کورونا وايروس او ټولنيز ژوند

د کورونا د بحران پر مهال ټولنيز ژوند او لېږد رالېږد څه ډول دی؟

کورونا وايروس جرمني هم لاندې کړی دی او په اړه يې هره ورځ تازه مالومات راځي؛ کوم چې زموږ ورځنی ژوند اغېزمنوي. له همدې کبله د تګ راتګ او باندې وتلو په ګډون د ټولنيزو اړيکو په اړه کابو هره ورځ نوي مقررات پلي کيږي. همدا شان د سرحدونو او هوايي ډګرونو تړلو په شان مهمې پرېکړې شوې دي او ښايي دا حالت هره شېبه بدل شي. دلته په دې اړه تازه او کره مالومات درکوو.

په څه بايد وپوهېږم؟

څنګه پوه شم چې په کوم ځای ته په سفر بنديز دی؟

په نورو هېوادونو کې په وايرس د ککړېدو ګواښ څومره دی؟

که د کرونا وايروس له بلې سيمې جرمني ته راشم؛ څه وکړم؟

د کورونا وايروس په اړه کره او سم مالومات چېرته موندلای شم؟

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ؛ ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. همدا شان کولای شئ د جرمني د ناروغيو خدماتي مرکز (۱۱۶۱۱۷) شمېرې ته هم زنګ ووهئ او د خپلې ناروغۍ په اړه مالومات ورسره شريک کړئ. د دې تر څنګ د خپل ايالت اړوند د کرونا بېړنۍ شمېرې ته هم ټليفون کولای شئ. که حالت ډېر خطرناک وي؛ ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ.