منځپانګې ته لاړ شئ
open12
اوسمهاليز:
کور او کډه کول

ژوند

سلام شبیر جانه، خدای تعالی دې وکړی چی روغ او جوړ به یی، یوه پوښتنه وه په مهربانی سره یی جواب راکړی، کله چی یوه پناه غوښتونکی د سوسیال په کور کی اوسیږی او په راتلونکی کی کار شروع کړی او د سیوسیال کور پریږدی، که یی پدی کور کی څه خراب کړی وی یا تری مات شوی وی باید تاوان یی ورکړی؟

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم. که له کار کولو مخکې کور پرېږدئ او بل ځای ته کډه وکړئ بیا تاوان ممکن درنه وانخلي او معمولا د سوسیال په کورونو کې دا مسله ډېره جدي نه نیول کېږي. خو که په همدې کور کې اوسېږئ او کار پیل کړئ بیا ممکن تاوان درنه واخلي. دا مسله ډېری وخت په ښار، ایالت او د سوسیال د ادارې د هغه مسوول کس په پرېکړه پورې اړه لري او ډېری وخت دا مسله جدي نه نیول کېږي. که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده دلته یې راته ولیکئ. په درنښت
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو