د ایالت تبدیلول
لامونه
امید ده چی روغ او ښه صحت ولری
زه .... یم د کورنی غړو سره تازه المان ته راغلی یم زه دری ماشومان لرم چی عمرونه ۷ کلن ۶ کلن او ۳ کلن دی زمونږ هستوګن ځای د المان دولت لخوا هیسن ایالات انتخاب شوی ده زه فعلان په یو کمپ کی اوسیږم ا مکان لری ډیر ژر ما دی همدی ایالات یو هایم ته انتقال کړی
زما پوښتنه داده چی زما خواښی یعنی زما د میرمنی مور او د هغی کورنی په بل ایالات کی ژوند کوی هغوی یو کال وړاندی راغلی دی په المانی ژبه بلدیت لری او خپل کور لری. هغوی مونږ سره د ژبی زده کړه کی د ماشومانو د مکتبونو زمونږ د کارونو په پرمختګ او د کور په پیدا کولو کی ډیره مرسته کوی شی
ایا زه کولی شم چی د ایالات د تبدیلی وکړم؟ او که کولای شم چا سره اړیکه اونیسم
په مننی سره
1 څرګندونې
ځواب (1)