په جرمني کې کوويد ۱۹ ناروغي او نوی کورونا وايروس

د کورونا د نوي وايروس په اړه ټول مالومات دلته ولولئ.

نوی کورونا وايروس په جرمني کې هم خپور شوی دی او په اړه يې هره ورځ تازه مالومات راځي؛ کوم چې زموږ ورځنی ژوند اغېزمنوي. د حالاتو د کنټرول لپاره فدرالي حکومت او ايالتونه يو له بل سره په دوامدار ډول خبرې کوي. په دې برخه کې موږ د نويو بدلونونو، کار، ښوونځيو او سياسي پلانونو په اړه مالومات درکوو. دا مالومات به هره ورځ تازه کيږي. موږ ټول مالومات له خپرولو وړاندې بيا ګورو؛ څو د ناسمو او درواغ خبرونو خپرولو مخنيوی وکړو.

په څه بايد وپوهېږم؟

کورونا وايرس څه ډول خپريږي؟

په دې وایرس د ککړېدو نښې څه دي؟

که په ځان مې د کورونا ناروغۍ شک راشي؛ څه وکړم؟

دا ناروغي څومره خطرناکه ده؟

څوک ډېر له ګواښ سره مخ دي؟

کورنی قرنطين څه ته وايي؟

د وايروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره څه کولای شم؟

د کورونا وايروس په اړه کره او سم مالومات چېرته موندلای شم؟

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ؛ ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. همدا شان کولای شئ د جرمني د ناروغيو خدماتي مرکز (۱۱۶۱۱۷) شمېرې ته هم زنګ ووهئ او د خپلې ناروغۍ په اړه مالومات ورسره شريک کړئ. د دې تر څنګ د خپل ايالت اړوند د کرونا بېړنۍ شمېرې ته هم ټليفون کولای شئ. که حالت ډېر خطرناک وي؛ ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ.