په جرمني کې کرايي کورونه

څنګه کولای شم په جرمني کې د اوسېدو لپاره کور ومومم؟

د دروازې په کولپ کې کلۍ

په وروستيو کلونو کې په جرمني کې د کورونو قيمتونه په چټکۍ لوړيږي. په وړو ښارونو او کليو کې حالت ښه دی خو په لويو ښارونو کې د وړ کور پيدا کول يو څه ستونزمن دي. د کورونو د موندلو لپاره معمول لاره په انټرنېټ کې پلټنه ده. ګڼ انټرنېټي وېبساټونه او پاڼې د کورونو د اعلانونو لپاره طرحه شوي او په دې اړه ډېرې خبرتياوې خپروي. بله سرچينه ښايي ورځپاڼې وي خو د دې لپاره چې وړ او له خپلو شرايطو سره سم کور ومومئ؛ لاندې مالومات ولولئ.

د کور موندلو لپاره په څه پوهېدلو ته اړتيا ده؟

څه ډول کولای شم د برېښنا قرارداد وکړم؟

ولې بايد د ټلويزيوني او راډيويي خپرونو لپاره پیسې ورکړم؟

چېرته د کور لپاره ارزانه سامان او فرنيچر موندلای شم؟

څنګه کولای شم انرژي ذخيره کړم او د شنه‌خوا کېدو مخنيوی وکړم؟

که په کور کې مې څه خراب شي؛ څه بايد وکړم؟

کومو مقرراتو ته بايد پاملرنه وشي؟

څنګه کولای شم د کرايې قرارداد فسخه کړم؟

د قرارد له فسخه کولو وروسته څه کولای شو؟

له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شو؟

مهم

په جرمني کې له کرايه نيوونکو کسانو څخه ښه قانوني ملاتړ کيږي. که د کور له خاوند سره ستونزه لرئ؛ د کرايه ورکوونکو د سلا مشورو له مرکز سره اړيکه ونيسئ. د سلا مشورې ځانګړي مرکزونه په معمول ډول د کرايه ورکوونکو د خونديتوب يا کرايه ورکوونکو اتحاديې دي. د دې ادارو کارکوونکي د ستونزو او د کور له خاوندانو سره د شخړو په حل کې له تاسې سره مرسته کوي.