منځپانګې ته لاړ شئ

سيمه‌ييز لټون

په خپله سیمه کې مرسته ومومئ


زموږ لټونګر ماشین تاسې ته په وړيا ډول د نادولتي سازمانونو پتې او مالومات درکوي. د بېلګې په توګه مشورتي مرکزونه، د خلکو تر منځ او ټولنیز اړيکې، په ورځني ژوند کې د ملتیا خدمتونه او نور. همدا اوس خپله لټون وکړئ.

پرانیستل
    فلتر
    ترتیب شوي
    sort
    د څه په اړه مرستې ته اړتیا لرئ؟
    دا د چا لپاره دی؟
    په کومه ژبه مرستې ته اړتیا لرئ؟
    معلوم نه ده
    په نږدې شاوخوا کې
    radius
    د افر ډول

    په ټول هېواد کې بېړنۍ شمېرې

    پولیس
    ایا ته یا بله کوم کس تر ګواښ لاندې دی؟ د ۱۱۰ شمېرې له لارې له پولیسو سره اړیکه نيولی شئد پوليسو د ادارو کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي. زنګ وهل وړیا دي.

    د ژغورنې خدمات او د اوروژنې اداره
    ایا ته یا بل کوم کس بېړنی روغتيايي حالت لرئ؟ اورلګېدلی یا سېلاب راغلی دی؟ د ۱۱۲ شمېرې له لارې د ژغورنې خدماتو او د اور وژنې له ادارې سره تماس نیولی شې. د ژغورنې او اوروژنې د ادارو کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي. زنګ وهل وړیا دي.

    د مسموميت د بیړنۍ مرستې مرکز
    ایا څوک تاسې ته نږدې کوم څوک مسموم شوي ښکاري؟ که هو، نو په bvl.bund.de وېبسایټ ځان ته نږدې د مسموميت د مرستې مرکز ولټوئ. دا مرکزونه شپه او ورځ فعال دي. وېبسایټ په جرمني ژبه دی.

    بیړنی درملتون (Notapotheke)
    ایا د درملتون د پرانستې له وختونو پرته درملو ته اړتیا لرې؟ غواړئ په خپل شاوخوا کې یو بیړنی پرانستی درملتون ومومې. په apotheken.de  یا aponet.de کې هغه درملتونونه موندلی شې چې دا مهال د بیړني خدمت پر مهال فعال دي. د خپل ځای، ښار، کلي يا سيمي نوم او یا پوستي کوډ (Postleitzahl) لټون‌خوني ته ورکړه، څو درملتون پیدا کړې. وېب‌پاڼې په جرمني ژبه دي.

    له روغتيايي بيمې پرته طبي مرسته
    روغتیایي بیمه نه لرې؟ ځینې سازمانونه شته چې له بيمې پرته هم روغتيايي مرسته درسره کوي. دا مرسته پټه (بې‌نومه) او وړيا ده. په gesundheit-ein-menschenrecht.de  وېب‌پاڼه خپل ځای ته نږدې دا ډول سازمانونه موندلی شئ. همداراز، د "مالتېزر" او "مدي بیورو" وېب‌پاڼو کې هم د بې‌نومه روغتيايي مرستو په اړه مالومات موندلی شئ. دا وېب‌پاڼې هم په جرمني ژبه دي.
    پاملرنه: روغتونونه ستاسې مالومات نورو اشخاصو یا ادارو ته نه شي سپارلای. که مو بیړنۍ روغتیایي مرستې ته اړتیا پیدا شي، له دې کبله مه وېرېږئ

      ایا د تېښتې پر مهال مو له خپلې کورنۍ سره اړیکه پرې شوې؟ د جرمن‍ي سور صلیب (DRKد لټون خدمت له تاسې سره مرسته کوي، څو د کورنۍ هغه ورک غړي پیدا کړئ چې د جګړې یا تېښتې له امله مو له لاسه ورکړي دي. په drk-suchdienst.de کې کولی شئ خپله غوښتنه ثبت کړئ. دا خدمت وړیا دی. وېب‌پاڼه په جرمني، انګلیسي او روسي ژبو کې شته.

        ایا رواني ستونزې لرې او مرستې ته اړتیا لرې؟ په ipso-care  کې له تجربه‌لرونکو مشاورینو سره انلاين خبرې کولی شې. که بد احساس لرې، ناوړه پېښې دې لیدلي وي یا په سخت حالت کې یې، هغوی له تا سره مرسته کوي. ډېری مشاورین په څو ژبو خبرې کوي. مشورې پټې (بې‌نومه) او وړیا دي. دا وېب‌پاڼه په جرمني، انګلیسي، فرانسوي، ایټالوي، پرتګالي، روسي، اوکرایني، عربي، فارسي/دري، پښتو او ټيګرينيا ژبو ده.

        په BAfF  وېب‌پاڼه کې د جرمني لپاره د ټولو "رواني ټولنیزو مرکزونو" لړ موندلی شئ چې د کډوالو او د شکنجې د قربانیانو لپاره کار کوي. تاسې کولی شئ په خپل شاوخوا کې یو مرکز ومومئ او اړيکه ورسره ونيسئياد شوی لړ په جرمني ژبه دی.

        په refugee-trauma.help  وېب‌پاڼه کې د کډوالو لپاره، چې رواني ستونزې لري، ډېر مالومات او تمرینونه شته. دا مالومات او تمرینونه په ډېرو ژبو دي. وېب‌پاڼه په جرمني، انګلیسي، هسپانوي، عربي، فارسي/دري، امهري، ټيګرينيا او اوکرایني ژبو کتلی شئ.

          ایا د الکولو، نشه‌يي توکو یا قمار (شرط‌لګونې) معتاد یې؟ یا کوم خپلوان، د کورنۍ غړی یا دوست مو له اعتیاده کړیږي؟ د (۰۱۸۰۶۳۱۳۰۳۱) شمېرې له لارې د اعتیاد د بیړنۍ مرستې مرکز SuchtHotline سره اړيکه نیولی شئ. د دې مرکز مشاورین هره ورځ له سهار ۸ بجو څخه بيا د شپې تر۱۲ بجو پورې حاضر دي. تاسې کولی شئ خپلې اندېښنې ورسره شريکې کړئ یا پوښتنې ورڅخه وکړئ. دا مشورې په بېلابېلو ژبو وړاندې کېږي. تاسې کولی شئ خپل هويت او نوم پټ وساتئ. دا خدمت وړيا دی، خو یوازې د تلیفوني اړیکې عادي لګښت پرې کوئ. وېب‌پاڼه په جرمني ژبه ده.

            ایا د خپل اصل، تابعیت، جنسي لېوالتيا، جنس یا عمر له امله له توپيري چلند سره مخ شوی یې؟ د (۰۸۰۰۵۴۶۵۴۶۵) شمېرې له لارې د فدرالي حکومت د تبعیض ضد ادارې (Antidiskriminierungsstelleله کارکوونکو سره اړیکه نیولی شې. دا مشورې د دوشنبې تر پنجشنبې له سهار ۹ تر ماسپښین ۳ بجو وړاندې کېږي. د دې تر څنګ کولی شې په (beratung@ads.bund.de) پته برېښنالیک هم واستوې. د دې ادارې مشوره وړيا ده او که وغواړې، پټه (بې‌نومه) پاتې کېدای شي. د زنګ وهلو لپاره یوازې عادي تلیفوني لګښت پرې کېږي. وېب‌پاڼه په جرمني، انګلیسي او عربي ژبو ده.

              ایا اندېښنه لرې یا له ستونزو سره مخ یې او غواړې له چا سره خبرې وکړې؟ د (۱۱۶۱۱۱) شمېرې له لارې د (Nummer gegen Kummerله کارکوونکو سره تماس نیولی شېله دوی سره خپلې اندېښنې شريکې کولی شې او هغوی درته غوږ ږدي. دا مشورې له دوشنبې تر شنبې له ماسپښين ۲ بجو تر ماښام ۸ بجو پورې وړاندې کېږي. هغوی په جرمني ژبه خبرې کوي. ته کولی شې بې‌نومه پاتې شې او هويت پټ وساتې. دا مشوره وړيا ده او تلیفون هم هېڅ لګښت نه لري. وېب‌پاڼه په جرمني ژبه ده.

              بې‌سرپرسته کډوال ماشومان

              ایا ته لا ماشوم یې او له خپل مور و پلار پرته جرمني ته کډه شوی یې؟ پوښتنې لرې یا کومه ستونزه لرې؟ د BuMF ادارې کارکوونکي له تا سره مشوره کوي او مرسته درسره کوي. دا مشوره هره اونۍ د پنجشنبې په ورځ له سهار ۱۰ تر ۱۲ بجو وړاندې کېږي. له دوی سره د (۰۳۰۸۲۰۹۷۴۳۰) تلیفوني شمېرې له لارې یې اړیکه نیولی شېهغوی په جرمني ژبه خبرې کوي. د دې تر څنګ (beratung@b-umf.de) پتې ته برېښناليک هم لېږلی شې. مشوره وړيا ده. د تلیفوني اړیکې لپاره یوازې عادي لګښت پرې کېږي. وېب‌پاڼه په جرمني او انګلیسي ژبو ده.

                امېدواري

                ایا امېدواره یې او پوښتنې یا اندېښنې لرې؟ د (۰۸۰۰۴۰۴۰۰۲۰) شمېرې له لارې د Hilfetelefon-Schwangere in Not ادارې له مشاورینو سره اړيکه نیولی شې. هغوی په ګڼو ژبو خبرې کوي او شپه او ورځ فعال دي. دوی کولی شي تاسې نږدې مشورتي مرکز ته هم ور معرفي کړي. مشوره پټه (بې‌نومه) او وړيا ده. زنګ وهل هم هېڅ لګښت نه لري. وېب‌پاڼه په جرمني، انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، الباني، عربي، بلغاري، فارسي، کوردي، پولنډي، رومانیايي، روسي، سربیايي، ترکي او اوکرایني ژبو ده.

                تاوتریخوالی
                ایا له تاوتريخوالي سره مخ شوي ياست یا له تاوتریخوالي وېرېږئ؟ د (۱۱۶۰۱۶) شمېرې له لارې د Gewalt gegen Frauen ادارې سره اړیکه نیولی شې. د دې ادارې مشاورین شپه او ورځ او هر وخت درسره دي. دوی په ګڼو ژبو خبرې کوي. دا مرسته پټه (بې‌نومه) او وړيا ده. زنګ وهل هېڅ لګښت نه لري. حتی که ستا په تلیفون کې کریدت نه وي، بیا هم کولی شې اړیکه ونیسې. وېب‌پاڼه په جرمني، انګلیسي، فرانسوي، هسپانوي، روسي او ترکي ژبو شته.


                ایا له خپل ماشوم سره د چلند په اړه مرسته ته اړتیا لرې؟ د (۰۸۰۰۱۱۱۰۵۵۰) شمېرې له لارې له روزنیزو مشاورینو سره اړیکه نیولی شې چې مرسته کولی شي. دا مشاورین په جرمني ژبه خبرې کوي. د Elterntelefon شمېرې ته له دوشنبې تر جمعې هره ورځ له سهار ۹ تر ۱۱ بجو او همداراز د سهشنبې او پنجشنبې په ورځو له ماښام ۵ تر ۷ بجو پورې زنګ وهلی شئ. ته کولی شې بې‌نومه پاتې شې او هويت څرګند نه کړې. مشوره وړيا ده او زنګ وهل هم لګښت نه لري. وېب‌پاڼه په جرمني ژبه ده.

                  ایا له خپل ماشوم سره د چلند په اړه مرسته ته اړتیا لرې؟ د (۰۸۰۰۱۱۱۰۵۵۰) شمېرې له لارې له روزنیزو مشاورینو سره اړیکه نیولی شې چې مرسته کولی شي. دا مشاورین په جرمني ژبه خبرې کوي. د Elterntelefon شمېرې ته له دوشنبې تر جمعې هره ورځ له سهار ۹ تر ۱۱ بجو او همداراز د سهشنبې او پنجشنبې په ورځو له ماښام ۵ تر ۷ بجو پورې زنګ وهلی شئ. ته کولی شې بې‌نومه پاتې شې او هويت څرګند نه کړې. مشوره وړيا ده او زنګ وهل هم لګښت نه لري. وېب‌پاڼه په جرمني ژبه ده.

                    د سازمانونو لپاره

                    ایا غواړئ چې ستاسې خدمات زموږ په لټونګر ماشین کې شامل شي؟ زموږ د شبکې د همکارانو پاڼه وګورئ، هلته به نور مالومات ومومئ.

                    په فورم کې زموږ ټولنه

                    هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                    فورم ته دوام ورکړئ

                    ځای پر ځای ملاتړ

                    د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

                    سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
                    یو پروژه د
                    • medienmacher
                    • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
                    • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
                    • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
                    تميلوونکي:
                    • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو