منځپانګې ته لاړ شئ
66-57Mmaa
اوسمهاليز:
له کورنۍ سره یو‌ځای کېدل

Family unification

سلام علیکم 

 زه د جرمنی د منشن شارکی یم او دری کلنه قبولی یا          لرم غوارم چی،فامیل می راولم  Flüchtlingseigenschaft په ایران کی می دجرمنی سفارت کی آنلاین راجستر،وکر او د مصاحبی لپاره می هم اپلای،وکر اما اتوماتیک مسج،مو چی بیرته دسفارت له لوری ترلاسه کر لیکلی یی دی چی یوکال یاله یوکال نه زياده مودی نه به وروسته د مصاحبی نوبت درشی حال داچی زما،مشر اولاد اوس،۱۷ کلن او د راتلونکی کال جنوری کی ۱۸ کلن کیگی نو هیله لرم چی دمشکل دحل لپاره لازمه رهنمایی وکری.

مننه

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌ متاسفانه په ایران او پاکستان کې د خلکو د بیروبار له امله د ټولو کورنیو اپټمنټونه وخت نیسي خو په اوسط ډول یو نیم تر دوه کالو پورې وخت نیسي باید په دې اړه خپله حوصله له لاسه ورنه کړئ. او بله دا چې ستاسو د مشر زوی سن ستونزه نه جوړوي ځکه تاسو چې کله اپلای کړئ دی د هغه عمر اتلس کاله نه و. په دې دلیل سره هم دوی نه شي‌ کولی تاسو ته ووایي چې زوی مو اوس اتلس کلن شوی دی. اړینه دا چې تاسو په ښه وخت کې اپلای کړئ دی او هغه وخت مو د زوی عمر هم تر اتلس کاله کم و.‌ که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌ په درنښت
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو