منځپانګې ته لاړ شئ
Khostai Sabawoon
اوسمهاليز:
له کورنۍ سره یو‌ځای کېدل

جرمني ته د کورنۍ راوستل

سلامونه

هيله ده تاسو او همکاران مو روغ رمټ واست، ما د ايستلو يا ډيپورټ څخه د ممنوعیت په نوم يو کلنه د استوګنې اجازه ترلاسه کړي تر څنګ يې د کار اجازه، په انتګراسیون کورس کې د شموليت اجازه او په ورته وخت کې اته ساعته سپين کار کوم خو البته تر اوسه پورې مې د ژبې رسمي زده کړه نده پيل کړي، څه ډول کولای شم چې خپل قانوني فاميل راولم؟ 

هدف دادی چې هغه کوم شرايط دي چې زه يې په پوره کولو مکلف يم

ستاسو د ځواب په هيله 

مننه 

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته‌ ښه راغلاست وایم! که مو پر ډيپورټ د بنديز (Abschiebungsverbote) له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي، يوازې هغه وخت کولای شي د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړي چې د استوګنې اجازه مو له يوه کال څخه زياته وي. له دې پرته بايد بل داسې انساني دليل هم موجود وي چې له مخې يې ستاسو د غوښتنې منل توجیه شي؛ د بېلګې په توګه په کورنۍ کې مو څوک سخت ناروغ وي او يا له ځانګړي ګواښ سره مخ وي او له جرمني پرته په بل هېواد کې يو ځای نه شئ اوسېدلی. البته بيا هم اوسلنډربېهورده کولای شي ستاسې غوښتنه رد کړي. که پورته دلایل لرئ‌ نو کولئ شئ‌ د خپل ښار له اوسلنډربېهورډه څخه د کورنۍ د غړیو د راوستلو غوښتنه وکړئ.‌ البته باید په یاد مو وي،‌ چې د کورنۍ له غړیو څخه د راوستلو موخه یوازې ستاسو مېرمن او هغه اولادونه چې عمرونه یې له اتلسو کالو څخه کم وي، یوازې دا ذکر شوي‌ کسان جرمني ته راوستلی شئ. له دوی پرته وروڼه، خویندې، پلار او مور متاسفانه د جرمني‌ د قانون له مخې د کورنۍ غړي نه حسابېږي او هغوی جرمني ته نه شئ‌ راوستلئ. که په دې اړه لا هم کومه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. په درنښت،
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو