خوراک او څښاک

د جرمني خوړنيز فرهنګ څه ډول دی؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

کله چې خپل هېواد پرېږدو؛ هغه خواړه مو ډېر ياديږي چې له وړکتوبه ورسره عادت شوي يو. له نېکه مرغه په جرمني کې د آسيايي او افريقايي هېوادونو د خوړو اړوند ډېری توکي موندل کيږي. ډېر ځانګړي سوپرمارکېټونه شته چې له نورو نورمالو سوپرمارکېټوو څخه په ارزانه بيه دوديز خواړه، حلال توکي، سابه، مېوې او سربسته خوراکي توکي پلوري. يوازې اړتيا ده چې دا مارکېټونه ومومئ. په انټرنېټ کې د جرمني د مختلفو ښارونو د سوپرمارکېټونو لېستونه موندلای شئ. په لويو ښارونو کې په هره حوزه کې د نړيوالو خوړو پلورونکي سوپرمارکېټونه موندل کېدای شي.

په جرمني کې خوراک او څښاک

الکول

ساسچ

ډونر کباب

باربيکيو

اوبه

سابه خوړونکي او وېګان

حلال خواړه

په جرمني روژه او روژه‌ماتی

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

د پلورنځيو د کار وختونه

په جرمني ټولې هټۍ پر يوه وخت نه پرانستل کيږي. ډېری ستر مارکېټونه د سهار له اتو د شپې تر اتو پرانستې وي خو ښايي له يوه ايالته تر بله توپير ولري. په وړو ښارګوټو او کليو کې دوکانونه وختي بنديږي او يا هم ښايي څو محدود ساعتونه پرانستي وي. د يکشنبې او رخصتۍ په ورځو له نانواييو، رستورانونو او د ټرېن په تمځايونو يا پمپ سټېشنونو کې له وړو پلورنځيو پرته نورې ټولې هټۍ تړلې وي. د دوشنبې په ورځ ډېری سلمانۍ او سينګارتونونه او واړه پلورنځي بند وي. د هټيو د پرانستې او بندېدو وختونه ډېر وخت د هټۍ په ورونو ليکل شوي وي.

مهم

د دې لپاره چې د يوه شي له حلالوالي ډاډه شئ؛ د پاکټ يا کوتي پر شا حلال نښه او د ترکيبي موادو لست وګورئ. په عمومي ځايونو، رستورانونو، وړکتونونو يا روغتونونو کې کارکوونکو ته ويلای شئ چې تاسې يا ماشومان مو د خوګ غوښه نه خوري.

يو ځای خوراک

په جرمني کې ډېر بنسټونه سيمه‌ييزو خلکو او بهرنيانو ته فرصتونه برابروي څو يو له بل سره په ګډه خواړه وخوري. د Zusammen essen, Refugees kitchen, über den Tellerrand kochen Hamburg, Berlin, Cologne, Stuttgart, Bremen, Koblenz په شان وېبسایټونون له لارې کولای شئ له خلکو سره مل شئ او يوځای ډوډۍ ورسره وخورئ.

Good Appetite!