منځپانګې ته لاړ شئ
najmudin.majeedy
ورځنی ژوند

په مشخص ښار کې د اوسيدو په اړه

سلامونه او درنښت 

زه دري کلنه قبولي لرم، په اکټوبر کې مي ايډي کارډ او شين پاسپورټ ترلاسه کړو همدارنګه په ضميمه ورقه کې يي راته د دري کلونو لپاره په بايرن ايالت کې اوسيدو اجازه راکړئ وه ولي څو ورځي وړاندي مي د يو پوسټ علاوه د اوسلنډربيهورده څخه ايميل ترلاسه کړو او زما د اوسيدو اجازه يي د بايرن ايالت څخه اوس يواځي هغه ښار چې زه پکي اوسيږم منحصر کړی اوس زه څنګه کولی شم چې د اوسيدو اجازه د فعلي ښار څخه په ټول بايرن کې د اوسيدو اجازه واړوم؟

هيله لرم چې په اړه به يي راته لازمه لارښونه وکړي 

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi

سلامونه او هنډبوک جرمني - ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

 

د جرمني د استوګنې د قانون له مخې تاسو مکلف یاست چې دری کاله په همدغه ښار کې ژوند وکړئ. له درېیو کلونو وروسته بیا کولی شئ د جرمني په هر ښار چې وغواړئ ژوند کولی شئ خو یوازې په لاندې حالتونو کې اوس هم خپل ښار بدلولئ شئ: 

۱. کوم ښار ته چې غواړئ ولاړ شئ هلته باید دنده پیدا کړئ.‌

۲. کوم ښار ته چې غواړئ ولاړ شئ‌ هلته باید پوهنتون او یا هم نورې زده کړې پیل کړئ.‌

۳. کوم ښار ته چې غواړئ ولاړ شئ، که هلته مو نږدې خپلوان اوسېږي. 

که دغه دری حالتونه نه لرئ نو بیا متاسفانه ښار نه شئ بدلولئ. 

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.‌

په درنښت

یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو