منځپانګې ته لاړ شئ
بیرته کتنې ته
Ahmad1234

د کورنی د غړیو راسوتل

د کورنی کوم غړي جرمني ته راوستلی شم؟ کیدی شی په دی اړه لږ مالومات راکړی؟ کوم کسان راوستلی شم؟ 

2 څرګندونې

ځواب (2)

Profile Picture
FidaYam_volunteer

سلام ښاغلی احمد،

جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستل تر ډېره ستاسې د اوسېدنې د اجازې (Aufenthaltstitel) په ډول پورې اړه لري. که تاسې د پناه غوښتونکي شخص په توګه قبولي درکړل شوې وي، نو دا مهمه ده چې کوم ډول قبولي درکړل شوې ده:

که د کنوانسیون د کډوال حیثیت (Flüchtlingsschutz – § 3 AsylG) لرې، یا

د فرعي محافظت (subsidiärer Schutz – § 4 AsylG)، یا

د بندیز پر اخراج (Abschiebungsverbot – § 60 Abs. 5/7 AufenthG) لرې، دا ټول ستاسې د کورنۍ په راوستلو کې جدا نقش لري. 

✅ د کورنۍ یوځای کېدو (Familiennachzug) حق عموماً هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د کډوال حیثیت یا فرعي محافظت ولري، او ځینې وختونه حتی هغو ته هم چې Abschiebungsverbot ولري، خو شرایط یې سخت وي.

همدارنګه، باید لاندې شرایط پوره شي:

-په کافي اندازه د اوسیدو ځای (Wohnraum)

-په کافي اندازه عاید 

-پاسپورټونه او نور اسناد

بل دا چې د کورنۍ غړي مو باید یو له دغو کسانو (میرمن، اولادونه،...) وي

 

زما مشوره به درته دا وي، چې نیږدې یو له مهاجرت مشورتي مرکز (Migrationsberatung) یا د پرو اسیل (Pro Asyl) سازمان سره تماس ونیسئ، هغوی به ستا د وضعیت سره سم مشخص معلومات درکړي.

په درناوي،

ځواب
Profile Picture
Shabir__Salimi

ستاسو له دقیق او کره ځواب څخه ډېره مننه!

ځواب
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو