منځپانګې ته لاړ شئ
d.n.m
اوسمهاليز:
نور

د جرمني دولت نوی بشرپال د مهاجرت پروګرام

سلامونه او درنښت،

هیلمندیم چې جوړ به یاست۔

ورسته موږ څو ځله د

noreply@haagermany.help

څو ځله لینکونه تر لاسه کړي، خپل ټول اړوند اسناد مو ورته استولي، په سختیو مو پاسپورتونه، تولد کارتونه او نکاخط تر لاسه کړی، هیله ده چې د موجوده حالت په اړوند موږ ته معلومات راکړﺉ، موږ په انګلیش کامنتونو او پوستونو کې ولوستل چې رده شوي کیس ته هېڅ ځواب نه ور کول کېږي، چې دا یو لویه روحي او رواني ننګوونه ده د هغه کسانو لپار چې یاد پروګرام ته یې خپل غوښتنلیکونه استولي، هیله ده چې په دې اړوند موږ ته معلومات راکړﺉ۔ 

3 څرګندونې

ځواب (3)

d.n.m
موږ ستاسې د ځواب په تمه یو
Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم. د جرمني هېواد د کډوالو د منلو تازه پروګرام د اعلان له ورځې څخه وروسته متاسفانه هېڅ یو کړندی پروګرام نه و.‌ متاسفانه تر اوسه هم په ډېره کمه کچه خلکو ځوابونه تر لاسه کړي دي، دا چې تاسو خپل اسنادونه ورته لېږلي دي نو باید په تمه شئ او له دې پرته بله هېڅ لاره نشته. موږ په افغانستان کې د پاسپورټونو، تولد کارټونو او نورو اړوندو اسنادو د اخیستلو دا سخت وضعیت درک کوو، اما یوازینۍ لاره دا ده چې باید به تمه پاتې شئ. او که چېرې مو مخکې له مخکې رد ځواب تر لاسه کړئ وي، بیا نو متاسفانه هماغه د دوی وروستۍ ځواب دی،‌ که لا مو ځواب نه وي تر لاسه کړئ باید په تمه پاتې شئ.‌ که لا هم په دې اړه کومه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌ په درنښت
d.n.m
مننه له معلوماتو مو، یعنې که چېرې زموږ کیس د کابل لفت برکه له طریقه چې کوم پروګرام په لاره اچول شوی، له بده مرغه د جرمني دولت له لوري رد شي نو موږ ته ځواب یا کوم ایمیل استول کېږي او کنه؟ مننه
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو