د لوري موندنې لومړني کورسونه

اوسمهالیز 03.07.2023

د لوري موندنې په لومړنيو کورسونو کې کوم شيان زده کيږي؟

په يوه بل هېواد کې نوی ژوند پيلول اسانه کار نه دی. يوازې د ژبې زده‌کړه نه ده، بلکې په ورځني ژوند کې هم بايد لاره او ګودر وموندل شي. په ځانګړې توګه د کډوالو لپاره نوی ژوند ستونزمن وي او نه شي کولای په اسانۍ له نوي ژوند سره ځان برابر کړي. له همدې کبله په جرمني کې د لوري موندنې لومړني کورسونه (Erstorientierungskurse) وړاندې کيږي. په دې کورسونو کې د جرمني ژبې لومړنۍ کلمې او جملې زده کوئ او په جرمني کې د ژوند په اړه مهم مالومات درکول کيږي. د بېلګې په توګه دا زده کوئ چې امبولانس ته څه ډول زنګ وهل کيږي او په جرمني کې کوم دودونه او رواجونه شته.

مهم: ډېر کډوال کولای شي جرمني ته رارسېدو سملاسي وروسته د ادغام يا انټګراڅيون کورس پيل کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د انټګراڅيون کورسونه) کې ولولئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

څوک د لوري موندنې په لومړنيو کورسونو کې د ګډون اجازه لري؟

که څوک لاندې شرطونه پوره کړي، کولای شي د لوري موندنې په کورسونو کې ګډون وکړي:

  • د پنا غوښتنه مو کړې وي او له هغو هېوادونو نه ياست راغلي چې د ښه پاته کېدو لرليد (guter Bleibeperspektive) لري. په دې هېوادونو کې اريتريا، سوريه، سوماليا او افغانستان شامل دي. يادونه: د ښه پاته کېدو لرليد هېوادونو وګړي کولای شي جرمني ته راتلو سملاسي وروسته انټګراڅيون کورس پيل کړي. که دا کار شونی نه وي، کولای شي په استثنايي توګه د لوري موندنې په کورسونو کې ګډون وکړي.
  • دا کسان بايد له خوندي هېوادونو نه وي راغلي. اوس مهال خوندي هېوادونه په لاندې ډول دي: د اروپايي ټولنې اړوند هېوادونه، البانيا، بوسنيا او هرزګوينا، ګانا، کوسوو، مقدونيا، مونتينګرو، سينګال او سربيا.
  • د پنا غوښتنې د پروسې په اړه يې لا هم پرېکړه نه وي شوې.
  • ښوونځيو ته په تګ مکلف نه وي. په جرمني کې له ۶ تر ۱۸ کلنۍ پورې ټول کسان ښوونځيو ته په تللو مکلف دي.

له دې پرته هغه کسان چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ مياشتې له ۲۴مې نېټې وروسته له اوکراين څخه جرمني ته راغلي دي، کولای شي په دې کورسونو کې ګډون وکړي.

نور کسان يوازې په استثنايي حالت کې په دې کورس کې ګډون کولای شي. د بېلګې په توګه کله چې په کورس کې خالي ځای موجود وي، کولای شئ هلته ورشئ او د ګډون غوښتنه وکړئ.

د لوري موندنې په لومړنيو کورسونو کې د ګډون لپاره جرمني ژبه اړينه ده؟

نه. په دې کورسونو کې د ګډون لپاره د جرمني ژبې مخکينۍ زده‌کړه اړينه نه ده. البته درسونه په جرمني ژبه ورکول کيږي خو ښوونکي اسانه جرمني ژبه کاروي او له د تدريس پر مهال ډېر انځورونه او نور تدريسي توکي کاروي.

د لوري موندنې د لومړني کورس لګښت څومره دی؟

د لوري موندنې په کورسونو کې ګډون وړيا دی. البته هلته د ورتګ لپاره د ترانسپورتي وسيلو لګښت يا کرايه بايد خپله ورکړئ.

د لوري موندنې په لومړنيو کورسونو کې څه زده‌ کيږي؟

د لوري موندنې په لومړنيو کورسونو کې د جرمني د ورځني ژوند په اړه ګټور مالومات ترلاسه کوئ. د بېلګې په توګه دا زده کوئ چې امبولانس ته کله او څنګه زنګ ووهل شي او يا د اورګاډي لپاره ټکټ چېرته او څنګه وپېرل شي؛ يا هم دا زده کوئ چې په مارکېټ کې د سواد اخستلو پر مهال کومې جملې کارول کيږي. د کورس پر مهال له‌ ښوونکي سره بېلابېلو ځايونو ته هم ځئ. په دې ځايونو کې ښايي د بهرنيانو چارو يا اوسنلډربېهورده اداره، کتابتون او يا هم کوم پلورنځی وي. همدا شان د جرمني ژبې ځينې مهم لغتونه او جملې هم زده کوئ.

په کورس کې د زده‌کړې د موادو  او څرنګوالي پرېکړه اړوند ښوونکی کوي. له همدې کبله د دې کورسونو له ډلې ټول يو شان نه دي او يو له بل څخه توپير کوي.

د کورس له بشپړولو وروسته ازمونيه اخستل کيږي؟

د کورس له بشپړولو وروسته ازمونيه نه اخستل کيږي. البته د کورس له وړاندې کوونکو څخه د ژبې د زده‌کړې د ازموينې غوښتنه کولای شئ. په ياد مو وي چې د ازموينې لګښت بايد خپله ورکړئ.

د لوري موندنې په لومړني کورس کې ګډون لازمي دی؟

نه. په دې کورس کې ګډون جبري نه دی. هر څوک کولای شي په خپله خوښه د دې کورس ترسره کولو غوښتنه وکړي. هلته د سوبتيا مکلفيت هم نشته او که څوک ګډون ونه کړي او يا يې اړوند وخت ته ورنه شي، جريمه نه لري. له همدې کبله که څوک ناورغ وي او يا بل اړين کار ولري، کولای شي ځينې درسونه قضا کړي.

مهم: که په خپله خوښه په کورس کې ګډون کوئ، هڅه وکړئ چې ټولو درسونو ته ورشئ. په دې ډول ډېر څه زده کولای شئ.

د کورس لپاره نوم‌ليکنه څه ډول کيږي؟

د لوري موندنې په لومړنيو کورسونو کې د ګډون لپاره بايد د دې کورسونو وړاندې کوونکې ادارې ته ورشئ. د دې ادارې له کارکوونکو د اړينو سندونو په اړه پوښتنه وکړئ که مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ په خپله سيمه کې يوې مشورتي ادارې ته ورشئ. د مشورتي ادارو پتې د بامف پر وېبسایټ موندلای شئ. که عمر مو له ۲۷ کالونو کم وي، کولای شئ د ځوانو مهاجرو د ادارې له کارکوونکو مرسته وغواړئ.

کورس د څومره مودې لپاره دی؟

د لوري موندنې لومړنی کورس له درې تر څلور مياشتو دوام کوي. دا چې کورس په اونۍ کې څو ورځې او هره ورځ څو ساعته دی، يو له بل کورس سره توپير کوي.

په خپل شاوخوا کې يو کورس چېرته موندلای شم؟

د مهاجرو او کډوالو فدرالي ادارې يا بامف د لوري موندنې د ټولو کورسونو يو لړ چمتو کړی دی. په دې لړ کې د دې کورسونو د ټولو وړاندې کوونکو ادارو پتې او نومونه موندلای شئ. اوسنی لړ د بامف له وېبسایټ څخه کښته کړئ.

د کورس پر مهال د وړو ماشومانو د ساتنې اسانتيا شته؟

نه. د کورس پر مهال د ماشومانو د ساتنې اسانتيا نشته. د ماشومانو د ساتنې غم بايد خپله وخورئ. که د ماشومانو د ساتنې چاره نه وي، کولای شئ د کورس له کارکوونکو يا ښوونکو د مرستې غوښتنه وکړئ. دوی کولای شي تاسې ته په دې اړه مشوره درکړي او د ماشومانو د ساتنې ځايونه درته په ګوته کړي. د دې تر څنګ د ځوانو مهاجرو د خدمتونو له ادارې هم مالومات ترلاسه کولای شئ. په خپل شاوخوا کې د مشورتي ادراو يوه څانګه پر (jugendmigrationsdienste.de) وېبسایټ موندلای شئ.

زما خپل کورس نه خوښيږي، کولای شم بدل يې کړم؟

هو. کولای شئ خپل کورس بدل کړئ. کولای شئ په خپله سيمه کې د دې کورسونو يو بل وړاندې کوونکی ومومئ او له هغوی سره کورس ته ادامه ورکړئ.

زه ليک او لوست نه شم کولای، کولای شم په کورس کې مرسته ترلاسه کړم؟

په خواشينۍ چې د نالوستو کسانو لپاره په دې کورسونو کې ځانګړې مرسته نشته. البته ځينې ادارې د دې ډول کسانو لپاره ځانګړي کورسونه لري او يا مرسته ورسره کوي. ښه به وي چې په دې اړه په خپل شاوخوا کې د دې کورسونو له وړاندې کوونکو څخه پوښتنه وکړئ.

مهم

د لوري موندې لومړنيو کورسونو ته له ځان سره ژباړن نه شئ بېولای. خو وېرېږئ مه، کولای شئ له ژباړن پرته هم درسونو ته دوام ورکړئ. که پوښتنې لرئ، له خپلو ښوونکو سره يې شريکې کړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: