منځپانګې ته لاړ شئ
haiderkhelnaqib
اوسمهاليز:
له کورنۍ سره یو‌ځای کېدل

د ماشومانو راواستل

سلام وروره که د یو ماشوم عمر اوسني وخت کې ۱۶ کالن وي بیا تر هغه وخته پورې چې  جرمنی ته راځي د ۱۸ څخه زیاتیږی  نو بیا  مونږ کولای چی هغه جرمنی ته راولو 

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر اېن جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم. که یې اوس کارونه پیل کړئ، یعنې د کارونو د پیل په وخت کې ۱۶ کلن وي بیا یې که تر راتګ پورې عمر له اتلسو واوړي هم کومه ستونزه نشته او حق مو دی چې جرمني ته یې راولئ. که د کارونو د پیل په وخت کې یې عمر له اتلسو کلونو اوښتی وي بیا یې متاسفانه جرمني ته نه شئ راوستلی. خو بیا ځینې استثاوې شته، یعنې که دا دلیل وړاندې او ثابت کړئ شئ چې هغوی له تاسو پرته په افغانستان کې کوم بل سرپرست نه لري هم ممکنه ده چې جرمني ته یې راولئ. که په دې اړه لا هم پوښتنه لرئ، هیله ده دلته یې راته ولیکئ. په درنښت
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو