کورونا وايروس او د کډوالو لپاره اړين مالومات

د کورونا د بحران پر مهال د کډوالو حالت څنګه دی؟

کورونا وايروس د نورو هېوادونو په شان په جرمني کې هم ډېر خپور شوی او د ورځني ژوند تر څنګ يې د مهاجرت او کډوالۍ اړوند سيستمونه او اړوندې چارې هم ټکنی کړې دي. دلته به د مهاجرت او پنا غوښتنې اړوند هغه مالومات ومومئ چې له کورونا سره تړاو لري. همدا شان د کورونا د بحران پر مهال د دوبلين پروسې يا د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه هم مالومات موندلای شئ.

کډوال او مهاجر بايد په څه وپوهيږي؟

کمپونو کې حالت څنګه دی؟

اوس هم خلک ډيپورټ کيږي؟

د دوبلين پروسه څنګه کيږي؟

کولای شم اوس هم د پنا غوښتنه وکړم؟

د پناغوښتنې پر قضيو لا هم کار کيږي؟

څنګه کولای شم د خپل ډولډونګ وخت تمديد کړم؟

د کورنيو غړو د راوستلو لپاره زما غوښتنه څنګه کيږي؟

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ؛ ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. همدا شان کولای شئ د جرمني د ناروغيو خدماتي مرکز (۱۱۶۱۱۷) شمېرې ته هم زنګ ووهئ او د خپلې ناروغۍ په اړه مالومات ورسره شريک کړئ. د دې تر څنګ د خپل ايالت اړوند د کرونا بېړنۍ شمېرې ته هم ټليفون کولای شئ. که حالت ډېر خطرناک وي؛ ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ.