د دوبلين پروسيجر

اوسمهالیز 13.03.2023

کوم هېواد زما د پناغوښتنې د پروسې مسؤول دی؟

کله چې څوک اروپايي ټولنې ته راځي، نه شي کولای په خپله خوښه د پناغوښتنې د پروسې د پرمخ بېولو لپاره يو هېواد وټاکي. د دوبلين  درېيمه مقرره (Dublin-III-Verordnung) په نښه کوي چې کوم اروپايي هېواد ستاسې د پناغوښتنې د پروسې پرمخ بېولو دنده پر غاړه لري. له دې وړاندې چې د مهاجرت او کډوالو فدرالي اداره يا بمف (BAMF) ستاسې سره د مهاجرت د دلايلو په اړه مرکه وکړي، لومړی ګوري چې جرمنی ستاسې د پناغوښتنې پروسې مسؤوليت لري او که نه. که څرګنده شي چې کوم څوک په بل هېواد کې د ګوتې نښې لري او يا يې هلته د پنا غوښتنه کړې ده؛ هماغه اروپايي هېواد ستاسې د پنا غوښتنې مسؤول دی او جرمنی کولای شي تاسې بېرته هلته واستوي.

د دوبلين درېيمه مقرره د اروپايي ټولنې د هېوادونو تر څنګ په ناروې، آيسلنډ، لختن‌شتاين او سويس کې هم پلي کيږي. د دوبلين د مقرراتو له مخې د اروپايي‌ ټولنې يا دوبلين اړوند هغه هېواد بايد ستاسې د پنا غوښتنه وارزوي چې تاسې تر ټولو لومړی ورغلي ياست او يا يې لومړی د ورننوتلو ويزه درکړې وي.

مهم: د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته بريتانيا د اروپايي ټولنې غړې نه ده او د دوبلين مقرره يې هم په اړه صدق نه کوي. تر اوسه کوم بديل قانون هم نشته خو ښايي وروسته د هر هېواد او بريتانيا تر منځ بېل تړون وشي.

په جرمني کې د دوبلين پروسيجر

آيا زما په اړه د دوبلين مقررات پلي کيږي؟

په لاندې کسانو د دوبلين مقررات د پلي کېدو وړ دي:

  •  هغه کس چې له جرمني وړاندې يې د دوبلين اړوند په بل هېواد کې د ګوتو نښې ثبت شوې وي.
  •  د دوبلين اړوند په بل هېواد کې يې د پنا غوښتنه کړې وي او د پنا غوښتنې پروسه يې لا روانه وي.
  •  د دوبلين اړوند په بل هېواد کې يې د پنا غوښتنه کړې وي خو وروسته يې له هغې لاس اخيستی وي.
  •  د دوبلين اړوند په بل هېواد کې يې د پنا غوښتنه کړې وي خو هلته يې د پنا غوښتنه رد شوې وي.
  •   د دوبلين اړوند په بل هېواد کې يې د استوګنې اجازه، ويزه يا دې ته ورته بل سند ترلاسه کړی وي.

په دې ټولو حالتونو کې په جرمني کې ستاسې د پنا غوښتنه د نه منلو وړ قضيې (unzulässig) په توګه رديږي او بمف ستاسې سره د مرکې پر ځای له تاسې غوښتنه کوي چې جرمنی پرېږدئ. دوی به همدا شان اړوند اروپايي هېواد ته ستاسې د ډيپورټ حکم وکړي.

د دوبلين پروسيجر څه ډول پلی کيږي؟

په جرمني کې د پنا د غوښتنې له ثبت سملاسي وروسته به چارواکي وګوري چې جرمنی مو د پناغوښتنې د قضيې مسؤوليت لري او که نه. دا ارزونه د يوروډک (Eurodac) ډاټابېس په مرسته ترسره کيږي. په دې اروپايي ډاټابېس کې د ټولو پناغوښتونکو او هغو بهرنيانو د ګوتو نښې ساتل کيږي چې اروپا ته راځي. د بمف اداره ښايي د سفر د ټکټونو پوښتنه هم وکړي چې د مدرک په توګه يې وارزوي. که تاسې د دوبلين د مقررې تر پوښښ لاندې راشئ؛ ستاسې د پنا غوښتنه د نه منلو وړ قضيې (unzulässig) په توګه رديږي. له دې وروسته به له تاسې غوښتنه وشي چې جرمنی پرېږدئ. ځينې کسان ښايي هماغه اړوند هېواد ته چې د پناغوښتنې د قضيې مسؤوليت لري؛ ډيپورټ شي او دې ډيپورټ ته بدلول (Überstellung) وايي.

بل هېواد ته د لېږلو لپاره ځينې قوانين پلي کيږي چې په لاندې ډول دي:

1-   جرمنی بايد له اړوند اروپايي هېواد څخه د بيا منلو (Übernahmeersuchen) په نوم غوښتنه وکړي او دا کار بايد ژر ترسره شي. د دې کار لپاره دوه فرصتونه شته: په يوروډک سیستم کې د ګوتو د نښو له موندلو وروسته د دوو مياشتو په موده کې او يا د بمف له لوري د پنا د غوښتنې ترلاسه کولو وروسته د درې مياشو په موده کې. که په يادو ټاکل شوو مودو کې دا کار ونه شي؛ جرمنی ستاسې د پنا غوښتنې د‌ پروسې مسؤول دی.

2-   که مقابل اروپايي هېواد ستاسې او ستاسې د پنا قضیه ونه مني؛ ښايي ستاسې له منلو انکار وکړي.

که تاسې په بل اروپايي هېواد کې د پنا غوښتنه نه وي کړې؛ د اصولو له مخې مقابل هېواد دوې مياشتې وخت لري‌ چې د بمف غوښتنې ته ځواب ورکړي. که په دوو مياشتو کې ځواب ترلاسه نه شي؛ جرمنی به يې د تاييد نښه وبولي او اړوند کس به هماغه هېواد ته ډيپورټ کړي.

که په بل اروپايي هېواد کې مو د پنا غوښتنه کړې وي؛ هغوی بايد له دوو اونيو تر يوې مياشتې موده کې د بمف غوښتنې ته ځواب ورکړي. که په دې موده کې ځواب ترلاسه نه شي؛ جرمنی به يې د تاييد نښه وبولي او اړوند کس به هماغه هېواد ته ډيپورټ کړي.

3-   که ټاکل شوې موده د مقابل اروپايي هېواد له ځواب پرته پوره شي او يا د منلو لپاره مثبت ځواب ورکړي؛ جرمنی شپږ مياشتې وخت لري چې تاسې بېرته وليږي. که د شپږو مياشتو په موده کې ونه لېږل شئ؛ جرمنی به ستاسې د پناغوښتنې قضيې مسؤوليت ولري.

پاملرنه: که څوک په زندان کې وي؛ جرمنی ۱۲ مياشتې وخت لري چې بل مسؤول هېواد ته يې وليږي. همدا شان که څوک د خپلو لېږلو مخنيوی وکړي؛ د بېلګې په توګه پټ شي؛ ښايي دا موده ۱۸ مياشتو ته وغځيږي. که څوک د خپلې استوګنې په ځای کې يوه اونۍ ونه اوسي او بمف خبر شي؛ ښايي د پټېدو د هڅې په توګه وګڼل شي.

يادونه: که جرمنی ستاسې د پنا غوښتنه د نه منلو وړ قضيې (unzulässig) په توګه رد کړي؛ دا په اتومات ډول دا مانا نه لري چې بل اروپايي هېواد به هم ستاسې قضيه ردوي. د دوبلين اړوند قضيو پر مهال د رد مانا دا ده چې جرمنی ستاسې د قضيې مسؤوليت نه لري او دا کار بايد په بل مسؤول اروپايي هېواد کې وشي.

په کوم حالت کې جرمنی بل هېواد ته زما د لېږلو حق نه لري؟

که څوک لاندې شرطونه ولري؛ د دوبلين اړوند بل اروپايي هېواد ته نه لېږل کيږي:

  • واړه بچيان، خاوند يا مېرمن يې په جرمني کې د کډوال په توګه منل شوي وي او يا يې فرعي خونديتوب ترلاسه کړی وي.
  • وړو بچيانو، مېرمن يا خاوند يې په جرمني کې د پنا غوښتنه کړې وي او جرمنی يې د پناغوښتنې د قضيې مسؤول وي.
  • له خپله هېواده يوازې او په کم عمر کې راغلي وي او د دوبلين اړوند په بل هېواد کې يې د کورنۍ د غړو راوستلو چانس کم وي. دا شرط د هغه چا په اړه هم د پلي کېدو وړ دی چې په جرمني کې د کورنۍ غړي ونه لري.
  • جدي ناروغي ولري او له ډيپورټ سره يې د حالت د لا خرابېدو اندېښه وي. په داسې حالت کې بايد د ناروغۍ د تصديق لپاره ګڼ سندونه او روغتيايي سرټيفيکېټونه وښودل شي څو روښانه کړي چې له جرمني ستاسې وتل ناشوني دي.
  • جرمنی پرېکړه وکړي چې د خپل حاکميت له حقه ګټه اخلي؛ کوم چې د دوبلين په مقرراتو کې په نښه شوی دی. په داسې حالت کې به جرمني په داوطلبانه ډول ستاسې د پناغوښتنې پروسه پر مخ بوزي. البته دا کړنه د ناروغۍ، تراوما او ورته نورو حالاتو په شان ډېره کمه او يوازې په سختو استثنايي حالاتو کې ترسره کيږي.
زما حقونه او مسؤوليتونه څه دي؟

د دوبلين په پروسه کې تاسې په خپله ژبه د مالوماتو تر لاسه کولو، اسنادو ته د لاسرسي او ليدنو کتنو حق لرئ. که عمر مو کم وي؛ ستاسې هوساينې ته لومړيتوب ورکول کيږي. د دې تر څنګ بايد بندي نه وئ ځکه ستاسې پر وړاندې د دوبلين قضيه روانه ده. د بمف له اړوندې ادارې سره د خپلې پتې شريکول ستاسې مسؤوليت دی.

تاسې حق لرئ چې په شخصي ډول د بمف له لوري د خپل سفر، روغتيايي حالت او کورنۍ د غړو په اړه وپوښتل شئ او مالومات ورکړئ. په دې مرکه کې بايد خپل دلايل روښانه کړئ. په دې دلايلو کې ښايي د کور نشتوالی، روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسی، ناوړه چلند، بنديتوب، يا په جرمني کې د کورنۍ د غړو اوسېدل او يا داسې نور شامل وي.

بمف بايد تاسې ته ستاسې په خپله‌ ژبه د دوبلين د پروسيجر او بل هېواد ته د لېږلو د غوښتنې په اړه مالومات درکړي. تاسې حق لرئ چې په منظم ډول خپل دوبلين د حالت په اړه پوښتنه وکړئ او خپل فايل ته لاسرسی ولرئ. سپارښتنه کيږي چې لږ تر لږه په هرو څلورو اونيو کې يو ځل د خپل کېس پوښتنه وکړئ او له خ‍پل اړوند مامور سره د قضيې د پرمختګ په اړه خبرې وکړئ.

که څوک وغواړي په خپله خوښه د خپل دوبلين اړوند هېواد ته ولاړ شي؛ اجازه به ورکړل شي.

که څوک په جرمني کې خپله پته بدلوي؛ بايد بمف ته خبر ورکړي. که داسې ونه شي؛ بمف ښايي ليکونه ستاسې پخوانۍ پتې ته وليږي او په دې توګه ښايي د ليدنې کتنې ځينې مهمې نېټې له لاسه ورکړئ. همدا شان بمف ښايي دا کار د پټېدنې هڅه وګڼي. که څوک پټ شي؛ د دوبلين د ارزونې موده يې ښايي له شپږو مياشتو، ۱۸ مياشتو ته وغځول شي.

يادونه: هغه کسان چې د دوبلين اړوند په نورو هېوادونو کې قبول شوي وي او جرمني ته راځي، دلته دولتي مرسته نه شي ترلاسه کولای. دا کسان د (Überbrückungsleistungen) په نامه د ۱۴ ورځو لپاره مرسته ترلاسه کوي. له دې وروسته هېڅ پیسې او مالي‌ مرسته نه ورکول کيږي.

کولای شم بل هېواد ته د خپلو لېږلو پر وړاندې اعتراض وکړم؟

تاسې کولای شئ د خپلې پنا غوښتنې د رد پر وړاندې د نه منلو وړ (Unzulässig) رد په توګه اعتراض وکړئ. د دې کار لپاره بايد اداري محکمې (Verwaltungsgericht) ته شکايت‌ليک ولېږئ. ستاسې د دوبلين د خبرتيا په پای کې د ليکل شوو حقوقي مالوماتو (Rechtsmittelbelehrung) په لړ کې د اړوندې اداري محکمې نوم او پته په نښه شوي وي. د رد د خبر د خبرتيا له ترلاسه کولو وروسته د ليک د پاکټ پر شا د په نښه شوې نېټې څخه وروسته د شکايت لپاره یوازې دوې اونۍ وخت لرئ. که د بېړني اعتراض (Eilantrag) غوښتنه وړاندې کوئ؛ يوه اونۍ وخت لرئ. بريالی بېړنی اعتراض کولای شي تاسې د قانوني پروسې پر مهال له ډيپورټه وژغوري. له بېړني اعتراض پرته ښايي د محکمې له حکم وړاندې ډيپورټ شئ. په ياد مو وي چې له بېړني اعتراض وروسته به بل هېواد ته د لېږلو لپاره پورته ياد شوی شپږ مياشتې وخت له سره پیل شي. البته په دې اړه له وکيل سره له مشورې ځان ډاډه کړئ.

د دوبلين په پروسې د اعتراض پر مهال د بريا چانس کم دی. دا اعتراض يوازې هغه وخت ګټور تمامېدای شي چې د دوبلين په اړوند بل مسؤول هېواد کې سيستماتيکي نيمګړتياوې وموندل شي. د بېلګې په توګه د پناغوښتنې د قضيې د عادلانه ارزونې ډاډ موجود نه وي.  په دې وروستيو کالونو کې ګڼو محکمو په پرله‌پسې ډول په ځينو هېوادونو کې (د يونان، ايټاليا، بلغاريا او هنګري په ګډون) دا ډول نيمګړتياوې موندلې دي او دې هېوادونو ته يې د کډوالو بېرته لېږل منع کړي دي.

که په محکمه کې دعوا بريالی نه شي؛ کولای شئ ايالتي پارلمان يا د جرمني فدرالي پارلمان ته عريضه وکړئ او يا هم په کومه کليسا کې پنا واخلئ څو بل هېواد ته له د خپلو لېږلو مخنيوی وکړئ. پارلمانونو ته د عريضې لېږلو پروسه ډېر وخت اخلي او د پروسې پر مهال ډيپورټ د مخنيوي لامل نه کيږي. په کليسا کې پنا اخستل (Kirchenasyl) ښايي دې ډول کسانو ته وروستۍ ټاکنه وي څو د ډيپورټ مخنيوی وکړي. دا کسان به هلته د لېږلو شپږ مياشتې وخت تېروي او وروسته يې جرمنی د پناغوښتنې د پروسې مسؤوليت اخلي. البته د کليسا د پنا پر مهال اصلي شپږ مياشتې موده ښايي ۱۸ مياشتو ته وغځول شي. دا کار هغه وخت کيږي چې چارواکي په کليسا کې ستاسې پنا اخستل له دوی د پټېدلو په توګه فرض کړي. د زياتو مالوماتو لپاره له يوه وکيل يا مشورتي مرکز سره وګورئ.

 په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

که د دوبلين اړوند بل هېواد هم پنا راکړې وي؛ څه پېښيږي؟

که د دوبلين اړوند په بل هېواد کې مو د پنا غوښتنه منل شوي وي؛ جرمنی به مو د پنا غوښتنه رد کړي؛ ځکه تاسې د درېيم خوندي هېواد له لارې جرمني ته راغلي ياست. همدا شان به چارواکي له تاسې وغواړي چې جرمنی پرېږدئ. دا کار د دريېمو هېوادونو د مقرراتو (Drittstaatenregelung) له مخې کيږي.

د دوبلين اړوند په نورو هېوادونو کې منل شوي کډوال يوازې د ۹۰ ورځو لپاره جرمني ته راتلای شي خو دلته دايمي ژوند او کار نه شي کولای. که څوک په يادو شوو ۹۰ ورځو کې ولاړ نه شي؛ د جرمني مسؤولينو له لوري به اړوند اروپايي هېواد ته ډيپورټ کړل شي.

که په جرمني کې مو د پنا غوښتنه رد شي؛ کولای شئ اداري‌ محکمو (Verwaltungsgericht) ته شکايت يا عريضه وکړئ. د منفي ځواب له ترلاسه کولو وروسته يوه اونۍ وخت لرئ چې شکايت وکړئ او بېړنۍ غوښتنه (Eilantrag) وړاندې کړئ. دا بېړنۍ غوښتنه کولای شي تاسې د محکمې تر حکم پورې له ډيپورټ کېدلو وژغوري. البته اعتراض مو يوازې هغه وخت قبلېدای شي چې په بل اړوند هېواد کې د اوسېدلو د ځای، خوړو، کار او نورو ورته اسانتياوو درلودلو چانس ونه ولرئ. غوره ده چې په داسې حال کې له يوه وکيل سره مشوره وکړئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

د دوبلين مقرراتو تر څنګ نور کوم تړونونه شته؟

اروپايي ټولنه اوس مهال د دوبلين د قوانينو د سمون هڅه کوي خو دا چې دا کار ډېر وخت اخلي؛ ځينې هېوادونه هڅه کوي چې د مهاجرت او پناغوښتنې په اړه دوه‌اړخيز تړونونه لاسليک کړي. د بېلګې به ډول فرانسه او ايټاليا دا ډول يو تړون لري. جرمني هم له اسپانيا سره د ۲۰۱۸ کال په اګست کې دې ته ورته يو تړون لاسليک کړی دی. د دې تړون له مخې جرمنی کولای شي هغه کډوال چې په اسپانيا کې يې د پنا غوښتنه کړې ده او بيا د اتريش له لارې جرمني ته راغلي دي؛ د ۴۸ ساعتونو په موده کې بېرته وليږي. جرمنی اوس هڅه کوي چې له ايټاليا او يونان سره هم ورته تړون لاسليک کړي.

مهم

که فکر کوئ چې ښايي په جرمني کې مو د پنا غوښتنه، له نورو هېوادونو څخه د راتګ له کبله رد شي؛ سملاسي له يوه وکيل سره اړيکه ونيسئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: