منځپانګې ته لاړ شئ
zahidhasand20
اوسمهاليز:
له کورنۍ سره یو‌ځای کېدل

د عمر ستونزه

زما ميرمن په شپاړلس کلني کې واده شوي او اولاد يې په اوولس کلني کې زیږولي اوس يې عمر يوويشت کلنه ده، دوه اولادونه لرم چې په هماغه وخت کې مې ورته اليکترونيکي تذکرې هم جوړي کړي اوس چې دلته د کورنۍ د راوستلو فورم ډکوم څه ستونزه خو به نه وي؟

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم.‌ د جرمني د واده د قانون له مخې هغه کسان چې واده کوي باید عمرونه یې ۱۸ کاله وي، دا البته هغه څه دي چې په قانون کې راغلي دي. که په سفارت کې دې مسلې ته متوجې شي نو ممکن غوښتنه مو رد کړي،‌ خو یوه هیله مندي چې شته هغه دا ده،‌ چې په افغانستان کې بیا د واده کولو لپاره د عمر مسله د قانون له مخې دومره جدي نه نیول کېږي ممکن دوی هم ځینې وخت هغه مسله په نظر کې ونیسي.‌ اوس خو تاسو متاسفانه بله چاره نه لرئ،‌ مجبور یاست چې همدغه سن یې ولیکئ، نو هیله ده چې غوښتنه مو رد نه شي او کومه جدي ستونزه پکې رامنځته نه شي.‌ که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده، چې دلته یې راته ولیکئ.‌ په درنښت
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو