په جرمني کې د واده ثبت او په اړه یی معلومات
ګرانه اداره، Hand Book Germany
سلام علیکم!
زه غواړم پوښتنه وکړم چې ما په افغانستان کې کوژدا کړیده خو واده نه ،نکاح خط نه لرم ،غواړم خپله ميرمن جرمنی ته مجرده راوغواړم ، د واده د ثبت لپاره په جرمني کې څه پروسه ده؟
مهرباني وکړئ ماته لارښوونه وکړئ چې کوم اسناد او معلومات اړین دي، او که په دې اړه ځانګړي شرطونه یا نور مراحل وي.
ستاسو د مرستې څخه مننه کوم او ستاسو د ځواب په تمه
په درنښت،
کفایت الله ستانکزی
1 څرګندونې
سلامونه او هنډوبک جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
لومړی خو که چېرې مو په افغانستان کې کوژده کړې وي او نکاح خط جوړ کړئ د مېرمن راوستل به درته اسانه شي او دلته به لګښتونو هم خلاص شئ او بل دا چې تاسو په خپله مو مېرمن د مجردې مېرمنې په توګه نه شئ راوستلی که بل څوک یې راولي هغه بیا جلا کیسه ده. زه به دلته ټول مالومات د اسنادو په اړه دلته ولیکم.
د واده کولو لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟
د ثبت په مدني اداره کې د واده لپاره د غوښتنې له ثبتولو پر مهال لاندې سندونو ته اړتيا ده:
· د پېژندنې معتبر اوسوايس يا پاسپورت او په جرمني کې د ثبت سند (Meldebescheinigung). یا هم د خپل اصلي وطن پاسپورت.
· د زېږېدنې د سند يا تذکرې تاييد شوې کاپي (چې له تاييد څخه يې تر ۱۴ ورځو ډېرې ورځې نه وي وتلې)؛
· د استوګنې د ثبت تازه سند (erweiterte Meldebestätigung) چې له اخستلو يې تر ۱۴ ورځو ډېر وخت نه وي تېر شوی؛
· که پخوا مو يو ځل واده کړی وي؛ د واده د ثبت سند، د بېلېدنې او يا د پخوانۍ جوړې د مړينې تصديق؛
بهرنيان همدا شان د (Ehefähigkeitzeugnis) په نوم يوه سند ته اړتيا لري چې وښيي دوی په خپل وطن کې د واده کولو له کوم قانوني بنديز سره مخ نه دي. دا سند د خپل هېواد له اړونده ادارو يا په بهر کې د اصلي هېواد له سفارتونو ترلاسه کولای شئ. ډېر هېوادونه دا ډول سندونه نه ورکوي او يا يې اړوند سندونه بسنه نه کوي. په داسې حالاتو يا هغه صورت کې چې وطن مو مالوم نه وي او يا د مهاجرت د خونديتوب له کبله د خپل هېواد له دفترونو دا سند ترلاسه نه کړای شئ؛ کولای شئ د خپلې سيمې په عالي محکمه کې د مدني ثبت د دفتر له لارې د استثنا غوښتنه وکړئ. د منلو په صورت کې دا استثنا تر ۶ مياشتو پورې د باور وړ ده.
ځينې وخت ښايي د مدني ثبت اداره نور سندونه هم وغواړي. ځکه نو غوره ده چې مخکې له مخکې دې ادارې ته ورشئ او ځان د اړينو سندونو په اړه ډاډه کړئ. په هره اداره کې د سندونو اړتيا له بلې سره توپير کوي. ځينې وخت ښايي غوره وي چې د خپلې جوړې په سيمه کې د مدني ثبت ادارې ته ورشئ.
په ياد مو وي چې: بهرني سندونه بايد ژباړل شوي وي او ستاسې د هېواد د اړونده ادارو او جرمني د سفارت له لوري په رسميت پېژندل شوي وي. دا پروسه په عمومي ډول لګښت او وخت غواړي.
که په دې اړه لا هم ډېرو مالوماتو ته اړتیا لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ، خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت