له کورني سره يو ځاي کيدل
سلامونه وروره ما پلار جرمني دري کالن سياسي قبولي لري اوس موږ ته ترمین نيولي ده په تهران کي دا 24 مياشت ده تراوسه پته نه لږيږي دا به نور سومره وحت ونيسي
1 څرګندونې
سلامونه وروره ما پلار جرمني دري کالن سياسي قبولي لري اوس موږ ته ترمین نيولي ده په تهران کي دا 24 مياشت ده تراوسه پته نه لږيږي دا به نور سومره وحت ونيسي
سلامونه او هنډوبک جرمني ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
متاسفانه په تهران کې ترمین ډېر وخت نیسي، خو بیا هم ۲۴ میاشتې ډېر وخت دی باید ایمیل مو دقیق او هر وخت چک کړئ که چېرې یې د کومو نورو سندونو غوښتنه درنه کړې وي بیا هغه حتمن ورته ولېږئ او همدارنګه که چېرې یې هېڅ ډول ځواب نه وي درکړئ مجبور یئ چې په تمه پاتې شئ ځکه له دې پرته متاسفانه بله لاره نشته. خو هیله ده چې په نږدې وخت کې به ځواب هم درته راشي ځکه اوس مو هم ډېر وخت وتلی دی.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت