کورونا وایروس او حکومتي مرستې

د جرمني حکومت د کورونا د بحران پر مهال کومې مرستې کوي؟

د کورونا دوهمه څپه خپره ده او په اړه يې هره ورځ تازه مالومات راځي؛،کوم چې زموږ ورځنی ژوند او کار اغېزمنوي. له همدې کبله په جرمني کې د رستورانتونو او بارونو په شان ځايونو خپل کارکوونکي رخصت کړي او يايې د کار وختونه رالنډ کړي دي. د دې تر څنګ ډېر کسان له کوره کار کوي خو د ټول کسانو لپاره دا اسانتيا نشته. په دې ډول ازاد کارکوونکي او کاروباريان له مالي ستونزو سره مخ دي خو حکومت هڅه کوي دوی له ډېوالي کېدو وژغوري. دلته به د کورونا پر مهال د حکومتي مرستو په اړه ټول مالومات ولولئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

که څوک له کاره منفک شي او يا يې عايد کم شي؛ څه کولای شي؟

جاب‌سنټر د کورونا له کبله اضافه پیسې ورکوي؟

که کوم محصل خپله څنګيزه دنده له لاسه ورکړي؛ مرسته ورسره کيږي؟

سوداګر او د شرکتونو خاوندان د عايد کمېدلو پر مهال څه کولای شي؟

د کورنيو لپاره کوم ډول مرسته شته؟

د خپل کور کرايه نه شم ورکولای؛ څه وکړم؟

نه شم کولای خپل بېلونه تحويل کړم؛ څه وکړم؟

که له دولته مرسته ترلاسه کړم؛ د استوګنې اجازې ته مې ستونزه جوړيږي؟

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ؛ ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. همدا شان کولای شئ د جرمني د ناروغيو خدماتي مرکز (۱۱۶۱۱۷) شمېرې ته هم زنګ ووهئ او د خپلې ناروغۍ په اړه مالومات ورسره شريک کړئ. د دې تر څنګ د خپل ايالت اړوند د کرونا بېړنۍ شمېرې ته هم ټليفون کولای شئ. که حالت ډېر خطرناک وي؛ ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ.