مهدیس امیري

Mahdis Amiri
اوسمهالیز 05.09.2023

اېډېټره

مهديس اميري په ايران کې زېږېدلې او همالته لويه شوې ده. هغې د تهران او د فرانکفورت په ګويته پوهنتون کې د هنرونو، ارواپوهنې او رسنيو په څانګو کې زدکړې کړې دي. له ۲۰۰۶ کال راهيسې هغې د ايران د اعتماد ورځپاڼې او د سينما او تياتر د مجلو په شان له ايراني اخبارونو او مجلو سره د ژورنالستې او ژباړنې په توګه دندې ترسره کړې دي.
مهديس په ۲۰۱۱ کال کې جرمني ته راغله او د بي‌بي‌سي او آزادې اروپا راډيوګانو په شان پارسي‌ژبو رسنيو سره يې د آزادې خبريالې او څېړونکې په توګه کار کړی دی. د هغې تمرکز په مهاجرتي کلتوري او ټولنيزو موضوعاتو دی. د ۲۰۱۷ کال تر جون مياشتې پورې هغې د Amal Berlin څوژبنيز وېبسایټ سره د پارسي/دري برخې د مسؤولې په توګه کار کړی دی.
د ۲۰۱۷ کال په جولای کې مهديس اميري له هنډبوک جرمني سره د انګليسي برخې د سمونګرې په توګه کار پیل کړ او اوس د دې تر څنګ د هنډبوک جرمني د ټولنيزو رسنيو د پارسي برخې مسؤوليت هم لري.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: