د لاندې شرطونو پوره کوونکي کسان کولای شي چې الټرنګېلډ ترلاسه کړي:
- له خپلو بچي يا بچۍ سره يوځای په جرمني کې ژوند وکړي؛
- په خپله د خپل ماشوم پالنه وکړي؛
- په اونۍ کې له ۳۰ ساعتونو کم کار وکړي؛
- په جرمني کې د ژوند کولو او کار اجازه، کاري ډولډونګ (Beschäftigungsduldung) او يا د جرمني يا د (د ایسلنډ، لختنشتاين، ناروې، سويس په ګډون) د اروپايي ټولنې د بل غړي هېواد تابعيت ولري.
مهم: که څوک په خپل هېواد کې د جګړې له کبله د استوګنې قانون د ۲۳مې مادې د لومړۍ فقرې له مخې او يا هم د ۲۳ الف، ۲۴ یا ۲۵ مادې د درېيمې څلورمې يا پنځمې فقرې له مخې د استوګنې اجازه ولري؛ د دې پیسو ترلاسه کولو لپاره بايد له لاندې دوو شرطونو يو پوره کړي:
- کار وکړي؛ د والدينو په رخصتۍ کې وي او يا هم له کار وروسته د بېکارۍ پیسې (Arbeitslosengeld I
) ترلاسه کړي
يا
- په جرمني کې يې لږترلږه ۱۵ مياشتې وتلې وي.
د الټرنګېلډ ترلاسه کولو لپاره د کار ډول شرط نه دی. دا پیسې مامورين يا ټول کارکوونکي، د ازاد کار ترسره کوونکي، بېکاره شوي کسان، زدهکوونکي يا محصلين، د اوسبیلډونګ ترسره کوونکي او يا د کورونو مېرمنې يا نارينه ټول کولای شي د دې پیسو ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. خو: که څوک يوازې په کال کې له ۲۵۰٬۰۰۰ او يا د ماشوم د مور يا پلار سره په ګډه په کلني ډول له ۵۰۰٬۰۰۰ ډېرې يورو وګټي؛ نه شي کولای د دې پیسو غوښتنه وکړي.
د الټرنګېلډ د قوانينو له مخې دا پیسې د خپل سکني ماشوم؛ د ژوند د ملګري يا ملګرې د ماشوم، رضاعي او يا په زویولۍ يا لورولۍ نيولي ماشوم لپاره ورکول کيږي. په استثنايي حالتونو کې ښايي د لمسيانو او د خور يا ورور د بچيانو لپاره هم دا پیسې ترلاسه کولای شئ خو دا پیسې يوازې هغه مهال درکول کيږي چې د ماشوم خپل مور او پلار د هغه پالنه ونه کړي.