منځپانګې ته لاړ شئ
Abdul__Jalil_

د آلمانی ژبه

اسلام علیکوم، 

 جرمنی کونسل گیری کراچی کی زما ده میرمن  د ژبه د کور س مشکل دی، زما میرمن یو آنلاین کور س A1 A سرتفکیت تر لاس کری، هغه سرتفکیت کراچی کونسل نی منی، دوی وایی چی د گویته A1 سرتفکیت منو، 

مطلب دا چی زما میرمن مکتب نه دی واییل، او گویته کور س ام اسان نه دی،

یو کال کیژی چی منتظر یو،

لطفا کمک وکره 

4 څرګندونې

ځواب (4)

Profile Picture
Shabir__Salimi

سلامونه او هنډوبک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

که سفارت درسره دا سند نه مني متاسفانه بله لاره نشته باید د ګویټه انسټیوټ سرټفکیټ وروړئ او یا هم ممکن کومه ستونزه چې تاسو لرئ ورته واضح یې کړئ. هغه دا چې ستاسو مېرمن په لیک او لوست نه پوهېږي که څه استثاني حالت کې دا درسره ومني خو بیا هم که دوی یې نه مني متاسفانه بل څوک مرسته نه شي کولی. باید یا قناعت ورکړئ او یا مو مېرمن باید له ګویټه انسټیوټ څخه دا سرټفکیټ واخلي.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.‌

په درنښت، 

Abdul__Jalil_

دیر مننه ستاسی د معلومات په هره،

دیر په معضرت سره واییم، کوم کسان چی په کراچی کونسل گیری کی کار کوی . نه خو دوی د انسان په چو کات خیری کوی او نه ده انسان مشکل ته غوژ نیسی،

اونه ای مل ته جواب ورکوی،

مطلب دا چی دوی خپل چلوی،

که تاسی کمک نه سوای کولی ،

نو مهربانی وکری ده جرمنی کونسللت کراچی ایمل آدرس راکره ، چی زه شکیت درج کرم،

دیره مننه

 

Abdul__Jalil_

السلام علیکم، 

محترم زه در اوسه انتظار کوم ، 

لطفا د د جرمنی  کراچی پاکستان  سر کونسل امیل آدرس راکری ، زه غوارم چی شکیت درج کرم،

با احترام 

Profile Picture
Shabir__Salimi
اوسمهاليز:

سلامونه!

متاسفانه موږ یې ایمیل ادرس نه لرو،‌ خو د تماس لپاره باید لاندې لېنک څخه ګټه واخلئ. او د دې تر څنګ متاسفانه موږ مرسته نه شو کولی.

 

https://pakistan.diplo.de/pk-de/ueber-uns/kontakte-vertretungen

یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو