منځپانګې ته لاړ شئ
Sayedahmadsadat
اوسمهاليز:
له کورنۍ سره یو‌ځای کېدل

کورني سره یو ځای کیدل

سلامونه، امید لرم چي روغ جوړ به يي

٧ مياشتي کیږي چي ما ته یوه کلنه قبولی راغلي . زه خپله کورني څنګه راغوښتلی شم. او زما خپله کورني لکه میرمن او ماشوم می هلته  په خطر کی دی.او یا کوم داسي قانوني بنسټ شته له ما سره د کورني په راوستلو کي مرسته وکړي. د جواب په تمه .

مننه

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته ښه راغلاست درته وایم! دا چې تاسو یو کلنه یا هم په ډیپورټ باندې د بندیز د استوګنې اجازه تر لاسه کړې ده. يوازې هغه وخت کولای شئ د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړئ چې د استوګنې اجازه مو له يوه کال څخه زياته وي. له دې پرته بايد بل داسې انساني دليل هم موجود وي چې له مخې يې ستاسو د غوښتنې منل توجیه شي؛ د بېلګې په توګه په کورنۍ کې مو څوک سخت ناروغ وي او يا له ځانګړي ګواښ سره مخ وي او له جرمني پرته په بل هېواد کې يو ځای نه شئ اوسېدلی. البته بيا هم اوسلنډربېهورده کولای شي ستاسې غوښتنه رد کړي. که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌ په درنښت
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو