ښوونځيو ته د شاملېدو ازموينه

Das Bild zeigt ein Kind bei einer Augeuntersuchung.
اوسمهالیز 05.09.2023

ښوونځيو ته د شاملېدو د ازموينې پر مهال څه پيښيږي؟

په جرمني کې ټول ماشومان په ۶ يا اووه کلنۍ کې ښوونځي ته ځي. دا چې ماشوم کله ښوونځی پيل کړي، ډېر وخت د ماشوم ميندې او پلرونه پرېکړه کوي او دا پرېکړه اسانه نه وي. له همدې کبله د ماشومانو ډاکټرانو له والدينو سره په دې برخه کې مرسته کوي. دوی ماشومان معاينه کوي او ګوري چې هغوی ښوونځي ته د تګ لپاره تيار دي او که يو کال نور هم بايد انتظار وکړي. دې معايناتو ته ښوونځيو ته د ورتګ يا شاملېدو ازموينه (Schuleingangsuntersuchung) وايي. دا ازموينه د ټولو ماشومانو لپاره وړيا او ښوونځيو ته له تګ وړاندې جبري ده.

په څه بايد وپوهېږم؟

ښوونځيو ته د شاملېدو ازموينه څه ده؟

په جرمني کې ټول ماشومان ښوونځيو ته له تګ وړاندې بايد ښوونځيو ته شاملېدو ازموينه (Schuleingangsuntersuchung) ترسره کړي. دا کار د قانون له مخې کيږي. په دې ډول کتل کيږي چې ماشومان ښوونځيو ته د ورتګ له پاره تيار دي او که نه.  د دې ازموينې د ترسره کولو لپاره به د پوسټ له لارې يو بلنيک ترلاسه کړئ او په هغه کې به د ازموينې نېټه ليکل شوي‌وي. که نه شئ کولای په ټاکلې نېټه ازموينې ته خپل ماشومان بوځئ، بايد روغتيا ادارې ته خبر ورکړئ او بل وخت واخلئ. که دا ازموينه ترسره نه کړئ، د روغتيا اداره به د ماشومانو د پالنې ادارې يا يوګندامت ته خبر ورکړي.

ښوونځيو ته د شاملېدو ازموينه د روغتيا ادارې د ډاکټرانو له لوري ترسره کيږي. دوی ته د ښوونځيو ډاکټران (Schulärzt*innen) هم وايي. دا ډاکټران يوازې د ښوونځيو د زده‌کوونکو مسؤول دي او د ماشومانو د پالونکو (Kinderpfleger*innen) له لوري مرسته ورسره کيږي. د ازموينې پر مهال ډاکټران د ماشومانو روغتيا، بدني وده او د نورو کسانو پر وړاندې چلند ارزوي. دوی د بېلګې په توګه د ماشوم د ليد او اورېدو قوه ګوري او مالوموي چې ماشوم له مور او پلار څخه د څومره مودې لپاره لرې پاته کېدای شي. همدا شان کتل کيږي چې ماشوم د بياتي (قيچي) او قلم په شان توکي څه ډول کاروي. په پای کې ډاکټران له والدينو سره د ارزونې پايلې شريکوي او تاييدليک ورکوي. دا تاييدليک ښوونځي ته د شاملېدو لپاره اړين دی.

يادونه: ښوونځي ته د شاملېدو ازموينه د مخنيوي کوونکو معايناتو يا (Früherkennungsuntersuchung U9) بديل نه شي کېدای او دواړه ازموينې بايد جلا جلا وشي. د مخنيوي کوونکو معايناتو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (مخنيوي کوونکي معاينات) کې ولولئ

ښوونځي ته د شاملېدو ازموينه څه ډول ترسره کيږي؟

دا چې ښوونځي ته ستاسې د ماشوم د شاملېدو ازموينه څه ډول ترسره کيږي، ستاسې له ښار او سيمې سره اړه لري. په هره سيمه کې اړوند اداره د دې کار مسؤوليت لري. په عمومي ډول ښوونځي ته د شاملېدو ازموينه دېو برخې لري:

په لومړۍ برخه کې ډاکټران د ماشومانو د واکسينو کارډ او د ماشومانو د پاملرنې زېړه کتابچه (das gelbe Heft) ګوري. په دې ډول دوی مالوموي چې ماشومانو ټول واکسينونه کړي دي او د خونديتوب ټول معاينات يې ترسره کړي دي. له دې پرته ډاکټران د ماشوم وزن او غټوالی هم ګوري. دوی د ماشومانو ليدل او اورېدل هم ارزوي او ګوري چې د ښوونځيو په درسونو کې په ښه توګه ګډون کولای شي او که نه. که کومه ستونزه ومومي، ښايي د عينکو يا اورېدلو د وسيلې سپارښتنه وکړي.

له دې پرته د ماشومانو فکري او جسمي وده هم کتل کيږي. د دې کار لپاره لاندې ازموينې کيږي:

 

-        ټولنيزه او احساسي وده: په دې ازموينه کې کتل کيږي چې د بېلګې په شان ماشوم څومره تمرکز کولای شي، له پېژانده او ناپېژانده خلکو سره څه ډول چلند کوي، په ښوونځي کې څومره کنجکاو دی او پر ځان باور يې څه ډول دی.

-        ذهني او جسمي وده: په دې ازموينه کې کتل کيږي چې ماشومان د حرکاتو څومره تقليد کولای شي او د قلم او بياتي په شان وسيلې څه ډول کاروي.

-        د فکر وده (ادراکي مهارتونه): ډاکټران ګوري چې د بیلګې په توګه ماشوم په جرمني ژبه څومره خبرې کولای شي، رنګونه او شکلونه څومره سره بېلولای شي، خپل نوم ليکلای شي او په خپل عمر پوهيږي او که نه. ډاکټران همدا شان ګوري چې ماشوم شيان په ياد ساتلای شي او تړاو موندلای شي او که نه.

د ازموينې دوهمه برخه د ښوونځي طبي معاينات (schulärtzliche Untersuchung) بلل کيږي. دا برخه تل نه ترسره کيږي خو که ترسره شي لاندې شيان کتل کيږي:

-        د ماشوم مخنيوي کوونکي معاينات (U9) بشپړ شوي دي.

-        په (U9) معايناتو کې غيرعادي څه موندل شوي دي.

-        ماشوم مو وړکتون ته تللی دی.

-        ډاډه نه ياست چې ماشوم بايد ښوونځی پيل کړي.

په دې معايناتو کې ډاکټران ګوري چې ماشوم په عمومي توګه څه ډول ذهني او جسمي وده کړې ده. دا معاينات هم د U8 او U9 مخنيوي کوونکو معايناتو سره ورته دي. د مخنيوي کوونکو معايناتو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې موندلای شئ.

ښوونځي ته د شاملېدو له ازموينې وروسته څه کيږي؟

ښوونځي ته د شاملېدو له ازموينې وروسته ډاکټران له والدينو سره د ازموينې پايلې شريکوي. دا مهمه نه ده چې د ازموينې يوه يا دواړه برخې ترسره شوي دي. که کوم څه غيرعادي وموندل شي، ډاکټران به د نورو فرصتونو په اړه مالومات درکړي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.

له دې پرته ښوونځيو ته د شاملېدو د ازموينې ترسره کولو تاييدليک هم درکول کيږي. دا سند بايد په ښه توګه وساتئ، ځکه په ښوونځي کې د نوم ثبتولو لپاره اړين دی. ښوونځي ته د شاملېدو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې ولولئ. ډاکټران به د ازموينې پايله اړوند ښوونځي ته هم وليږي. البته هغوی ته يوازې عمومي مالومات لېږل کيږي؛ د بېلګې په توګه دا چې ماشوم په کومه برخه کې ځانګړې پاملرنې يا ملاتړ ته اړتيا لري. تاسې ته د ټول هغو مالوماتو په اړه خبر درکول کيږي، کوم چې له ښوونځي سره شريکيږي. ښوونځي ته مالومات ستاسې له تاييد وروسته لېږل کيږي.

مهم:

مهم: هر ماشوم له بل سره توپیر لري او د ښوونځي پیل کولو لپاره بېلابېلې اړتیاوې لري. ښوونځي ته د شاملېدو ازموينې له لارې دا ډاډ ترلاسه کيږي چې ماشوم هیڅ شی له لاسه نه ورکوي او د ښوونځي لپاره ښه چمتووالی لري. که ماشوم لاهم ملاتړ ته اړتیا لري،کومه ستونزه نه ده. پایله ډېر وخت له دې سره اړه لري چې ماشوم د ازموینې په ورځ په کوم حالت کې دی. د مثال په توګه، که ماشوم ستړی، ناروغ یا هيجاني وي، ښايي په پایله اغیز ولري.

ښوونځي ته د شاملېدو ازموینه په کوم عمر کې اخیستل کیږي؟

د اصولو له مخې د ښوونځي شاملېدو ازموینه د ماشوم د ښوونځي پیل کولو څخه یو کال وړاندې ترسره کیږي. په دې ډول ښايي ستاسې ماشوم شاوخوا پينځه کلن وي. البته، ماشوم کولی شي مخکې له مخکې ښوونځي ته د شاملېدو په ازموینه کې ګډون وکړي. په ازموينه کې ګډون، ښوونځي ته له نوم لیکنې څخه دوه کاله د مخه شونی دی.

ښوونځي ته د شاملېدو ازموینه کله او چیرته اخیستل کیږي؟

په عمومي ډول د روغتيا له ادارې څخه ښوونځي ته د شاملېدو ازموینې لپاره بلنليک ترلاسه کوي. همدا شان ښايي د ماشوم له وړکتون یا راتلونکي ښوونځي څخه هم بلنه ترلاسه کړئ. په لیک کې کره نیټه او هغه پته ليکل شوې وي، چیرې چې بايد ازموینه ترسره شي. ځینې دفترونه د بلنليک تر څنګ یو پوښتنلیک هم لیږي. پوښتنلیک ډېر وخت د ماشوم  د روغتیا او ودې په اړه پوښتنې لري. د بېلګې په توګه دا چې  ماشوم کومې ناروغۍ درلودې او یا کله يې تګ پيل کړی دی. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.

دا چې ستاسې ماشوم کله دا بلنليک ترلاسه کوي، ستاسې په فدرالي ایالت کې له ټاکلې نېټې (Stichtag) سره اړه لري. ټاکلې  نېټه هغه نېټه ده چې ماشوم باید په هغه ورځ، د راتلونکي کال ښوونځي پیل کولو لپاره یو ټاکلی عمر ولري. که ستاسې ماشوم له دې نیټې څخه مخکې یا په دې نیټه زیږیدلی وي، کولی شي په راتلونکي ښوونيز کال کې ښوونځي پیل کړي. البته دا ټاکلې يا وروستۍ نیټه په هر ایالت کې توپیر لري. د خپل ايالت اړوند ټاکلې نېټه پر (Website des Bildungsserver) موندلای شئ. دلته ټول فدرالي ایالتونه له اوسنيو اړونده مقرراتور سره په يوه لړ کې موندلای شئ.

ښوونځي ته د شاملېدو ازموينې د بلنيک ترلاسه کوونکي بايد څه وکړي؟

کله چې ښوونځي ته د شاملېدو د ازموينې لپاره بلنيک ترلاسه کړئ، په خپله سيمه کې له روغتيا ادارې (Gesundheitsamt) سره اړيکه ونيسئ. د خپلې سيمې اړوند روغتيا اداره د رابرت کوخ انستيتيوت پر وېبسایټ موندلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او يا پوستي کوډ ورکړئ او پلټنه وکړئ. په دې ډول د اړوندې ادارې پته، ټليفون شمېره او برېښناليک موندلای شئ.

که ماشوم مې معلوليت يا ناروغي ولري، څه وکړم؟

که ماشوم مو معلوليت او يا اوږدمهاله ناروغي هم ولري، ښوونځي ته د شاملېدو په ازموينه کې ګډون کوي. د ازموينې پر مهال ډاکټران ګوري چې ماشوم کومې ځانګړې اړتياوې لري او کوم ښوونځی ورته غوره دی. په جرمني معلوليت ته له کتو پرته ټول ماشومان په يو ډول ښوونځيو کې د ګډون حق لري. که دا نه غواړئ،  ماشوم مو کولای شي د ځانګړو اړتياوو اړوند ښوونځي (Förderschule) ته تلای شي. په دې ښوونځيو کې د ماشوم ځانګړو اړتيا ته ښه پاملرنه کيږي. دوی هلته د بېلګې په توګه په کراره زده‌کړه کوي او د ځانګړو متخصصو ښوونکو له لوري زياته مرسته ورسره کيږي.

کولای شئ له معاينه کوونکو ډاکټرانو څخه په خپل شاوخوا کې د نورو مناسبو ښوونځيو يا فرصتونو په اړه پوښتنه وکړئ او مرسته ترې وغواړئ. که پخوا مو کوم وړ ښوونځی موندلی وي، کولای شئ له ډاکټرانو سره يې په اړه خبرې وکړئ.

د ټاکل شوي وړ ښوونځي له ادارې او ښوونې رياست د شموليت له ادارې (Inklusionsstelle Ihres Schulamtes) څخه هم مرسته غوښتلای شئ. د شموليت ادراه په انټرنېټ کې موندلای شئ. په ګوګل کې د دې ادارې او خپلې سيمې نوم وليکئ او پلټنه وکړئ. د ځوانو مهاجرو د خدمتونو (Jugendmigrationsdienst) او والدينو د عاجلې شمېرې (Elternhotline) له ادارو څخه هم مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارو مشوره وړيا ده.

د معلوليت په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (معلوليت لرونکي کسان) کې لوستلای شئ.

ماشومان څه ډول د شاملېدو ښوونځيو د ازموينې لپاره ثبتولای شو؟

له هغه وروسته چې بلنليک ترلاسه کړئ، بايد يو ټاکلی وخت واخلئ، په کوم کې چې د ماشوم د ازموينې لپاره کره ورځ او ساعت مالوم شوي وي. د ثبت په اړه بشپړ مالومات د روغتيا ادارې په بلنليک کې موندلای شئ. په ځينو سيمو کې د ټليفوني اړيکې په مرسته او يا هم انلاين وخت يا ترمين اخستلای شئ. که ډاډه نه ياست، په خپله سيمه کې له روغتيا ادارې (Gesundheitsamt) سره اړيکه ونيسئ. د خپلې سيمې اړوند روغتيا اداره د رابرت کوخ انستيتيوت پر وېبسایټ موندلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او يا پوستي کوډ ورکړئ او پلټنه وکړئ. په دې ډول د اړوندې ادارې پته، ټليفون شمېره او برېښناليک موندلای شئ.

که مرستې ته اړتيا لرئ، . د ځوانو مهاجرو د خدمتونو (Jugendmigrationsdienst) او والدينو د عاجلې شمېرې (Elternhotline) له ادارو څخه هم مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارو مشوره وړيا ده او کارکوونکي يې په ګڼو ژبو خبرې کولای شي.

ښوونځيو ته د شاملېدو ازموينې لپاره بايد څه له ځان سره ولرو؟

ښوونځي ته د شاملېدو ازموينې لپاره بايد خامخا لاندې سندونه له ځان سره ولرئ:

-        د ماشومانو د واکسينو کارت يا کتابچه

-        د ماشومانو د معايناتو زېړه کتابچه (das gelbe Heft)

که له بنليک سره پوښتنليک هم درته لېږل شوی وي، هغه هم بايد ډک کړئ او له ځان سره يې ولرئ. که د پوښتنليک په ځينو پوښتنو نه پوهېږئ، کولای شئ د ازموينې پر مهال يې په اړه له اړوند ډاکټر سره خبرې وکړئ. همدا شان کولای شئ له مشورتي مرکزونو څخه هم مرسته وغواړئ. د مشورتي مرکزونو په اړه مالومات لاندې په بله برخه کې لوستلای شئ.

دا مهمه ده چې د ازموينې پر مهال مور يا پلار او يا داسې څوک موجود وي چې ماشوم ښه وپېژني. وروسته بيا ډاکټر د ازموينې پر مهال د ماشوم د ودې په اړه پوښتنې کوي او له ازموينې وروسته له تاسې په دې اړه غږيږي چې ماشوم ښوونځي ته د تګ لپاره تیار دی او که نه.

که ماشوم ښوونځي ته د تګ لپاره تيار نه وي، د پالنې او روزنې نور کوم فرصتونه شته؟

ټول ماشومان يو ډول چټکه وده نه کوي. البته په جرمني کې د ټولو ماشومانو لپاره د پالنې او روزنې کافي فرصتونه شته. د دې فرصتونو شتون ستاسې له سيمې او د ماشوم له اړتياوو لپاره د مرستو له ډول سره تړلی دی:

-        که ماشوم له ځانګړو حرکتونو سره ستونزه ولري، د بېلګې په توګه حرفوي درملګر (Ergotherapie) يې درملنه کوي. په دې ډول درملنه کې متخصص درملګر له ماشوم سره مرسته کوي څو په ورځني ژوند کې بېلابېل حرکتونه زده‌ کړي. په دې کې ښايي د بياتي او قلم په شان توکو د کارولو څرنګوالی شامل وي.

-        که ماشوم په خبرو کې بنديږي او يا د خبرو پر مهال نورې ستونزې ولري، د وينا درملګران (Logopäd*innen) يې درملنه کوي. دا درملګران د ژبې او خبرو د ستونزو په برخه او حلولو کې تخصص لري.

يادونه: د دې مرستو ترلاسه کولو لپاره له ډاکټر څخه يو تاييدليک ته اړتيا لرئ. له دې پرته بايد د درملنې پیسې خپله ورکړئ. ښه به وي چې له يوه عمومي ډاکټر/ې (Allgemeinarzt*inn) سره خبرې وکړئ څو وګوري چې ماشوم دې ډول درملنو ته اړتيا لري او که نه. پر (bundesaerztekammer.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې داسې ډاکټران موندلای شئ چې ښايي ستاسې په ژبه خبرې وکړي. د ډاکټرانو د تاييدليک ترلاسه کولو په شان نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کډوالو لپاره روغتيايي پاملرنه) کې لوستلای شئ.

مهم: که ماشوم مو روغتيايي بيمه او الکترونيکي  روغتيايي کارت ونه لري، ښايي د ډاکټر د تاييدليک ترلاسه کول ستونزمن وي. ښه به وي چې په داسې حالت کې مشوره ترلاسه کړئ. د بېلګې په توګه د خپل ايالت د مهاجرو له شورا څخه مرسته غوښتلای شئ.

که ماشوم په جرمني ژبه ښې خبرې ونه کړای شي، څه بايد وشي؟

که ماشوم په جرمني ژبه ښې خبرې ونه کړای شي، کولای شئ هغه ته د بېلګې په توګه کيسې ولولئ. پر (stiftung-lesen.de) وېبسایټ، له درې کالونو د پورته عمر لرونکو ماشومانو لپاره د کيسو لوستلو په اړه په څو ژبو لارښوونې موندلای شئ. پر (Projekt Bilingual Picture Book) وېبسایټ هم په دوو ژبو ليکل شوي ډېر انځوريز کتابونه موندلای شئ. په ځينو ايالتونو کې د وړکتونونو لپاره ځينې ځانګړي مرستندوی پروګرامونه هم شته. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ښوونځي ته شاملېدل) کې هم لوستلای شئ.

زموږ د ښوونځيو په مالوماتي څپرکي کې د دې ډول ماشومانو لپاره د مشورو ترلاسه کولو په اړه نور مالومات هم موندلای شئ. د مرستې او ملاتړ د نورو پروګرامونو په اړه له خپل وړکتون او راتلونکي ښوونځي هم مالومات ترلاسه کولای شئ. همدا شان د خپلې سيمې د يوګندامت له ادارې څخه هم په دې اړه مالومات اخستلای شئ. د سيمې اړوند يوګندامت اداره پر (jugendaemter.com) وېبسایت ومومئ.

کولای شم ښوونځيو ته د شاملېدو ازموينې لپاره ژباړن له ځان سره بوځم او لګښتونه يې ورکول کيږي؟

هو. کولای شئ ښوونځيو ته د شاملېدو ازموينې لپاره ژباړن له ځان سره کړئ. البته غوره به وي‌ چې لومړی له خپل ماشوم سره خبرې وکړئ او که اړينه وي، په ګډه يو ژباړن وټاکئ.

که خپله د ژباړې لپاره څوک نه پېژنئ، ښايي د ځوانو مهاجرو خدمتونه (Jugendmigrationsdienst) مرسته درسره وکړي. هلته د ژباړن د لګښتونو په اړه هم مالومات موندلای شئ. همدا شان د والدين عاجلې شمېرې (Elternhotline) له ادارې څخه هم د ژباړن په موندلو کې مرسته غوښتلای شئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

د ځوانو مهاجرو د خدمتونو (Jugendmigrationsdienst) او والدينو د عاجلې شمېرې (Elternhotline) له ادارو څخه هم مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارو مشوره وړيا ده او کارکوونکي يې په ګڼو ژبو خبرې کولای شي.

نورې مشورتي ادارې پر (des Bundesverbandes für Erziehungsfragen e.V.) وېبسایټ هم موندلای شئ. دلته په خپله ژبه د مشورتي فرصتونو لټون هم کولای شئ.

که د ماشومانو او کورنيو د ځانګړو موضوعاتو په اړه پوښتنې لرئ، کولای شئ پر (Deutsche Arbeitsgemeinschaft für Jugend- und Eheberatung e.V.) وړ مشورتي ادارې ومومئ. هلته په منځنۍ برخه کې خپل نوم، سيمه يا پوستي کوډ ورکړئ او په کيڼ اړخ کې اړونده موضوع وټاکئ. په دې توګه په خپل شاوخوا کې د شته مشورتي ادارو پتې ترلاسه کولای شئ.

مهم

کله چې ماشوم ښوونځی پيلوي، ښايي والدين او خويندې يا وروڼه تر فشار لاندې راشي. د دې ستونزو د حل لپاره پر (der Bundeskonferenz für Erziehungsberatung e.V.) وېبسایټ يوه مشورتي اداره موندلای شئ. دلته ښايي داسې مشاوران يا مشاورانې هم ومومئ چې ستاسې په ژبه خبرې کوي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: