د بهرنيانو چارو ادارې په اړه لاندې وګورئ.
پنا (Asyl): پنا هغه خونديتوب دی چې دولتونه يې تر شکنجه لاندې کسانو ته ورکوي. هغه کسان چې تر تعقيب لاندې دي؛ په کوربه هېواد کې د دايمي اوسېدو غوښتنه کوي. د دې کار لپاره د پناغوښتنې اړتيا ده. د دولت مسؤولين هره دوسيه څيړي او د اسنادو له مخې پرېکړه کوي چې پنا ورکړي که نه او که هو نو کوم ډول. که څوک په جرمني کې پنا ترلاسه کړي؛ دلته اوسېدلای شي.