مېلتم ارسو

Meltem Arsu
اوسمهالیز 05.09.2023

ایډېټره

مېلتم ارسو د جرمني په مونستر ښار کې ټولنپوهنه، سياست او فلسفه لوستي دي. د هغې د زده‌کړو او بيا وروسته کار په دوران کې هغې د مهاجرت، تبعيض، جندر موضوعګانو، له استعمار وروسته څېړنو او خشونت پر ژبې تمرکز کړی دی. د زده‌کړو پر مهال هغې د پوهنتون له راډيو سره کار کړی دی. هلته د موزيک او متن اډېټره او مديره پاته شوې ده.

له ۲۰۱۵ کال راهيسې مېلتم په برلين کې خپل کاري ژوند پیل کړی دی. هغې لومړی د عامه اړيکو او د مهاجرت او بشري حقونو د سلاکارې په توګه کار کړی دی او بيا يې د مهاجرت د نوې څپې، په کار د ادغام او سياست په برخه کې د څېړنو د مرستيالې په توګه کار کړی دی. له دې پرته هغې د مهاجرت په برخه کې له فعالو بنسټونو سره هم کار کړی دی. له مهاجرت وروسته د ټولنو حالت او د مهاجرت د شاليد درلودونکو کسانو د پياوړتيا په اړه فکر هغه څه دي چې مېلتم يې په کاري ډګر کې دې ځای ته رسولې ده.

مېلتم د ۲۰۲۰ کال له فبرورۍ راهيسي له هنډبوک جرمني سره د اېډېټرې په توګه کار کوي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: