ليلا حمدزۍ
د مولټي مېډيا ټيم مشره
د زړه له تله ژورنالېسته او له جذبې سره څورسنيزه کيسهکوونکې. ليلا احمدزۍ محتوا توليدوي او پوهه شريکوي څو خلک يو له بل سره وتړي. د دې فعاليت د خلکو او د هغوی د کيسو په اړه دی او موضوعات يې جګړه، جنسيت او جنګي جنايتونه دي او د خپل وخت په سياسي او ټولنيزو مسلو تمرکز لري. هغه په کابل کې زېږېدلې او لويه شو او په اوولس کلنۍ کې جرمني ته راغلې ده. په ۲۰۰۹ کې يې د هانوور له پوهنتون څخه په فوټوژورناليزم او د مستندو فلمونو فوټوګرافۍ څانګه کې ماسټري ترلاسه کړې ده. د ليلا ډېر انځورونه د شپيګل، لاس انجلس ټايمز، Standart، Courrier International, ARD, Arte، پښتو بيبيسي په ګډون په ډېرو نړيوالو رسنيو کې خپاره شوي دي. همدا شان د ويلي براندرت هاوس،, World Press Photo, Fotoistanbul, KOLGA Tiblisi Photo, Photo Kabul, "Mediterranean Biennial Sakhnin" Israel, "Futebol, ريوديژنيرو، بوينس آيرس او امستردام په شان نړيوالو نندارتونونو کې هم نندارې ته وړاندې شوي دي. په ۲۰۱۴ کال کې د ليلا احمدزۍ د (خاموشه شپه – د کندهار عاموژنه) په نوم لنډ مولټي ميډيا فلم د لنډو فيچرونو په برخه کې د نړيوالو رسنيو د انځور جايزه ترلاسه کړه.
ليلا حمدزۍ له ۲۰۱۶ کال رهيسې د هنډبوک جرمني : ټوګېدر په پروژه کې لومړی د خپلواکې توليدوونکې او اوس د مولټيميډيا ټيم د مشرې په توګه کار کوي.