سيمه‌ييز مالومات

ستاسې په خپله سيمه کې مشورتي او مرستندوی دفترونه

په خپله سيمه کې مالوماتو ته اړتيا لرئ؟ آيا د مشورې يا مرستې ترلاسه کولو په لټه کې ياست؟ دلته د بېلابېلو موضوعګانو په اړه له ټول جرمني څخه د مرستې وړانديزونه، لېنکونه او د ټليفون شمېرې ترلاسه کولای شئ. د دې ادارو کارکوونکي ستاسې سره د ټليفون له لارې يا انلاين مرسته کوي او يا مو مشورتي مرکزونو ته په تګ کې ملګرتيا کوي.

خبرتيا: د کورونا وایروس د خپرېدو له کبله په جرمني کې کابو ټول مشورتي دفترونه تر نامالومې مودې پورې تړلي دي. البته له دې ډلې ځينې يې په ټليفون او برېښناليک مشوره درکولای شي. د ګڼو مرستندويو ادارو پتې او لېنکونه، همدلته زموږ د سيمه‌ييز لټون پر ماشين موندلای شئ.

اوس مهال موږ د لاندې ښارونو په اړه مالومات درکوو: برلين، بيلفيلډ، بوخوم، براونشوایګ، کيمنيتڅ، هانوور، کولن، لايپزيګ، مونشن، نورنبرګ، اولډنبرګ، زابروکن، شواينفورت، شتوتګارت او ووپرتال.

د دې تر څنګ د لاندې ښارونو لپاره هم د لټونو ماشينونه شته:

که ستاسې د ښار نوم په پورته لړ کې نه وي؛ لاندې د ټول جرمني لپاره د مشورتي دفترونو د اړيکو شمېرې او پتې موندلای شئ.

دا ټول مشورتي مرکزونه نادولتي دي او د دولتي ادارو ته ستاسې مالومات نه ورکوي. د دې تر څنګ د دې مرکزونو خدمتونه وړيا دي. تاسې اړ نه ياست چې د سلا ترلاسه کولو يا مرستې لپاره پیسې ورکړئ. له ځينو ادارو سره ټليفوني اړيکه هم وړيا دي خو د ځينو نورو لپاره بايد د ټليفوني اړيکو معمول لګښتونه ورکړئ.

آيا تاسې په جرمني کې نوي ياست؟ د مهمو پتو او اړيکو شمېرو موندل غواړئ؟ که هو نو سم ځای ته راغلي ياست. موږ دلته د نوي پیل لپاره مهمې پتې او د اړيکو شمېرې راټولې کړي دي.

له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

په جرمني کې ژوند

د پنا غوښتنه او د استوګنې حقونه

زده‌کړه او کار

ټولنيزه-اروايي مرسته

نشه‌يي توکي او روږدتيا

تبعيض

د کورنۍ ورک شوي غړي

بېړنی حالت

دولتي ادارې

د ځانګړو ډلو لپاره ځانګړي خدمتونه

ماشومان او ځوانان

مېرمنې

ميندې او پلرونه

LGBTIQ*

معلول کسان