شي؟

کورونا وايروس ډېر څه بدل کړل. په دې بدلونونو کې بېکاري هم راځي. دا چې د کار او کورونا اړوند بايد کوم مسايل په پام کې ونيول شي او کوم قوانين پلي کيږي، په دې څپرکي کې يې لوستلای شئ. د کورونا بحران له کبله د حکومتي مرستو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې لوستلای شئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

په کارځای کې کوم قوانين پلي کيږي؟

د کارکوونکو د خونديتوب او روغتيا لپاره د اړونده شرکتونو د تدابيرو په اړه نوي قوانين رامنځته شوي دي. د هر شرکت رييس بايد خپله د کورونا د مخنيوي تدابير ونيسي او د خپلو کارکوونکو د روغ ساتلو هڅه وکړي. هغه پرېکړه کولای شي چې کارکوونکي واټن وساتي او يا ماسک واغوندي که نه. دوی کولای شي د کارکوونکو لپاره طبي ماسکونه کښېږدي خو په کارځای کې د ماسک اغوستل جبري نه دي. همدا شان دوی پرېکړه کولای شي چې کارکوونکي د کورونا ټېسټ وکړي او که نه.

د شرکت یا ادارې مشر بايد د کورونا وايروس د ناروغۍ او واکسينو د فرصتونو په اړه هم مالومات درکړي. هغه بايد همدا شان د کار پر مهال د واکسينو د وختونو فرصت هم رامنځته کړي.

د هرې ادارې ماموران کولای شي له خپلو مشرانو او همکارانو د اړونده تدابيرو په اړه وپوښتي. ځينې ادارې ښايي په دې اړه په کاري يا ټوليز تړون (Tarifvertrag) يادونه وکړي. که د کومې ادارې مشر د خپلو کارکوونکو په اړه بې‌پروايي کوي؛ کولای شئی د کارکوونکو له شورا سره خبرې وکړئ او يا د روغتيا سيمه‌ييزې ادارې ته خبر ورکړئ. د خپلې سيمې اړونده روغتيايي اداره‌ پر (Behördenwegweiser) وېبسایت موندلای شئ.

د روغتونو او زړو کسانو د پالنځايونو کارکوونکو بايد د کورونا پر وړاندې واکسين کړي وي او بيا هم په کارځای کې طبي ماسکونه واغوندي. په دې ځايونو کې بيا هم ښايي د کورونا د ټېسټ ترسره کولو غوښتنه وشي.

څنګه کولای شم په کارځای کې ځان له کورونا خوندي وساتم؟

هر څوک بايد خپله ځان د سختې ناروغۍ پر وړاندې خوندي کړي. د بېلګې په توګه د کورونا د واکسينو بشپړول اړين دي. ځينې وخت ښايي کار ته له تګ وړاندې د ټېسټ ترسره کول غوره وي. په دې ډول د نورو کسانو د ناروغولو مخنيوی کيږي. همدا شان په سرپټو ځايونو کې او هلته چې له ډېرو کسانو سره یو ځای یاست، د ماسک اغوستل سپارښتنه کيږي. د کار ورکوونکي ښايي د ماسک او ټېسټ لګښت ور نه کړي. په خپله د ټېسټ لپاره اړوند بستې له سوپر مارکېټ يا درملتونو څخه پېرلای شئ.

د کار خاوند کولای شي له ما د واکسينو په اړه پوښتنه وکړي؟

د وړکتونونو، ښوونځيو، روغتونونو او پالنځايونو کارکوونکي اړ دي چې د خپلو واکسينو بشپړولو په اړه مالومات ورکړي. د نورو برخو د کارکوونکو لپاره: که څوک کرنتين ته ځي، د کار ورکوونکی يې کولای شي د واکسينو بشپړولو د ثبوت غوښتنه وکړي. په دې ډول هغه ګوري چې څوک د کرنتين پر مهال د معاش ترلاسه کولو مستحق دی او که نه. په دې اړه نور مالومات لاندې لوستلای شئ.

په کارځای کې د واکسينو لګول جبري دي؟

اوس د هغو کسانو لپاره د واکسينو لګول جبري دي چې د روغتونونو، پالنځايونو، د ډاکټرانو کتنځايونو يا نورو ورته داسې ځايونو کې کار کوي د خونديتوب لپاره له اړمنو کسانو سره مخ کيږي.

په کارځای کې په کورونا ککړ شوم، اوس بايد څه وکړم؟

که څوک په کارځای کې کورونا شي، سملاسي بايد د کارکوونکو د مصؤونيت سازمان (Berufsgenossenschaft) او يا د پېښو بيمې ادارې (Unfallkasse) ته خبر ورکړي. يوازې په دې حالت کې به ستاسې ناروغي له کار سره اړوند حاثه يا کاري ناروغي وګڼل شي. دا موضوع ډېره مهمه ده، ځکه په کاري حادثو او ناروغيو کې دا ادارې د عادي دولتي بيمې په پرتله ستاسې ښه درملنه او مالي ملاتړ کوي.

که پر ځان مو شک وي چې په کار کې  يا د کار له کبله  (د بېلګې په توګه کار ته پر لار) کورونا شوي ياست، بايد خپل رييس ته خبر ورکړئ. وروسته بيا هغه د کارکوونکو د مصؤونيت سازمان يا د پېښو د بيمې ادارې ته خبر ورکوي. که رييس يا کاردرکوونکې اداره مو دا کار ونه کړي، کولای شئ د شرکت اړوند ډاکټر يا ګرځنده ډاکټر (Durchgangsarzt) ته خبر ورکړئ. ګرځنده ډاکټر هغه ځانګړي ډاکټران دي چې په کار کې د پېښو مسؤوليت لري. د دې ډاکټرانو پتې د خپل شرکت اړوند د کارکوونکو د مصؤونيت له سازمان يا د پېښو د بيمو له ادارې څخه ترلاسه کولای شئ. د دې کار لپاره يادو شوو ادارو ته په لاندې ډول يو برېښناليک يا د پوسټ له لارې ليک ولېږئ:

 

(Sehr geehrte Damen und Herren,
ich beantrage die Anerkennung meiner während der Tätigkeit erworbenen Infektion mit Covid-19 als Berufskrankheit. Die Meldung sollte so schnell wie möglich gemacht werden.

Mit freundlichen Grüßen)

کله چې ستاسې ليک يا برېښناليک دوی ته ورسيږي، د کارکوونکو د مصؤونيت سازمان يا د پېښو د بيمې اداره به وارزوي چې ستاسې ناروغي يوه کاري پېښه يا ناروغي ګڼل کېدای شي او که نه. د دې لپاره چې ثابته کړئ چې ناروغي مو له کار سره تړلې ده، کولای شئ د بېلګې په توګه دوی ته همکارانو، مشتريانو، ستاسې تر پالنه لاندې ناروغانو يا نورو ورته کسانو په اړه خبر ورکړئ، کوم چې په کورونا ککړ شوي دي.  

په دې اړه نور مالومات په ګڼو ژبو د (verdi) پر وېبسایت موندلای شئ. که د راپور يا خبر ورکولو لپاره مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ د خپلې ادارې اړوند د کارکوونکو له شورا (Betriebsrat) او  د (Faire Integration) اړوند له مشورتي مرکزونو مرسته وغواړئ. په دې اړه نور مالومات لاندې لوستلای شئ.

د کورونا د بحران پر مهال بايد اضافي کار وکړم؟

اضافي کار هغه کار ته ویل کيږي چې د کار له نورمال وختونو په اضافه وخت کې وشي. د اصولو له مخې کارکوونکي يوازې هغه وخت اضافه‌کاري کولای شي چې په دې اړه په کاري تړون، د شرکت په قرارداد او يا ټوليز تړون (Tarifvertrag) کې يادونه شوې وي. که داسې څه نه وي؛ کارکوونکی کولای شي له اضافه کار کولو ډډه وکړي. له دې پرته په هغو وختونو کې هم بايد اضافه کار وشي چې له دې پرته د کار ورکوونکی يا شرکت زيانمنيږي (د بېلګې په ډول ډېر کارکوونکي ناروغ وي او يا شرکت له ډيوالي کېدو سره مخ وي)  او‌ په بل ډول يې مخنيوی نه کيږي. دا خبره د کوويډ ۱۹ يا کورونا ناروغۍ پر مهال هم هغه مهال کېدای شي چې کارکوونکي ډېر کم شي او اضافي کار ته اړتيا وي.

دا چې د اضافي کار په بدل کې پیسې ورکول کيږي او که اضافه رخصتي؛ د کار له تړون سره اړه لري. که چا ته نه پیسې او نه هم اضافي رخصت ورکول کيږي؛ د اضافي کار وخت يې بايد د اصلي کاري ساعتونو له ۱۰٪ څخه زيات نه شي. که په کاري تړون کې د اضافه کار په اړه څه نه وي؛ په معمول ډول د اضافه ساعتونو لپاره هم خپل نورمال معاش ترلاسه کوئ. د دې معاش ترلاسه کولو لپاره شرط دا دی چې ستاسې رييس بايد دا اضافه وخت تنظيم کړی وي او تاسې يې په اړه ليکل شوی سند خوندي کړی وي. ځکه نو بايد خپل اضافه کاري ساعتونه وليکئ او په خپل رييس يې لاسليک کړئ.

يادونه: هغه کسان چې لوړ معاشونه ترلاسه کوي (په ختيځ جرمني جرمني کې له ۵٫۸۰۰ لوړ او په لويديځ جرمني کې له ۶٫۵۰۰ لوړ) نه شي کولای د اضافي ساعتونو لپاره پیسې ترلاسه کړي.

د بچيانو ساتلو لپاره پر کور د پاته کېدلو اجازه لرم؟

که د کورونا بحران له کبله ښوونځي او وړکتونونه تړل شوي وي او يا د ناروغۍ له کبله  ماشومان کور پاته کيږي، د هغو کسانو لپاره ستونزمنه ده چې کار کوي او بايد په همدې وخت کې د بچيانو پالنه هم وکړي.

اوس مهال دا کسان د لاندې پروګرامونو له لارې پیسې ترلاسه کولای شي:

د ماشومانو د ناروغۍ پیسې:

په عمومي ډول د ماشومانو د ناروغۍ پیسې (Kinderkrankengeld) د هغو کسانو لپاره دي چې د ناروغ ماشوم له کبله کار نه شي کولای او بايد د پالنې لپاره يې پر کور پاته شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کار پر مهال د ناروغۍ ثبتول) کې لوستلای شئ.

د ۲۰۲۳ کال تر اپرېل مياشتې پورې د کورونا له کبله لاندې قوانين پلي کيږي:

  • ميندې او پلرونه کولای شي د وړکتونو يا ښوونځي د تړل کېدو له کبله او د ماشوم د پاللو لپاره پر کور پاته شي. او د ماشومانو د ناروغۍ پیسې ترلاسه کړي.
  • که څوک دولتي روغتيايي بيمه ولري او يا دولتي کارکوونکی/کارکوونکې وي، کولای شي د ماشومانو د ناروغۍ د پیسو غوښتنه وکړي.
  • هر مور او پلار کولای شي د ماشوم د پاللو لپاره ۳۰ ورځې پر کور تېرې کړي. یوازې مور يا يوازې پلار ته د يادو شوو دېرش ورځو پر ځای ۶۰ ورځې ورکول کيږي. د زياتو ماشومانو ميندې او پلرونه بايد هر يو له ۶۵ زياتې او یوازې پالونکي مور يا پلار له ۱۳۰ ورځو زيات پر کور تېرې نه کړي. پر دې مهال دوی ته د ماشومانو د ناروغۍ پیسې ورکول کيږي.
  • د ماشومانو د ناروغۍ پیسې ستاسې د خالص معاش ۹۰ سلنه دي.
  • د دې پیسو غوښتنه په مخامخ ډول له خپلې روغتيايي بيمې څخه کولای شئ. د دې کار لپاره بايد له اړوند وړکتون يا ښوونځي څخه داسې سند ولرئ چې د تړلو تاييد يې وکړي. د کورنيو فدرالي‌ وزارت د دې کار لپاره يوه فورمه هم چمتو کړې ده چې تاسې يې هم ډکولای شئ.

يادونه: دا قانون د ټولو لپاره دی خو هغه کسان چې ميني‌جاب کوي او يا خصوصي روغتيايي بيمه لري، دا پیسې يا رخصت نه شي ترلاسه کولای. د روغتيايي بيمې په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي‌کې لوستلای شئ.

که د ناروغۍ له کبله له کاره کور ته ولېږل شم؛ څه پېښيږي؟

د کار ورکوونکی اړ دی چې په کار کې، د خپلو کارکوونکو روغتيا ته پام وکړي او که څوک ناروغ وي؛ کور ته يې وليږي.  البته که څوک د ناروغۍ له کبله کور ته ولېږل شي؛ معاش يې نه بنديږي او د ناروغۍ رخصت ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کار پر مهال د ناروغۍ ثبتول (کې ولولئ.

که روغ او کار ته تيار کسان د ناروغۍ د مخنيوي لپاره کور ته ولېږل شي؛ معاش ورکول کيږي او د کمو ساعتونو معاش نه ترې ګرځول کيږي.

که د ترانسپورتي وسيلو د بنديز له کبله کار ته ولاړ نه شم؛ معاش راکول کيږي؟

نه. ځکه کار ته تګ او راتګ کول د کارکوونکي مسؤوليت دی که کارکوونکی د عمومي نظم د مختل کېدو او د ترانسپورتي وسيلو د نه شتون په شان دلایلو له کبله کار ته ولاړ نه شي او کار ونه کړي؛ د اصولو له مخې د معاش اخستلو دعوا نه شي کولای. ځکه کارکوونکی د لارې او تګ راتګ خطرونه (Wegerisiko) په پام کې نيسي.

که څوک په کور کې يوازېتوب ته اړ (häusliche Isolierung) بيا هم معاش ورکول کيږي؟

که څوک په کورونا وایروس د ککړېدو له وېرې کار ونه شي‌کړای او يا په وایروس د ککړېدو شک ورباندې وشي او په کور کې د يوازې پاته کېدو سپارښتنه يا امر ورته وشي، کورنی يوازېتوب (häusliche Isolierung) بلل کيږي. د کورني يوازېتوب‌ پر مهال لاندې مقررات پلي کيږي:

  • که چا واکسين نه وي کړي او يا يې واکسين کړي وي خو تقويتي واکسين يې نه وي کړي، د يوازېتوب پر مهال معاش يا د ناروغۍ پیسې (Lohnfortzahlung und kein Krankengeld) نه ورکول کيږي. هغه کسان چې د روغتيايي ستونزو له کبله واکسين نه شي کولای، له دې قانون څخه مستثنا دي.
  • که څوک بشپړ واکسين شوي (یا يې تقويتي واکسين هم کړي وي) هم وي او بيا هم د کورونا له کبله یوازېتو ته اړ شي، د شپږو اونيو لپاره نورمال معاش ورکول کيږي. دا پیسې ستاسې د کار ادارې يا شرکت ته د دولت له لوري ورکول کيږي او که حالات سم شي؛ بېرته همالته کار پیلولای شئ. که یوازېتوب له شپږ اونيو زيات شي، د دولتي روغتيايي بيمې ادارې تاسې ته د ناروغۍ اړوند پیسې ورکوي. د ناروغۍ د‌ پیسو په اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (د ناروغۍ ثبتول) کې لوستلای شئ.

د کورونا له کبله یوازې شوو کسانو ته په اتومات ډول د ناروغۍ له کبله د کار نه کولو د وړتيا سند (Arbeitsunfähigkeits-Bescheinigung) نه راځي او يوازې هغو کسانو ته د ناروغۍ سند او رخصت ورکول کيږي چې د تبې او ټوخي په شان د ناروغۍ نښې ولري. که د ناروغۍ نښې نه لرئ او له کوره کار کوئ، د یوازې پر مهال هم بايد کار وکړئ. که هوم‌آفيس يا له کوره کار نه کيږي، کارځای ته مه ځئ او د ناروغۍ له رخصتۍ او سند پرته معاش درکول کيږي. کولای شئ د معاش د دوام په اړه له خپل کارځای او د بيمې له شرکت څخه نور مالومات هم ترلاسه کړئ.

يادونه: که څوک د کورنا له کبله ډېرو خطرناکو ګڼل شوو (Hochrisiko) او يا د ويروس د نوو بڼو اړوند (Virusvariantengebiet) هېوادونو ته سفر وکړي او د بېرته راتګ پر مهال کورني یوازېتوب ته اړ کيږي نو معاش نه ورکول کيږي. البته که څوک له کوره کار وکړي، دا معاش ترلاسه کولای شي. اوس مهال دا موضوع ډېره جنجالي ده او ښه ده چې په اړه يې تل تازه مالومات ترلاسه کړئ. پر (Faire Integration) په دې اړه مرسته ترلاسه کولای شئ.

مهم: که اوس مهال په بهر کې کرنتين ياست او په کور کې کار نه شئ کولای، د کار خاوند مو ښايي معاش درنه کړي او د دولت له لوري هم د جبران ترلاسه کولو حق نه لرئ.

که د کورونا وايروس له کبله کار ونه شم کړای؛ معاش راکول کيږي؟

که د کورونا ناروغۍ له امله مو کارځای په موقتي توګه وتړل شي، تاسو به خپل معاش ترلاسه کولو ته دوام ورکړئ. د دې لپاره شرط دا دی چې د کار وړتیا لرئ او کار کولو ته لیواله یاست. اړتيا نشته چې نه کارول شوي کاري ساعتونه وروسته جبران شي. البته که ستاسې د کار په قرارداد کې بل ډول مقررات شتون ولري، هغه به پلي کیږي.

که چیرې یو شرکت د اوږدې مودې لپاره تړل شوی وي، ښايي د لنډمهالې بېکارۍ يا عملياتي منفکۍ (betriebsbedingten Kündigungen) مقررات پلي شي. د منفکۍ په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (له کاره منفکېدل) کې ولولئ.

که شرکت يا اداره مې د کورونا وايروس له کبله وتړل شي؛ معاش مې بنديږي؟

که د کوويډ ۱۹ ناروغۍ له کبله په کارځای کې د کار مواد کم شي او يا کارکوونکي کار ونه شي کړای او کار ورکوونکې اداره د لنډې مودې لپاره کار ودروي؛ بايد خپلو کارکوونکو ته دوامداره معاش ورکړي. البته شرط دا دی چې تاسې به کار ته تيار او روغ وئ. په عمومي ډول نه ترسره شوي‌ساعتونه کار بيا په تاسې اضافه کيږي. البته که په کاري تړون کې په دې اړه کوم څه ليکل شوي وي؛ هماغه مقررات بايد پلي شي.

که کوم شرکت يا اداره د ډېر وخت لپاره وتړل شي؛ ښايي د کار د لنډمهالې بېکارۍ (Kurzarbeit) او يا عملياتي منفکۍ (betriebsbedingten Kündigungen) مقررات پلي شي. د لنډمهالې بېکارۍ په اړه همدلته لاندې او د منفکۍ په اړه زموږ په بل څپرکي کې بشپړ مالومات ترلاسه کولای شئ.

که څوک د کار ويزه ولري او بېکاره شي؛ څه کولای شي؟

که د چا د استوګنې اجازه يا ويزه له کار سره اړه ولري او دنده له لاسه ورکړي؛ بايد جرمنی پرېږدي. که لارې بندې وي؛ دې کسانو ته ډولډونګ يا د زغمل شوې استوګنې لنډمهاله اجازه ورکول کيږي. د ډولډونګ په اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي کې لوستلای شئ. که له داسې حالت سره مخ ياست؛ اړونده اوسلنډربېهورده ته زنګ ووهئ او يا ټليفون ورته وکړئ. د خپلې سيمې اړوند اوسلنډربېهورده اداره پر (bamf.navi.de) وېبسایټ موندلای شئ.

له کومه ځايه مرسته او ملاتړ ترلاسه کولای شم؟

که په کارځای کې مو د کارکوونکو شورا شته وي؛ کولای شئ اړيکه ورسره ونيسئ. دا شورا د کارکوونکو او کار ورکوونکو تر منځ د پل حیثيت لري‌ او د دوی تر منځ د ستونزو په حلولو کې مرسته کوي. د کارکوونکو شورا (Betriebsrat) د بېلګې په ډول ځان ډاډه کوي چې د کار قوانين او د تړونونه يو له بل سره مطابقت لري. د کارکوونکو د شورا د کاري وختونو په اړه مالومات د خپلې ادارې يا شرکت په دمځای، دهلېز يا دېوالي تختو باندې موندلای شئ. په دې اړه لان ډېر مالومات زموږ په بل څپرکي (د کارکوونکو شورا او ټولنې) کې لوستلای شئ.

که په کارځای کې د خپل نژاد، مليت، جنسيت، اصليت، جنسي لېوالتيا يا عمر له کبله لږ امتياز درکول کوي او يا له تبعيض سره مخ ياست؛ کولای شئ د تبعيض ضد فدرالي ادارې (Anti-Diskriminierungsstelle des Bundes) له کارکوونکو سره اړيکه ونيسئ. د دې اراې کارکوونکي هره دوه‌نۍ (دوشنبه) د ماسپښين له يوې بيا تر درې بجو او د چهارشنبې (څلورنۍ) او جمعې په ورځ د سهار له ۹ بيا د غرمې تر ۱۲ بجو پورې په (030-18555 1855 ) شمېره ستاسې ټليفوني اړيکو ته ځواب وايي. دوی ته په (beratung@ads.bund.de) برېښناليک هم استولای شئ. دا مامورين به جرمني، انګليسي او عربي ژبو خبرې کولای شئ.

يادونه: له دې ټولو ادارو سره په ناپېژانده توګه اړيکه نيولای شئ. که ونه غواړئ؛ رييس يا بل نور همکاران به مو په اړه نه خبريږي.

لنډمهالې بېکاري يا کورڅ اربایت څه ته وايي؟

لنډمهالې بېکاري (Kurzarbeit ) څه ته وايي؟

ځينې وخت د کورونا وايروس د بحران په شان رامنځته شوو حالتونو کې او يا هغه وخت چې د ځينو نورو دلايلو له کبله ډېر کار نه وي؛ ځينې ادارې او شرکتونه خپل کاري وختونه رالنډوي او يا يې بيخي کار نه کوي. په داسې حالتونو کې د شرکتونو له لوري کارکوونکو ته د کار د فدرالي ادارې (Bundesagentur für Arbeit) څخه د لنډمهالې بېکارۍ مرسته غوښتل کيږي. په دې ډول دا کسان له بېکارۍ او د قرارداد له ختمېدو ژغورل کيږي او که حالات سم شي؛ کولای شي بېرته همالته کار پیل کړي. 

د لنډمهالې بېکارۍ پر مهال څومره پیسې راکول کيږي؟

د دې پیسو اندازه د ناخالص معاش د اصلي اندازې له ۶۰ تر ۶۷ سلنه ده او تر ۲۸ مياشتو پورې ورکول کيږي.  که د چا کار تر ۵۰ سلنې يا زيات کم شوی وي؛ له څلورو مياشتو وروسته د دې پیسو اندازه ۷۰ سلنه (د بچيانو درلودونکو کسانو لپاره ۷۷ سلنه) او له اوو مياشتو وروسته ۸۰ سلنه (د بچيانو درلودونکو کسانو لپاره ۸۷ سلنه) کيږي. دا قانون د ۲۰۲۲ کال د جون مياشتې تر پايه پورې معتبر دی.

د لنډمهالي کار د مرستې او د هغې د شرطونو په اړه بشپړ مالومات د کار د فدرالي‌ادارې پر وېبسایټ موندلای شئ.

پاملرنه: د لنډمهالې بېکارۍ پیسې ترلاسه کول ستاسې د استوګنې پر اجازه اغېز نه لري. که د استوګنې په اجازه کې مو ويل شوي وي چې له دولته مالي مرسته نه شئ ترلاسه کولای؛ اندېښنه مه کوئ. د لنډمهالې بېکارۍ  پیسې په دې مرسته کې نه راځي.

که د کورڅ اربایت پیسې مې بس نه شي، څه وکړم؟

که د لنډمهالې بېکارۍ يا کورڅ اربايت پیسې مو د ژوند د لګښتونو لپاره کفايت ونه کړي، کولای شئ له جاب‌سنټر څخه د اړمنو کسانو پیسې يا هېوادوالو پیسې (Bürgergeld) ترلاسه کړئ. البته د بېکارۍ په دې ډول پیسو کې مو د کورڅ اربايت پیسې مجرا کيږي او په پايله کې يې د بېکارۍ له پیسو يو څه زياتې ترلاسه کولای شئ. د بېکارۍ د پیسو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (کورونا او حکومتي مرستې) کې لوستلای شئ.

د لنډمهالې بېکارۍ پر مهال بله دنده ترسره کولای شم؟

قانون پلی کيږي.

هغه کسان چې له کورڅ‌اربايت وړاندې يې وړه دنده يا نېبن‌جاب درلود، کولای شئ اوس هم خپلې نېبن‌جاب ته دوام ورکړي. د نېبن‌جاب پیسې د کورڅ‌اربايت په پیسو کې نه حسابيږي.

هغه کسان چې له کورڅ‌اربايت سره يې نېبن‌جاب پیل کړی وي، د نېبن‌جاب پیسې يې د کورڅ‌اربايت له پیسو منفي کيږي. البته د ميني‌جاب پیسې استثنا دي او د کورڅ‌اربايت له پیسو نه منفي کيږي. دا قانون د ۲۰۲۲ کال د جون مياشتې تر پايه پورې معتبر دی.

يادونه: د دې لپاره چې د کورڅ‌اربايت پیسې مو سمې حساب شي، د خپل کار خاوند يا شرکت ته د خپل نېبن‌جاب د معاش په اړه مالومات او اړوند سندونه ورکړئ.

که د هر کار لپاره دکار معتبره اجازه نه لرئ؛ له خپلې اړوندې اوسلنډربېهورده ادارې پوښتنه وکړئ چې د بلې دندې يا (Nebenjob) درکوي او که نه. خپله اړونده اوسلنډربېهورده پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. اوس مهال ځينې ادارې محدوديتونه لري او که ورتګ شونی نه وي، کولای شئ دا کار يوازې د ټليفون يا برېښناليک وکړئ.

د بلې دندې په اړه ټول مالومات زموږ په بل څپرکي (د کارکوونکو حقونه) او د نيمه‌وخته دندې په اړه مالومات زموږ د ميني‌جاب په څپرکي کې لوستلای شئ.

د شرکتي کار ترسره کوونکي هم د لنډمهالې بېکارۍ پیسې ترلاسه کولای شي؟

د شرکتي کار ترسره کوونکي (Leiharbeiter*innen / Zeitarbeiter*innen) هم کولای شي د کورونا له کبله د رامنځته شوي بحران پر مهال د لنډمهالې بېکارۍ پیسې ترلاسه کړي.

يادونه: د شرکتي کار ترسره کوونکي د بېکارۍ پر مهال د بېکارۍ د پیسو ترلاسه کولو حق هم لري. په دې اړه نور مالومات همدلته په بله برخه کې لوستلای شئ.

د اوسبیلډونګ ترسره کوونکي هم د لنډمهالې بېکارۍ تر پوښښ لاندې راځي؟

د اصولو له مخې د اوسبیلډونګ ترسره کوونکي (Auszubildende)دد لنډمهالې بېکارۍ تر چتر لاندې نه راځي. اړونده شرکتونه بايد يې د نصاب يا څانګې د بدلون په شان، په نورو لارو چارو فکر وکړي. که بله لاره چاره نه وي؛ بيا کولای شي د دوی لپاره د لنډمهالې بېکارۍ د پيسو غوښتنه وکړي. په داسې حالت کې دوی ته د شپږو اونيو لپاره د بشپړ معاش په اندازه پیسې ورکول کيږي. له هغه وروسته د لنډمهالې بېکارۍ د پیسو ورکول پیل کيږي. که دا پیسې د ژوند تېرول لپاره بسنه ونه کړي؛ کولای شئ له جاب‌سنټر څخه د اړمنو کسانو پیسې يا هېوادوالو پیسې (Bürgergeld) ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ.

په دې اړه زيات مالومات پر (ausbildung.de.) وېبسایټ لوستلای شئ.

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ، خپل ډاکټر او يا په خپله سيمه کې روغتيايي مرکز ته خبر ورکړئ. په ياد مو وي ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. د خپلې سيمې اړوند روغتيايي مرکز د رابرت کوخ انستيتيوت پر وېبسایټ موندلای شئ.

Partner-Logos PS

يوه پروژه د:
تمويل: