په هامبورګ کې له دولتي ادارو سره د اړيکې نيولو لپاره د وګړو شمېرې (۰۴۰۴۲۸۲۸۰) ته زنک وهلای شئ.
د بهرنيانو د تنظيم اداره (Ausländerbehörde)
Residents’ Central office Hamburg
Hammer Straße 30-34
22041 Hamburg
د ځوانانو چارو اداره (Jugendamt)
دلته خپله پته او د خپلې اړتيا په اړه وليکئ او وګورئ چې د ځوانانو چارو کومه اداره ستاسې مسؤوليت لري.
د وګړو يا اتباعو اداره (Bürgeramt)
د هامبورګ په هره ناحيه کې د مشتريانو د خدمتونو مرکزونه (Kundenzentren) شته چې د نومليکنې په شان اداري خدمتونه وړاندې کوي. دلته د دې ټولو مرکزونو پتې موندلای شئ.
د ټولنيزو چارو اداره (Sozialamt)
د دې لپاره چې پوه شئ د ټولنيزو چارو کومه اداره ستاسې د کارونو پر مخ بېولو مسؤوليت لري؛ کولای شئ د ادارو په موندونکي (Behördenfinder) کې يې وپلټئ.