محمود سعید

Mahmood Saeed
اوسمهالیز 05.09.2023

اېډېټر

محمود سعيد افغان انجينیر، مدني فعال، ليکوال او ژباړن دی. هغه د کابل پوليتخنيک پوهنتون کې سېول انجينيري لوستې او له بېلابېلو ملي او نړيوالو بنسټونو سره يې د انجينيرۍ او رسنيو په برخه کې کار کړی. محمود د بېلابېلو مدني ټولنو له بنسټګرو دی او په ۲۰۱۵ کال کې يې له نورو دوستانو سره په ګډه د لومړيتوب علمي او اکاډميک وېبسايټ بنسټ ايښی دی.
د هغه لومړی پښتو شوی کتاب (ستونزه دې ښکل کړه) په ۲۰۱۶ کال کې چاپ شو. همدا شان محمود بېلابېلو وېبسایټونو ته په  پښتو ژبه ګڼې علمي او ټولنيزې مقالې ليکلي او د کتابونو د اېډېټ، ژباړې او چاپ له څو ډلو سره همکار پاته شوی دی.
محمود سعيد په ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته راغئ او د جرمني ژبې زدکړه يې پیل کړه. هغه د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې له هنډبوک جرمني سره د پښتو اېډېټر په توګه یو ځای شوی او د پښتو برخې مسؤول دی. هغه هيله لري چې هنډبوک جرمني، په جرمني کې د مېشتو پښتنو لپاره د باور وړ په يوه سرچينه بدل کړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: