حرفوي زدکړې يا Ausbildung

آيا زه حرفوي زدکړې يا Ausbildung ترسره کولای شم؟

په جرمني کې حرفوي زدکړې يا اوسبيلډونګ يو تحصيلي سيستم دی چې په افغانستان کې له مسلکي ښوونځيو، تخنيکم او سوريه کې له منځنيو انستيتيوتونو سره د پرتلې وړ دی خو په جرمني کې دا سيستم د لوړو تدريسي تخنيکونو او زياتو علمي معيارونو درلودونکی دی. په دې سيستم کې عملي او نظري زدکړې يو ځای کيږي. په جرمني کې حرفوي زدکړې درې ډوله دي: دوه‌ګونې وظيفوي حرفوي زدکړ (Duale Berufsausbildung)، د ښوونځيو حرفوي زدکړې (Schulische Ausbildung) او د دوه‌ګونو حرفوي زدکړو سند (Ausbildungsorientiertes duales Studium).

د دوه‌ګونې حرفوي روزنې پر مهال مياشتنی معاش ورکول کيږي خو ځينې خصوصي ښوونځي د دې روزنې لپاره فيس هم اخلي. د ښوونځيو په حرفوي روزنه او د دوه‌ګونې حرفوي روزنې په سند کې تل معاش نه کول کيږي. د حرفوي زدکړو موده نظر ښوونځي، پوهنتون او پروګرام ته توپير کوي خو په معمول ډول له يوه تر درې‌نيم کالو دوام کوي. حرفوي زدکړې د هغه چا لپاره ښه بديل دی چې نه شي کولای پوهنتون ته ولاړ شي او يا خپلې زدکړې هلته بشپړې کړي. جرمني ته د نويو راغلو لپاره حرفوي زدکړې ډېرې مهمې دي څو وکړای شي په چټکۍ د کار بازار ته ورګډ شي. دلته به موږ تاسې ته د حرفوي زدکړو د ډولونو، د نوم ليکلو پروسې او مياشتني معاش په اړه مالومات وړاندې کړو. تاسې همدا شان کولای شئ په يوټيوب کې په دې اړه په انګليسي ژبه مالوماتي ويډيوګانې او په www.make-it-in-germany.com وېبسایټ کې په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي او جرمني ژبو نور مالومات تر لاسه کړئ.

په څه بايد پوه شم؟

دوه‌ګونې وظيفوي حرفوي زدکړې يا Duale Berufsausbildung

د ښوونځيو حرفوي زدکړه (Schulische Ausbildung)

غبرګې حرفوي زدکړې Ausbildungsorientiertes duales Studium

څنګه کولای شم د حرفوي زدکړو لپاره نوم‌ليکنه وکړم؟

زما لپاره کومې حرفوي زدکړې غوره دي؟

د اوسبيلډونګونو د نوم ليکنې نېټې

معاش

د حرفوي روزنې په پای کې به تاسې له ښوونځي، پوهنتون يا (HWK  او  IHK) په شان بنسټونو څخه د فراغت سند تر لاسه کړئ. له دې وروسته د کار ډېر فرصتونه په مخ کې لرئ. تاسې همدا شان کولای شئ نور هم خپلو زدکړو ته دوام ورکړئ.