مورنۍ ژبه

Muttersprache
اوسمهالیز 20.04.2023

د مورنۍ ژبې کورسونه چېرته موندلای شم؟

که کولای شئ په جرمني ژبه خبرې وکړئ؛ دا به په جرمني کې ستاسې ژوند آسانه کړي او د دندې د موندلو لپاره يو مهم ګام دی. د جرمني ژبې د زدکړې مانا دا نه ده چې تاسې بايد خپله مورنۍ ژبه هېره کړئ. ماشومان په چټکۍ خپله مورنۍ ژبه هېروي. په نننۍ سره نږدې کېدونکې نړۍ کې په څو ژبو پوهېدل او ژبنيز مهارتونه ستر امتياز ګڼل کيږي. دلته به تاسې د بېلابېلو ژبو د کورسونو په اړه مالومات درکړو.

څنګه کولای شم خپله مورنۍ ژبه پياوړې کړم؟

په کور کې د څو ژبو کارول

د دوو يا ډېرو ژبو  له زده کړې سره د ماشومانو وده هغوی ته په يوه ستر فرصت بدليږي. له همدې کبله مهمه ده چې په کور کې له ماشومانو سره په ټولو زده ژبو خبرې وکړئ. له ماشوم سره بايد په هغه ژبه وغږېږئ؛ په کومه چې ښه پوهېږئ. دا چې له چا سره، کله او په کومه ژبه خبرې وشي؛ ځينې قوانين رامنځته کړئ. په دې ډول به ستاسې ماشوم د هر کس ژبه (د بېلګې په ډول د مور ژبه، د پلار ژبه، د نيکه ژبه، د ښوونکي ژبه) يا مناسبت ژبه (لکه د غرمې ډوډۍ پر مهال کارېدونکې ژبه) په ځانګړي ډول وپېژني.

څوژبنيز ښوونځي او وړکتونونه

له کور د باندې هم د مورنۍ ژبې د غښتلې کولو آسانتياوې شته. په ځينو ښارونو کې څوژبنيز ښوونځي يا وړکتونونه شته. له خپلو سيمه‌ييزو چارواکو د ګڼ‌ژبو وړکتونونو يا ساتنځايونو په اړه وپوښتئ او يا د (Association for Early Multilingualism) ارګان پر وېبسایټ د دې ډول ښوونځيو او وړکتونونو پلټنه وکړئ.

د VHS ګڼ‌ژبنيز کورسونه

له ښوونځي او پوهنتون تر فراغت وروسته په شخصي ډول د زدکړو د پر مخ‌بېولو نورې ډېرې لارې هم شته. په دې ډله کې د ژبو زدکړې کورسونه هم شامل دي. ټولنيز کالجونه (Volkshochschulen) په ټول جرمني کې د ژبو کورسونه وړاندې کوي او هر سيمه‌ييز کالج خپل ځانګړی پروګرام لري. د جرمني په هر ايالت کې د فولکس‌هوخشولې څانګې شته او دا څانګې پر (www.volkshochschule.de) پته موندلای شئ.

مهم

په ډېرو ژبو پوهېدنه ستونزې نه جوړوي. دا کار د ماشومانو د پېژندنې له ودې سره مرسته کوي. له همدې کبله بايد په څو ژبو د پوهېدلو او زدکړې ملاتړ وشي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: