منځپانګې ته لاړ شئ
kehan.abbasi
اوسمهاليز:
له کورنۍ سره یو‌ځای کېدل

د فاميل راوړل

 زما نوم عبدالوهاب دى

زما  پوښتنه ده 

ما تقريبا ١٧مياشتى مخکى  ٣ کلن اسناد اخستى او تقريباً ١٦مياشتى مخکى مى د خپل فاميل راوړلو لپاره په تهران کى  د ترميم لپاره نوم ليکنه کړي خو تر اوسه ما ته ترميم نه دى راغلى زه بايد اوس څه وکړم مننه 

بله غوښتنه لرم

زما په تهران کى د جرمني سفارت هغه لينک په کار دى په کوم کي  هغه کسان چى په ويزه باندى ايران ته راغلي او غواړى  د ترميم لپاره نوم لينکه وکړي

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌ دا چې د ترمین د اخیستلو مو ۱۶ میاشتې کېږي دا په رښتیا هم ډېره موده ده، اوس باید ځواب درته راغلی وی.‌ خو لکه څنګه چې تاسو خبر یاست چې په تهران او اسلام اباد کې د کورنۍ د غړیو د راوستلو پروسه متاسفانه ډېر زیات وخت نیسي ځکه چې خلک ډېر دي او سفارتونه هلته متاسفانه ډېر په چټکۍ کار نه کوي.‌ ترمین له یو کال څخه تر دوه نیمو کالو پورې وخت نیسي،‌ خو تاسو ته ممکن په نږدې راتلونکي کې ځواب راشي نو باید خپله حوصله ونه بایلئ او په تمه پاتې شئ. په تهران کې د جرمني په سفارت کې د وخت نیولو لېنک زه دلته درته پرېږدم هیله ده چې مرسته به درسره وکړي.‌ https://www.visametric.com/iran/Germany/fa/p/rzro-krar-mlakat که لا هم په دې اړه کومه ځانګړې پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌ په درنښت
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو