د جرمني په ايالتونو کې د کورونا اړوند مقررات

زما په ايالت کې کوم مقررات پلي کيږي؟

جرمني يو فدرالي هېواد دی. د دې مانا دا دا ده چې فدرالي ايالتونه ځينې پرېکړې په خپله کولای شي. دا کار د کورونا اړوند مقرراتو پلي کولو پر مهال هم کيږي. اوس مهال دا مقررات په بېلابېلو ايالتونو کې يو له بل سره توپير لري. دلته د خپل ايالت په اړه ټول مالومات موندلای شئ.

مهم: په ټولو دفترونو او دوکانونو کې د واټن ساتلو او ماسک اچولو په شان صحي تدابير په پام کې نيول کيږي. خلک بايد يو له بله يونيم متر واټن وساتي او په سرپټو ځايونو کې ماسک واچوي.

پاملرنه: کم شوي بنديزونه ښاييي بېرته زيات شي. په هغو سيمو کې چې په يوه ټاکلې موده کې د کووید ۱۹ ناروغان زيات شي، بېرته په ډېرو فعالتونو بندیزونه لګول کيږي.

يادونه: دلته ټول مالومات کابو هره ورځ کتل کيږي او تازه کيږي.

زما په ايالت کې کوم مقررات پلي کيږي؟

بادن ورتمبرګ

بایرن

برلین

برانډنبرګ

برېمن

هامبورګ

هېسن

مکلینبرګ فورپومرن

نيدرزاکسن

ناردراین وستفالن

راینلندفالڅ

زارلنډ

زاکسن

زاکسن انهالت

شلسويګ هولشټاين

تورينګن

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ؛ ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. همدا شان کولای شئ د جرمني د ناروغيو خدماتي مرکز (۱۱۶۱۱۷) شمېرې ته هم زنګ ووهئ او د خپلې ناروغۍ په اړه مالومات ورسره شريک کړئ. د دې تر څنګ د خپل ايالت اړوند د کرونا بېړنۍ شمېرې ته هم ټليفون کولای شئ. که حالت ډېر خطرناک وي؛ ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ.