منځپانګې ته لاړ شئ
alkozaihujatullah
اوسمهاليز:
له کورنۍ سره یو‌ځای کېدل

له کورنی سره یو ځای کیدل

سلام علیکم ما څو میاستی مخکی د کورنی د یو ځای کیدو لپاره په تذکره د المان سفارت چی پاکستان کی ده ترمیم ته غوښتنه وکړه چی هغه وخت می ښځی د افغانستان پاسپورت نه درلوده تر اوسه تری خبر نه لرم او نه یی نوبت راکړی اوس چی می ښځی پاسپورت اخیستی ایا بیا ځلی د ترمیم غوښتنه وکړم ؟ او څه مشکل خو به نه جوړیږی راته مننه 

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌ که چېرې مو په تذکره د خپلې مېرمنې لپاره د پاکستان په سفارت کې په تذکره باندې نوبت نیولی وي او تاسو ته یې د ایمیل لارې تایید کړې وي چې ستاسو غوښتنه موږ ته راورسېده بیا نو اړتیا نشته چې بیا ځلي د پاسپورټ په واسطه باندې نوبت واخلې، خو یو څه چې باید په یاد ولرئ کله چې نوبت درکړل شي باید هماغه تذکره ورسره وي تر څو سفارت یې هویت تثبیت کړي. که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌ په درنښت،‌
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو