منځپانګې ته لاړ شئ
Khan__Saab

د یو بل اروپایی هیواد په دائمي اقامې باندې المان کې کار کول!

سلامونه د هنډبوک جرمني د پښتو ژبې څانګې ټولو درنو همکارانو او لوستونکو ته، 

آیا یو شخص امکان لري چې د یو بل اروپايي هیواد دائمي اقامې په درلودلو سره په المان کې قانوني کار وکړي او بیا د قانوني وخت په تیریدلو سره د هغه ځای اسناد دی ځای ته واړوي؟ 

مننه 

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir__Salimi

سلامونه او هنډوبک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

د دې کار لپاره باید لومړی د اروپایي ټولنې د استوګې دایمي اجازې غوښتنه وکړئ بیا په جرمني کې هم کار کولی شئ او هم د دې تر څنګ ژوند کولی شئ. خو د اروپایي ټولنې د استوګنې دایمي اجازه خپل شرايط لري هغه باید لومړی پوره کړئ او بیا دا غوښتنه وکړئ.‌ دا شرایط په هر هېواد کې فرق کوي په هر اروپایي هېواد کې چې ژوند کوئ بیا هلته مالومات تر لاسه کړئ چې شرایط یې څه دي بیا کولی شئ د اروپایي ټولنې د استوګنې د دایمي اجازې غوښتنه وکړئ. 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.‌

په درنښت

یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو