مژګان احراري

Mosjkan Ehrari
اوسمهالیز 05.09.2023

مشره اېډېټره

مژګان احراري يوه ژورنالېسته او فلم جوړوونکې ده. هغې خپل ژورنالستيک کار له (RBB) راډيو سره پیل کړ او د هغه په دوام يې څو کاله د سمونګرې، راډيويي ليکوالې او آزادې بهرنۍ خبريالې په توګه کار وکړ. هغې په جرمني، آذربایجان، ايران، افغانستان او يونان کې د فلم جوړولو څو پروژې پر مخ وړې دي او د مستند فلم جوړوونکې په توګه په جرمني او نورو هېوادونو کې خپلې نظريې پلې کوي.
د RBB/ARD لپاره په دېرش دقيقه‌يي راپورونو کې هغې په ټولنيزو او سياسي ارزښتونو موضوعاتو تمرکز درلود. د ډايرکټرې او ويډيوژورنالستې په توګه هغې د بېلابېلو بنسټونو، ادارو او انجيوګانو لپاره د پروژو مفکورې وړاندې کړې او پلې کړې دي.
د لکچر ورکوونکې او روزونکې په توګه مژګان خ‍پل نظريات پهGoogle News Lab  او  NDM کې د روزنو په ګډون په بېلابېلو سمينارونو کې وړاندې کړي دي. هغه د زدکړو د فدرالی سازمان لپاره د ويډيويي سياست او رسنيزو زدکړو د معيارونو په برابرولو کې مرسته کوي او په منهايم کې د ټولنيز هنر له مرکز سره هم همکاري لري.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: