د کډوالو لپاره روغتيايي خدمتونه

د روغتيا قوانين او زما حقونه څه دي؟

په جرمني کې هر څوک بنسټيزو روغتيايي آسانتياوو ته د لاسرسي حق لري. البته د دوی لپاره د روغتيايي خدمتونو دايره او د درملنې کچه په جرمني کې ستاسې د اوسېدو له مودې او د استوګنې د اجازې له ډول سره اړه لري. قبول شوي کسان په معمول ډول د روغتيايي بيمې درلودلو حق هم ترلاسه کوي او د بيمې له يوه شرکت سره ثبتيږي. د روغتيايي بيمې په اړه نور مالومات زموږ د بيمې په څپرکي کې لوستلای شئ.

هغه کسان چې سوسيالي مرسته ترلاسه کوي؛ د (AsylbLG) قانون له مخې روغتيايي خدمتونه ته لاسرسی لري. البته د دوی لپاره روغتيايي خدمتونه محدود دي او ډېر وخت يې درملنه د اړونده چارواکو له لوري کيږي. په دې کته‌ګورۍ کې هغه کسان راځي چې د پناغوښتنې پروسه يې روانه وي؛ ډولډونګ ولري او يا هم له پولې د تېرېدلو سرټيفیکېټ (Grenzübertrittsbescheinigung) ولري. له دې ډلې دوه ډوله کسان لرو: لومړی هغه چې په جرمني کې يې له ۱۵ مياشتو کم وخت کيږي او دوهم هغه چې په جرمني کې يې له ۱۵ مياشتو ډېر وخت تېر کړی وي.

د روغتيايي پاملرنې سيستم څه ډول دی؟

له ۱۵ مياشتو کم وخت کيږي چې زه په جرمني کې يم

زه له ۱۵ مياشتو زيات وخت په جرمني کې يم

ډاکټر چېرته موندلای شم؟

آيا د رواني درملنې لګښتونه ورکول کيږي؟

که څوک سندونه ونه لري؛ څه کولای شي؟

د بېړنيو حالاتو پر مهال څه کولای شم؟

مهم

ډاکټران اجازه نه لري چې ستاسې له اجازې پرته بل کس يا ادارې ته ستاسې اړوند مالومات ورکړي. دې مخنيوي ته طبي محرم‌والی (ärztliche Schweigepflich) وايي.