منځپانګې ته لاړ شئ
بیرته کتنې ته
Alokozay__

څنګه کرایه کور پیداکړم

څنگه کولاي شم دجرمني په براندنبورګ ایالت کور پیداکړم تقریبا یو کال کیږي چي کار کوم 

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir__Salimi

سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

د جرمنی په ډېرو ښارونو کې د نوي کور موندل یوه ننګونه ده. خو د کرایي کور د موندلو لپاره باید لاندې کارونه ترسره کړئ.‌

اوس هم ځينې ورځپاڼې او مجلې د کورونو اعلانونه خپروي خو انټرنېټي اعلانونه کرار کرار د هغو ځای نیسي. ځکه نو د کور پلټلو لپاره غوره ځای انلاين وېبسایټونه دي. د کورونو لپاره په ګڼو وېبسایټونو کې د کرايې، سيمې، کوټو او نورو ورته شيانو حدونه ټاکلای شئ او د پلټنې دقيقه پایله موندلای شئ. همدا شان ځينې وېبسایټونه د کورونو په اړه برېښناليک ته د خبرتيا لېږلو آسانتا هم لري. تاسې بيا وروسته کولای شئ هغه کور ته خپله غوښتنه ولېږئ. د (eBay Kleinanzeigen, Immobilienscout24  او  Immonet) په شان وېبسایټونو کې په خپلو معيارونو برابر د ډېرو کورونو اعلانونه موندلای شئ. که په کوم ګډ کور (Wohngemeinschaft (WG)) کې يوه خونه کرايه کول غواړئ؛ د (WG-gesucht) وېبسایټ وګورئ.

د WG لپاره ځينې اعلانونونه د پوهنتونونو د اعلانونو په تختو او ځانګړو فېسبوکي ګروپونو کې هم موندلای شئ.

په انلاين اعلانونو کې ډېر وخت د کورونو عکسونه او د کرايې، جانبي لګښتونو، د خالي‌کېدو وخت او د کور د خاوند د اړيکې په شان نور اړين مالومات هم کتلای شئ. په عمومي ډول د کور خاوند د وېبسایټ له لارې يوه پيغام يا برېښناليک ترلاسه کولو ته ترجیح ورکوي. په دې پيغام کې د خپل ځان په اړه مالومات ورکړئ او د کور کتلو لپاره د وخت يا ترمين غوښتنه وکړئ. که کوم ښه وړانديز ترلاسه کړئ؛ سملاسي ګام واخلئ ځکه وړ کرايه نيوونکي په چټکۍ ټاکل کيږي او د کورونو اعلانونه ژر ورکيږي.

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم. 

په درنښت

ځواب
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو