منځپانګې ته لاړ شئ
walizamang
اوسمهاليز:
دوه‌ګونی چلند

Wohnung

سلامونه

زما پوښته دغه ده چې زه يو کال کیږي چې په جرمني کې ژوند کوم ، زه په يو هایم کې يم چې زما په اطاق کې لس نفر ژوند کوي نو زه ډیر په تکلیف کی یم ځکه چې زه د الماني ژبې درس وايم نو نشم کولی چې د لسو نفرو سره یوځای. ژوند وکړم نو ما ډير کوشش وکړ چې ځان ته کور پيدا کړم نو څوک نشته چې زما سره د کور په پيدا کولو کې مرسته وکړي ، ما يو څو ځله د سوسيال څخه هم غوښتنه وکړه هغه ځای تيرباسې يو ځل می د اپارتمان د استحقاق سند غوښتنه وکړه نو نه یې راته وويل ، زه بايد څه وکړم تاسو زما سره مرسته کولۍ شی 

زه د المان هيواد قبايلي هم لرم .

په درنښت

ولي زمان برهاني 

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم. متاسفانه دا ستونزه په ټول جرمني شته، چې کورونه په سختۍ پیدا کېږي بیا هغه کسانو ته چې له جاب سنټر یا هم سوسیال ادارې څخه مرسته تر لاسه کوي. په هر ښار کې ځینې مرستندویه ادارې دي چې په بېلابېلو ژبو باندې خبرې کوي، له هغوی سره وخت ونیسئ او دا ستونزې مو ورته ووایئ ممکن په ځینو خاصو مواردو کې درسره مرسته وکړي. اما تر ټولو غوره لاره دا ده، چې په کور پسې باید په خپله وګرځئ حتمن یوه ورځ مو چانس کار کوي او کور به ومومئ. که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده دلته یې راته ولیکئ. په درنښت
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو