له کورنی سره یو ځای کیدل
سلامونه!که یوڅوک په المان کی واده وکړی میرمن یی قبولی ولری او خاوند ته یی ردی ورکړی وی خاوندی یی وکیل نیولی او ټول اسنادونه یی هم وکیل ته ورکړی لکه نکاح خط دمالی دکلاس تغیرات او همداسی نور ورته اړین اسناد داته میاشتو په تیریدو سره یی هم مثبته نتیجه نوی ترلاسه کړی دقبولی نو په دی صورت کی څه کول په کار دی دصبر خبر به نه ورته کوی هههه بله ښایسته او یمه لار په لاس ورکړه چی څه وکړی ترڅو قبولی هم واخلی او له خپلی کورنۍ سره ګډ ژوند وکړی .
مننه له لارښونو څخه مو
1 څرګندونې
سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
دا چې وکیل یې نیولی دی، دا ښه خبره ده، اما متاسفانه له په تمه کېدو پرته بل هېڅ لاره نشته. ځکه هر ډول فشار چې په راوړي هغه وکیل راوړي نو چې د هغه د فشار با وجود بیا هم تر اوسه ځواب نه دی ورکړل شوی نو مالومېږي چې دا پروسه وخت نیسي. او خلک له دې هم ډېر وخت نیسي خلک متاسفانه له دې هم ډېر په تمه پاتې شوي او پاتې کېږي.
که په دې اړه لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت