په ورځني ژوند کې د سپما لارې چارې

اوسمهالیز 02.05.2023

څه ډول کولای شم په ورځني ژوند کې پیسې وسپموم؟

خواړه، برېښنا او تودوخه. اوس مهال د هر شي بيې مخ پر لوړېدو دي خو بيا هم داسې فرصتونه شته چې په مرسته يې پیسې سپمولای شو. په دې څپرکي کې د ورځني ژوند پر مهال د برېښنا سپمولو، د کور ګرم ساتلو، د ارزانه خوړو، جامو او کور د وسايلو موندلو په اړه لارښوونې موندلای شئ.

د سپما لپاره مهمې لارښوونې

څنګه پوهېدای شو چې د برېښنا لګښت مو زيات دی؟

په جرمني کې د برېښنا لګست څارلو لپاره د برېښنا هنداره (Stromspielgel) شته. دا وسيله په جرمني کې د کورنيو د برېښنا منځنی لګښت تر څار لاندې لري. د دې سيستم په مرسته پوهېدای شئ چې ستاسې د برېښنا لګښت د نورو کورنيو په پرتله زيات دی او که نه. د دې کار لپاره د خپلې برېښنا د تېر کال بېل په جدول کې له نورو لګښتونو سره پرتله کړئ. د برېښنا هنداره‌ په جرمني ژبه پر (Stromspiegel.de) وېبسایټ کتلای شئ. 

د مصرفوونکو له ډېرو مرکزونو (Verbraucherzentralen) څخه د برېښنا د اندازه کولو اله هم امانت اخستلای شئ. د دې وسيلې په مرسته د يخچال په شان د کور د برېښنايي وسيلو د لګښت اندازه مالومولای شئ. په دې ډول پرېکړه کولای شئ چې کومې وسيلې بدلې کړئ او يا يې د کم لګښت لپاره برابرې کړئ. په خپله سيمه کې د مصرفوونکو يو مزکز پر (www.verbraucherzentrale.de) وېبسایټ موندلای شئ.

په کور کې څه ډول برېښنا سپمولای شو؟

په کور کې د ځينو ساده بدلونو په مرسته د برېښنا لګښت راکمولای شئ. د دې کار لپاره د برېښنايي وسيلو بدلولو او يا غورځولو ته اړتيا نشته. 

لاندې ټکي د برېښنا په سپما کې مرسته کولای شي:

  • ناکارېدونکې برښنايي وسيلې بيخي لرې کړئ. هغه وسيلې چې نه يې کاروئ، له ساکټه وباسئ. په ساکټ کې ناکارېدونکې وسيلې هم برېښنا مصرفوي. د بېلګې په توګه د تليفون چارجر يادولای شو. په دمه شوي يا سټنډبای موډ کې د ټلويزيون يا کمپيوتر په شان وسيلې هم ډېره برېښنا مصرفوي. د دې لګښت د مخنيوي لپاره د (Kippschalter) په نوم د سرې تڼۍ لرونکي ساکټونه وکاروئ. په دې ډول پوهېږئ چې له بندېدو وروسته وسيلې ته برېښنا نه ورځي.
  • د برېښنايي وسيلو لپاره د انرژۍ د خوندي کولو (Energiesparmodus) يا لږ لګښت (Eco-Funktion) سيستمونه وکاروئ. د کاليو يا لوښو وينځلو په شان ماشينونه دا ډول غوراوي لري.
  • په ډېرو تودو اوبو حمام مه کوئ. 
  • د يخچال درجه وګورئ. غوره درجه ۷ سانتي‌ګراد ده. د کنګلوونکي يا (Gefriertruhe) لپاره هم دا خبره صدق کوي. د کنګلوونکي درجه بايد له منفي اتلس ټيټه نه وي. په ياد مو وي چې يخچال او کنګلوونکی ټوله ورځ او شپه برېښنا مصرفوي. 
  • په چايجوشه کې يوازې هماغومره اوبه جوش کړئ، څومره چې اړتيا وي. که له اندازې زياتې اوبه وايشوئ، برېښنا به مو ډېره او بېځايه مصرف کړې وي.
  • که برېښنايي چولۍ يا داش لرئ، له اصلي وخت يې څو دقيقې وړاندې بند کړئ او له پاته تودوخې يې کار واخلئ. 
  • که د اوبو ګرموونکی (Durchlauferhitzer) لرئ، اوبه به مو په برېښنا ګرمې شي. کولای شئ د اوبو د تودوخې درجه خپله تنظيم کړئ. غوره دا ده چې د حرارت درجه داسې تنظيم کړئ چې هغه مهال چې نل ډېر ګرم وي، اوبه په مناسبه اندازه تودې کړئ. که نه پوهېږئ چې څه وکړئ، د اوبو ګرموونکي لاښود کتابچه وګورئ. 
د کور د حرارات درجه څه ډول تنظيمولای شو؟

د کور د حرارت لپاره هومره درجه مناسبه ده چې يخ مو پکې ونه وهي او د ډېر وخت لپاره پکې پاته کېدلای شئ. د مناسبې درجې لپاره لاندې لارښوونې په پام کې ونيسئ:

  • مرکزګرمي يوازې هغه مهال چالانه کړئ، کله چې ټولې کړکۍ تړلې وي. د کوټې ګرمولو پر مهال د دهمدې کوټې دروازې هم وتړۍ. په دې ډول کوټه ژر توديږي.
  • په کوټو کې يو ډول هوا ثابته وساتئ. په دې مانا چې کوټه ډېره ګرمه او بيا ډېره سړه مه ساتئ. په دې توګه هایڅونګ يا مرکزګرمي لږ انرژي مصرفوي. د بېلګې په توګه د مرکزګرمۍ درجه په ۲ کې وساتئ او په دې ډول کوټه ۱۶ درجې ګرميږي. په ياد مو وي چې د کور د کرايه کوونکي په توګه د کوټو ګرم ساتل ستاسې مسؤوليت دی. که کومه کوټه ګرمه نه شي او دېوالونه پوپنک (Schimmel) پيدا کړي، ښايي روغتيا ته مو ګواښ پېښ کړي. د دې ستونزې حلول بيا لګښت ته هم اړتيا لري. ځکه نو پام مو وي چې په هېڅ کوټه کې د تودوخې درجه له ۱۶ کښته نه شي او کوټې ته وخت پر وخت هوا ورکړئ.
  • د کوټې هوا وخت پر وخت بدله کړئ. تازه هوا د دې سبب کيږي چې کوټه پوپنک ونه نيسي. پوپنک د انسانانو لپاره زهري دي او لرې کول يې ډېرو پیسو ته اړتيا لري. د سهار، غرمې او ماښام پر مهال له ۵ تر لسو دقيقو کړکۍ په بشپړ ډول خلاصې پرېږدئ او له مخې يې پردې او نور شيان لرې کړئ. په دې وخت کې ورونه هم خلاص پرېږدئ. مهم: په کوټه کې له ۷۰ سلنه زيات رطوبت سره خامخا بايد د کوټې هوا بدله کړئ.
  • د مرکزګرمۍ شاوخوا ته د خالي فضا له رامنځته کولو ځان ډاډه کړئ. په دې ډول په کوټه کې توده هوا په ښه ډول خپريږي. د مرکزګرمۍ مخې ته فرنيچر، المارۍ يا بل څه مه ايږدئ. د کړکۍ پردې هم بايد څنګونو ته کش کړئ. 
  • په مرکزګرمۍ باندې جامې د وچولو لپاره مه خپروئ.
  • فکر وکړئ چې کومې کوټې بايد ډېرې ګرمې کړئ. هغه کوټې چې ډېر وخت پکې تېروئ، ښايي له نورو يې يو څه تودې وساتئ. په دې توګه حمام او د خوب کوټه د کېناستلو د کوټې په پرتله ساړه پاته کېدای شي.

لارښوونې: داسې يو ترماميتر واخلئ چې د تودوخې او رطوبت درجې مالومولای شي. په دې ډول کولای شئ پوه شئ چې د کوټو د تودوخې درجه څومره ده او کله بايد د کوټې هوا بدله شي. ترماميتر بايد د کوټې په منځ کې کېږدئ. د ترماميتر په مرسته د مرکزګرمۍ د ترموستات جوړوالی او خرابوالی هم مالومولای شئ. که د مرکزګرمۍ درجه ۲ وي او د کوټې د تودوخې درجه بيا هم له ۱۶ټيټه وي، مرکزګرمي پاکه کړئ او هوا يې وباسئ. که دا کار ګټه ونه کړي، ښايي نوي ترموستات ته اړتيا وي. په داسې حالت کې د کور له کرايه ورکوونکي سره اړيکه ونيسئ. هغوی ښايي د ترموستات نوي کولو لګښت پر غاړه واخلي. په ياد مو وي چې د کرايه ورکوونکي له تاييد پرته ترموستات مه بدلوئ.

د مرکزګرمۍ مناسبه درجه څو ده؟

د مرکزګرمۍ د ګوټک يا ترموستات په مرسته د کوټې د تودوخې درجه ټاکلای شئ. د دې کار لپاره لاندې درجې کارولای شئ:

  • لومړۍ درجه: ۱۲ سانتي ګراد تودوخه
  • دوهمه درجه: ۱۶ سانتي ګراد تودوخه
  • درېيمه درجه: ۲۰ سانتي ګراد تودوخه
  • څلورمه درجه: ۲۴ سانتي ګراد تودوخه
  • پينځمه درجه: ۲۸ سانتي ګراد تودوخه
کور څه ډول تود ساتلای شو؟

د کور د ګرم ساتلو لپاره بايد کړکۍ او دروازې وګورئ چې په سم ډول بنديږي او که نه. وګورئ چې په کړکۍ کې چېرته سوری نه وي او يا فاصله ونه لري او هوا ترې ونه وځي. د دې کار لپاره:

  • کړکۍ پرانيزئ.
  • د کړکۍ د پلې او چوکاټ تر منځ يو کاغذ کېږدئ او کړکۍ بېرته وتړئ. بيا هڅه وکړئ چې کاغذ راکش کړئ.
  • که کاغذ له ستونزې پرته راووځي، نو په دې مانا ده چې کړکۍ سمه نه بنديږي او ښايي واشل يې خراب وي. د دې ستونزې د حل لپاره له کرايه ورکوونکي سره اړيکه ونيسئ. 
  • د دې تر څنګ د کړکيو او دروازو لاستي سم تړل کيږي که نه.

که فکر کوئ چې په کور کې مو د ځينو برخو په بيا رغولو د کور د سړېدو مخه نيول کيږي، کولای شئ له کرايه ورکوونکي سره اړيکه ونيسئ او ستونزه ورسره شريکه کړئ. د کور د کرايې پر مهال د کړکۍ د خرابېدو په شان خرابي رامنځته کيږي، دې خرابۍ ته (Mangel) وايي او کولای شئ د جوړېدو لګښت يې له کرايه ورکوونکي وغواړئ. په ياد مو وي چې د خرابۍ په اړه پر وخت او ليکلې ډول خبر ورکړئ. په دې ډول د خرابۍ د پر وخت خبر ورکولو ثبوت له ځان سره ساتلای شئ. کرايه ورکوونکی راوغواړئ چې خپله خرابي وګوري. په مخامخ خبرو او ليدلو کې هر څه په ښه توګه روښانولای شئ.

د کور د دروازو لپاره د هوا بندوونکی (Zug-Luft-Stopper) کارولای شئ. دا يو اوږد پايپ دی چې له پنبې يا نورو موادو ډکيږي او کولای شئ د دروازې او غولي تر منځ يې ځای پر ځای کړئ. په دې توګه کوټې ته د راننوتونکې سړې هوا مخه نيولای شئ. هوا بندوونکي پايپونه په بازار کې اخستلای او يا هم خپله جوړولای شئ. په انټرنېټ کې د دې وسيلو د جوړولو د لارښود لپاره (Zugluftstopper) او (selber machen) يوځای وپلټئ.

 

چېرته ارزانه خواړه موندلای شم؟

په جرمني کې ډېر سوپر مارکېټونه هغه خواړه چې ډېر نه شي ساتل کېدای، په ارزانه بيه پلوري. دا هغه خواړه دي چې د کارولو نېټه (Mindesthaltbarkeitsdatum) يې په نږدې ورځو تيريږي. دا نېټه په ډاګه کوي چې خواړه تر کومه وخته د کارونې وړ دي او يا ښه ده چې له هغه وروسته ونه کارول شي. البته ځينې وخت ښايي دا خواړه له دې نېټې وروسته هم وکارول شي. دا ډول خواړه د سوپر مارکېټ په سړه يا يخچالي برخه کې موندلای شئ. دا خبره د کنسرو او هغو خوړو لپاره هم صدق کوي، کوم چې په يخچال کې نه ساتل کيږي. دا شيان په يوه ځانګړې ټوکرۍ يا المارۍ کې موندلای شئ او د تخفيف ټاپه پرې لګېدلې وي.

ځينې بنسټونه وړيا خواړه ورکوي. خلک دې بنسټونو ته هغه خواړه ورکوي چې دوی اړتيا نه ورته لري. ځينې سوپرمارکېټونه، نانوايۍ او رستورانتونه هم خپل پاته شوي خوراکي توکي دوی ته ورکوي څو يې خلکو ته وړيا ووېشي. ډیری ښارونه د خوړو د وېشلو ځايونه (Essens-Verteiler) هم لري، د بیلګې په توګه هغه ځایونه چیرې چې خلک خواړه راوړي او نور خلک کولی شي هغه له ځان سره واخلي.

دا ډول ځايونه پر (foodsharing.de) وېبسایټ موندلای شئ. همدا شان پر (mundraub.org) وېبسایټ په ټول جرمني کې مېوه‌دارې ونې موندلای شئ. له دې ونو وړيا مېوه ترلاسه کولای شئ. 

 

ارزانه جامې او کالي چېرته ترلاسه کولای شو؟

په ليلامي هټيو (Second-Hand-Läden) کې لږ کارول شوي کالي ارزانه موندلای شئ. په دې جامو کې ځينې داسې هم وي چې هېڅ کارېدلې نه وي. په جرمني کې د ليلامي هټو ډېر ډولونه شته. ځينې يې د ماشومانو لپاره وي او ځينې نورې يې د لوړ مارک لرونکو جامو هټۍ دي چې د لويانو لپاره دي. په دې هټيو کې ځيني توکي د ښه کيفيت لرونکي او موډرن وي خو ځينې يې بيا لوړ کيفيت نه لري او يا هم له موډ څخه لوېدلي وي. ښه به وي چې لته د جامو له پېرلو وړاندې هغه ښه وګورئ. 

په اونيزو بازارنو يا فلومارکېټونو (Flohmärkten) او يا (Trödelmärkten) کې هم کارول شوې جامې په ارزانه بيه ترلاسه کولای شئ. په انټرنېټ کې هم دوهم لاس جامې په ښه بيه موندل کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (فلومارکېټونه) کې هم لوستلای شئ. 

 

د کور لپاره ارزانه توکي او فرنيچر چېرته موندلای شم؟

په (Gebrauchtwarenhäusern) او (Sozialkaufhaus) کې ارازنه فرنيچر او د کور نور اړين توکي او وسيلې موندلای شئ. په دې پلورنځيو کې دوهم لاس فرنيچر، برېښنايي وسيلې، جامې، د لوبو وسيلې، کتابونه او نور ورته شيان موندلای شئ. ډېر شيان د هغو خلکو له لوري وړيا ورکول شوي‌ وي، چې نور يې نه کاروي. ډېرې دا ډول هټۍ د ټولنيزو او ناګټنيزو بنسټونو له لوري اداره کي.ي. په خپله سيمه کې د دې هټيو موندلو لپاره په ګوګل کې (Sozialkaufhaus) ليکلای شئ. 

 

په اونيزو بازارنو يا فلومارکېټونو (Flohmärkten) او يا (Trödelmärkten) کې هم کارول شوي توکي په ارزانه بيه ترلاسه کولای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (فلومارکېټونه) کې هم لوستلای شئ. 

په انټرنېټ کې هم په ګڼو وېبسایټونو کې کارول شوي توکې په ارزانه بيه موندلای شئ. له دې ډلې د (ebay Kleinanzeigen) په نوم پلټفورم ډېر مشهور دی. پر (وړيا توکو په برخه ) هغه توکي موندلای شئ چې نور خلک يې وړيا ورکوي. هلته د ځای او توکيو فلتر کارولای شئ. ډېر وخت له بل کس سره د اړيکې لپاره يوه اکونټ يا کارن ته اړتيا ده او د کارن جوړول وړيا دي.

مهم

د مصرفوونکو د مرکز پر وېبسایت (verbraucherzentrale.de) د انرژۍ د لګښتونو حسابګر موندلای شئ. د دې حسابګر په مرسته پوهېدای شئ چې سږ کال به د انرژۍ لپاره ښايي څومره اضافه پیسو ته اړتيا ولرئ. د دې کار لپاره د خپلې برېښنا نرخ، لګښت او دا چې په کال کې څو ځله پیسې ورکوئ، په شان مالوماتو ته اړتيا لرئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: